د ارغند د څپو ژبه (دوهم) :
حاجي تاج محمد پروانه، د ارواښاد ګل محمد زوى په 1309ل كال د كندهار د عيدګاه واټ (جاده) كې په خپل پلرني ټاټوبي كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې له احمدشاه بابا لېسې څخه تر شپږم ټولګي پورې ترسره كړې، كله چې يې د پلار سيورى له سره ليرې شو، نو دېته اړ شو چې د حالاتو پرضد شخړې او مقاومت ته چمتو شي، د عمر له مخې ډېر كشر و، چې كورنۍ چارې ورترغاړې شوې، خو بيا يې هم په ډېر صبر سره خوارۍ او ستونزې ګاللې، د خپل كور كوچنى ګټندوى او ساتندوى و، له هغه مهاله چې يې له شعر و شاعرۍ سره مينه پيدا شوې، نو هڅه يې كړې، چې د لويو شاعرانو پر پله روان شي او د هغوى له هنري او ادبي پنځونو څخه مرسته وغواړي.
دى د خپل تخلص په اړه وايي چې دا نارينه نوم دى او بايد له ښځينه نوم څخه يې توپير وشي. تر دې مهاله يې لاندېني اثار كښلي او چاپ كړي يې دي:
1. شلېدلى هار (شعري ټولګه)
2. ابليسنامه (نثري كتاب/ ژباړه)
3. غلغله (د شعرونو او نثرونو ټولګه)
د نوموړي په وينا له تصوف سره ډېره مينه لري، كه څه هم ډېر لرغوني شاعران يې خوښېږي، خو زياتره د رحمان بابا او حميد بابا شعرونه لولي. د ده شعرونه هم نصيحت امېزه او عشقي بڼه لري. دى هم په دې هڅه كې دى، چې ځان ته نوې لار خپله كړي او داسې توري وكاروي، چې نادر وي.
د ده شعرونه د ده د خپل هنري مزاج او ادبي سويې ښه ښكارندوى دي، چې كېدى شي د ده ځانګړي مينه وال يې د لوستلو هڅه وكړي.
پروانه، له ډېرو كلونو را په دېخوا له كندهاره كډوال شوى او اوس د پاكستان په كراچۍ ښار كې ژوند كوي. د ورځني ژوند تر څنګ شعرونه هم ليكي، همداراز يو شمېر ديني او مذهبي مسايل يې هم په نثري بڼه شنلي او خپاره كړي دي. دا هم د ده څو شعري بېلګې:
تمه
اه فرياد مې تر خوله وځي بې اختيار
خپل زړګى مې ځوكلوي، يم خوار و زار
هرې خوا ته دى تور تم، ټپه تياره ده
خپل تالې كړم د نااهلو منتبار
خوا و شا ته ټپرېږم ګلان غواړم
لاس و پښو كې مې زخمونه دي د خار
پاك نيت، پاكې شملې تر خاورو لاندې
اوس عزت او غيرت پلوري پر بازار
همدمي، مهر و وفا شوه چېرې وركه
نن هرڅوك شو تر مطلبه پورې يار
تقاضا د زمانې پر چپه څرخي
ځانځاني او چم راګډ دى زموږ په ښار
پروانه د كور و ګور په لومه بند يم
انتظار يم تمه دار د كردګار.
عمر
مه نازېږه د لنډ عمر په بقا
ووېرېږه، اوږد سفر لرې په خوا
هر ګړى چې زموږ له عمر نه كمېږي
لكه غشى چې خطا شي د هوا
و هر رنځ لره دارو شته په دنيا كې
د فراق علاج بيا نه شته د هېچا
ته توښه كړه برابره په فرصت كې
پروانه! چاره دې وكړه د سبا.