غزل
ای راته وګوره په سترګو کې دې ستوري ژباړم
د لوی ښايست له خوږې ژبې نه څو توري ژباړم
د پسرلي خوږې سيلۍ تر لوپټه جګه کړه
د يار د څڼو ماښاميز ماښاميز سيوري ژباړم
هلته څلور جهانه زور د ليونۍ مينې دی
هغه دوه کوره د غونډۍ پر سر چې ګورې ژباړم
د کائيناتو د ښکلا ها انځوريز ورغوی
د طبيعت په اينو کې پور ورې ژباړم
د درد پر پاڼو ، پر قلم د بېو سۍ جلانه !
د ارمانونو پر قبرو جنډې نسکورې ژباړم
غزل
د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه ، شا ته راشم
د جګ غره کاڼی شوم چې و خوزم بيديا ته راشم
زه چې څېړنه د ژوند هرې فلسفې شروع کړم
په نتيجه کې يې ضرور دا ستا ښکلا ته راشم
د څڼورنګ چې مې شي ساز د طبيعت درو کې
د ذات اوبه شم د شپې تور رګ کې سوما ته راشم
لمر چې سر پورته کړي د بلې ډېوې رنګ واړوي
داسې چې زه د زړه نه ولوېږمه تا ته راشم
يون مې د غشيو پر سرو تکيه پر خدای جلانه !
مور مې هم مړه دعا چانه واخلم چا ته راشم
غزل
شپه ده پخه ، په سپېڅلتوب خبرې ډېرې کوو
نه په خوب نه ، په مينتوب خبرې ډېرې کوو
د زلميتوب او پېغلتوب جګړه خوږه جګړه ده
په زلميتوب ، په پېغلتوب خبرې ډېرې کوو
پرېږده چې نن اوبه ، اوبه کړو جل وهلې جذبې
سړيتوب وژنو ، ليونتوب خبرې ډېرې کوو
اوس چې خبره د ښکلا شوله جلانه ياره!
نو راته غوږ شه په اريوب خبرې ډېرې کوو ؟
١٣٨٤ سلواغه ٢٩