Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-03  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

دنصرت الله الهام شعرونه

 ولې دې نيمه لار کې پرېښودمه
 
 زه دې دستړي ژوند داوښکوهار کې پرېښودمه
 ولې دې نيمه لارکې پرېښودمه؟ 
 تکې تنهادې دالفت په کار کې پرېښودمه
 ولې دې نيمه لار کې پرېښودمه؟
 اوس راته وايې چې نازونه اواداڅه کوې
 ژاړه بس ژاړه په ژړاوسه خنداڅه کوې
 ته چې رقيب سره اوږه په اوږه ګرځې اشنا
 زه به نونه وايم چې ګرانه ياره دا څه کوې 
 زماپه زړه کې دې دغم ونې اوبه کړې لاړې
 تامې نيمګړې ارزوګانې پوره نکړې لاړې
 څنګه دې يوځل له شف شف خبره ووستله
 بلاکنځلې اوښېرې دې راته وکړې لاړې 
 ټپي ټپي دې دژوندون په دار کې پرېښودمه
 ولې دې نيمه لارکې پرېښودمه؟
 ته مې دزړه دآينې سره پيوندپاتې شوې
 له زړه مې ونوتې غشي غوندې بندپاتې شوې
 ټول رانه لاړوه ټولو پرېښى وم يوازې اشنا
 يوته وې ټو له ميخانه کې چې بس رند پاتې شوې 
 تامې دزړه په پرهرونو باندې وار وکړو
 چې دسپېڅلي محبت نه دې انکار وکړ و
 تالارغلطه کړ له تادرقيب ومنله
 خومامزل دلېوني زړګي په لار وکړو
 تاهم دکرکې اونفرت په ښار کې پرېښودمه
 ولې دې نيمه لارکې پرېښودمه؟
 ارمان ارمان چې يوسپېڅلى انتقام پاتې شو
 زمارقيب ته زمادوه لاسه سلام پاتې شو
 ټولودکرکې اونفرت په کاڼوووشتلو
 ټول ورنه لاړل نيمه لاره کې (الهام) پاتې شو
 خيرکه زماپه برخه شولې دښتې شاړې اخير
 ته به هم اوښکې تويوې ته به هم ژاړې اخير
 که نوتله تله به نوپردى يې وه خپل يې نه وم
 ته نوترپايه ولې پاتې نشوې لاړې اخير 
 پولۍ پولۍ چې دې په سره انګار کې پرېښودمه
 ولې دې نيمه لار کې پرېښودمه؟
 
 
 ګرزېږي دسيندغاړه کې هيلۍ زماپه څلي
 تېرېږي په سرغبرګې توتکۍ زماپه څلي
 سلګۍ وهي ولاړه ده نجلۍ زماپه څلي
 جوړېږي ترې داوښکوغاړکۍ زماپه څلي
 شپونکي اشنامې کړي دي لنډۍ زماپه څلي
 ترې پاتې ده ښايسته ښکلې شپېلۍ زماپه څلي
 لګېږي تل نرۍ نرۍ سيلۍ زماپه څلي
 رپېږي لاهماغسې پګړۍ زماپه څلي
 ولاړه داسمان سپينه سپوږمۍ زماپه څلي
 په نيمه شپه وړې وړې سلګۍ زماپه څلي
 خداڅوک ده اودچانوم يې دزړه په سر ليکلى
 چې بيا يې غوړولې ده زولۍ زماپه څلي

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005