Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-04  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

حفيظ الله هميم جلالزى

ښاغلی حفيظ الله هميم جلالزى په ١٣٦٣لمريځ دمرغومي په مياشت کې دغزني ولايت داندړو، ولسوالۍ حاجي معلم په کلي کې زېږدلى دی. لومړنى اومنځنۍ زدکړې يې په سيمه کې دملانوح بابا په لېسه کې پاى ته رسولې ده او ثانوي زدکړې يې داندړو دسلطان شهاب الدين غوري په عالي لېسه کې ترسره کړې ده . دغه راز ئې په دينې زدکړو کې هم دهېواد له تر ټولو نامتو مدرسې(دنورالمدارس فاروقي له عربي دارالعلوم) څخه دبکلوريا معادل سند تر لاسه کړى دى.

اوس، اوس دکابل پوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځي دلومړي کال زدکړيال دی.

فرهنګي، ادبي ژورناليستيکي کارونه ئې دغزني له سيمېزې راديو څخه پيل کړي دي، چې ديوه کال لپاره ئې هلته ويندويي کړې ده. وروسته ئې په دغه ولايت کې ديوې خپلواکې اونېزې(زمزمې) دمرستيالۍ دنده پرغاړه لرلې ده چې دوه کاله يې دوام وکړ.

له يوه کاله راپدېخوا دلونګ پوهنيزې خپلواکې مجلې چلونکى دئ . له ازادو کارونو سره په څنګ کې ئې شاوخوا يونيم کال کېږي چې  له پژواک خبري اژانس سره دخبريال په توګه کار کړى دى..
ښاغلی جلالزی د خپلي لیکوالۍ په اړه لیکي :
 ((طنز مې خوښ دى خودا هم دلنډې کېسې په ډول يواځي په کتاب کې ښـه لوستلى شم او بس ، خو په شعر کې دا ډېر وخت کېږي ګوټې وهم،شاعرانه بانډارونه هم خوند راکوي خو دومره وخت راسره وي چې ايله خپله مزدوري او را له غاړې شوى کار له اوږو اړوم. کتابونه مې نه ليکلي او نه يې هم  ليکلى شم يواځي وخت ناوخته دهېواد په مجلو کې يو څه شى دليکنې په ډول خپروم، يوڅو شعرونه مې هم ليکلي دي دغه راز مې  يو،دوه کتابونه پښتو ژبې ته را  ژباړلي چې په لاندې ډول دي  ( دژوند او فلسفې نړۍ) (مايکل فارادي په ٩٠دقيقو کې)او يو شمېر نورې ليکنې او تلويزيوني ياراديويې بحثونه اومرکې)).

 دښاغلي جلالزي د شعرڅو بېلګې:

تياره او نور
زه دتيارې زړه کې او يار نور زماپه زړه کې دى
زه لکه هېنداره، دى انځور زما په زړه کې دى

نن لاهم دحسن کاينات،  راته غوږ نه نېسي
پټ يم په نغمو کې درست زبور زماپه زړه کې دى

ښکلې! که ښکاره يې کړم مين به شې په خپل حسن
داسي زړه راښکونکى تصور زما په زړه کې دى

اوس مې نو جانانه په سره لاس نيول بې ګټې دي
هغه اور چې سوى و منصور، زما په زړه کې دى

اوس مې لا هم ياد ته ستا کاږه، کاږه باڼه راځي
اوس هم يو اغزى پاتې ضرور زما په زړه کې دى


دګلوننداره

له ما دګلو ننداره له ما بهار پاتې دى
زه هغه څوک يم چې مې تل په زړه پرهار پاتې دى

ظالمه! تاراته بل غېشى په کمان کې اېښى
وما غريب ته لا دتېرو زخمو شمار پاتې دى

زړه له تصديقه سره وړى دى جانان راڅخه
مسلماني ته مې اوس تش په خوله اقرار پاتې دى

داځل مې بيا هم ستا په زړه کې ځاى ونه موند ياره
په دې هېنداره داځل هم هسې غبار پاتې دى

هغه چې سيورى غوندې ځي يار سره بل سړى دى
هميم هغه دى چې ترې پل غوندې په لار پاتې دى

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005