سيلۍ وکيښ زما- ستا نوم، د پاڼرېژ پر ژيړو پاڼو
د ښکلا واکمني تاج به، څه درجوړ کړم له سرو پاڼو
د باور بې بارانۍ کړې، د امېد چينې راوچې
د خدای ځاځ له اور را ووري، بارانونه د سرو کاڼو
دروېزه مو بې له مينې، په رغښت کې هډو نشته
چې خولې ونيسو اسمان ته، کټوري غواړو له زاڼو
د زردشت له دشتو لېږدي، جنازې د سرو رېديو
آرياناوېجه نيولې، له يوې مخې اغزياڼو
د سوما له سوي کښته، لاس پر سر« سکه» لوګري
تورې خاورې پر خوله پورې، د بخديو وږيڅاڼو
وچکالۍ او بې يېبرۍ ده، ټوله سيمه را ښکېللې
نشته څرک په غرو رغو کې، د ګورګورو او مماڼو
لوټ کړه تورو تو پانونو، وه باغونه که ځنګلونه
کوچوال چوڼي ترخې ژيړې، دانې اوڼي د بکياڼو
دا بيا کوم سرغړاند سيند، ياغي ښامارته ډالۍ کېږي،
سرې ډولۍ د ښايست پېغلو، را لښلې چې ورا باڼو؟
پکې ساه چې اخېستله، شاړو درګو وچو دربو،
ياد د هغو پسرليو، سروکوکيو، سرو کوکياڼو !