Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-04  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

د هميم جلالزى شعرونه

د هميم جلالزى شعرونه

تياره او نور
 
زه دتيارې زړه کې او يار نور زماپه زړه کې دى
زه لکه هېنداره، دى انځور زما په زړه کې دى
 
نن لاهم دحسن کاينات،  راته غوږ نه نېسي
پټ يم په نغمو کې درست زبور زماپه زړه کې دى
 
ښکلې! که ښکاره يې کړم مين به شې په خپل حسن
داسي زړه راښکونکى تصور زما په زړه کې دى
 
اوس مې نو جانانه په سره لاس نيول بې ګټې دي
هغه اور چې سوى و منصور، زما په زړه کې دى
 
اوس مې لا هم ياد ته ستا کاږه، کاږه باڼه راځي
اوس هم يو اغزى پاتې ضرور زما په زړه کې دى

 
 
دګلوننداره
 
له ما دګلو ننداره له ما بهار پاتې دى
زه هغه څوک يم چې مې تل په زړه پرهار پاتې دى
 
ظالمه! تاراته بل غېشى په کمان کې اېښى
وما غريب ته لا دتېرو زخمو شمار پاتې دى
 
زړه له تصديقه سره وړى دى جانان راڅخه
مسلماني ته مې اوس تش په خوله اقرار پاتې دى
 
داځل مې بيا هم ستا په زړه کې ځاى ونه موند ياره
په دې هېنداره داځل هم هسې غبار پاتې دى
 
هغه چې سيورى غوندې ځي يار سره بل سړى دى
هميم هغه دى چې ترې پل غوندې په لار پاتې دى
 

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005