دحامد بابر (امين زي ) شعرونه
غزل
په پاڼو کې هنداره وه تا وليده که نه
غزل ته د تلو لاره وه تا وليده که نه
شېبه به راښکاره شوه شېبه پټه به سپوږمۍ
په ورېځو کې حصاره وه تا وليده که نه
څارلمه يې زه د خپلو مړو سترګو کونجو کې
هغه څومره هوښياره وه تا وليده که نه
راوړى يې لېمو کې و تصوير د رنځور زړه
د عشق په رنځ بيماره وه تا وليده که نه
مخکښه وه ( بابره ) ها د حسن ښاپېرۍ
حسينو کې سرداره وه تا وليده که نه
غزل
راځئ چې پاڼو کې هندارې ګورو
ځو د غزل اسمان ته لارې ګورو
تر څو چې راشي د اجل فرښته
يو بل ته ځير ځير په کلارې ګورو
مخ وي د ټولو پټ چې چم کې ګرځي
په دې مخ پټو کې ديندارې ګورو
په يوه ټپه مو زلمي کله ويښ شول
د دوى لپاره سندرمارې ګورو
که مې په دې ګناه په دار ځوړوي
د مينې خوند( بابر) يو وارې ګورو
کارخانې پېښور ٢١/٥/٢٠٠٤