|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-05-07 م |
خپرندوی : ليکوال |
چا پي بڼه |
څراغ (لنډه کیسه) لیکوال : رابندر نات ټاګور ژباړه : ډاکټر حمید شجاع ځاځی مني بابوسپین ږیری و . ډیر ورو به یې قدم اخیسته . ورسره دا ډار و چې هسې نه پښې هم ځواب ورکړي . په ځان دروند و او د سر ويښته یې ټول سپین وو . یو نیم ځای به یې ویښتانو کې کوم بل رنګ هم و ، خو تور رنګ پکښې بالکل نه و . د لاسونو ورغوي یې زیږ وو . خو له دې هر څه سره یې په څیره کښې یو رعب و . له سپین ږیرتوب سره سره د پام وړ و . خلک مجبوره کیدل چې د هغه شخصیت محسوس کړي . زه او زما ملګری هري کیشو له کلکتې څخه دلته راغلي وو . په دې مو سره صلاح وکړه چې شپه به له دې سپین ږیري سره تیره کړو . سحر به پاټن ته لاړ شو او کبان به ونیسو ، او سبا ماښام به بیرته کلکتې ته ستانه شو . د سپین ږیري مني بابو هوټل هم څه داسې هوټل نه و . بس یوه زړه غوندې جونګړه وه .د یوې جګې غونډۍ پر سر وه . مخکې یې سیند بهیدلو . ورځ خو به ټوله توده لمرینه وه . خو د شپې به هوا یو څه سړه شوه . د خوړلو لپاره په هوټل کښې ډیر څه وو . یوې شودرې ښځې به ډوډی پخوله . مني بابو ویل چې دا ښځه سپین سحر راځي او د شپې ناوخته بیرته کور ته ځي . له دې ښځي پرته د هوټل ګزاره هم ګرانه وه . ګني نو ډوډۍ به چا پخوله . په هغه شپه صرف مونږ دوه میلمانه وو . وروسته راته معلومه شوه چې هسې کله نا کله که څوک دلته شپه راوړي خو ښه . ګني خلک راځي ، صرف ډوډۍ خوري او بیرته خپله لار نیسي . له ډوډۍ خوړلو وروسته مونږ په یوه وړه کوټه کښې سره ناست وو . د باندې سیند د هوا له څپو سره غیږه نیوله . غږ یې دلته هم راتلو . د کړکۍ ور هم له هوا سره درزیدو . تیاره خوره شوه . مني بابو پاڅیدو او له کومه ځایه یې یو څراغ راوړ . بریښنا خو دې سیمې ته هم را رسیدلې وه ، خو د سپین ږیري په هوټل کې نه وه . له څراغ نه د شیشې یوه پیاله تاو وه ، چې لاستی یې مات و . د همدې پیالې برکت و چې څراغ د هوا له لاسه نه مړکیدو . هري کیشو څراغ ته حیران و . له سپین ږیري څخه یې پوښتنه وکړه . ــ دا څه دي مني بابو ؟ سپین ږیري څراغ په کړکۍ کښې کیښود او هري کیشو ته یې وویل . ــ دا یو طوفاني څراغ دی . زما نیکه ، او ګومان کوم د هغه پلرونوهم ترېنه کار اخیستی . ــ نو په کړکۍ کښې دې ولې کیښود ؟ هلته خو به مړ شي . سپین ږیری لږه شیبه غلی و او بیا یې وویل . ــ په دې خو زه هم نه پوهیږم چې په کړکۍ کښې کیښودل یې څه ګټه لري . خو تل همدلته پروت وي . همدا یې ځای دی . له تیرو څلورو پشتونو نه همدلته ایښودل کیږي . له کله نه چې زما نیکونه په دې ځای کښې دیره شوي ، دا څراغ همدلته په کړکۍ کښې کیښودل کیږي . او تر څو چې مونږ دلته د سیند پر غاړه آباد یو ، دا څراغ به همدلته دې کړکۍ کښې بلیږي . ما پوښتنه وکړه. ــ ستا د کورنۍ کوم غړی بل ځای هم اوسیږي ؟ د سپین ږیري سترګې وځلیدې او ویې ویل . ــ زما ځوی تشر کانتي له اتلسو کلونو له بیړۍ سره په سفر کښې مزدوري کوي . زما پلار او نیکونو هم همداسې کول . ما بیا پوښتنه وکړه ــ نو اوس به ستا ځوی د څو کلونو وي ؟ سپین ږیري د خپلو ګوتو په شمیرلو پیل وکړ او بیا یې ځواب راکړ. ــ هغه چې کله وزیږید نو زه د ۴۸ کلونو وم . اوس هغه دیرش کلن دی . اووه کاله کیږي چې کور ته نه دی راغلی. سپین ږیري یو سوړ اسویلی وکیښ او ویې ویل . ــ خو یوه نه یوه ورځ به هغه ضرور راځي . زما د کورنی خلک همداسي کوي . له ما وروسته به هغه دغه ډیره سمبالوي . هغه به واده کوي ، او بچي به لري . پس له ما به هغه دا څراغ بلوي او له هغه نه وروسته به یې اولادونه همداسې کوي . ما د سپین ږیري زړه ساتلو لپاره وویل . ــ دا رواج خو ډیر ښه دی . ــ هو . دا رواج به تر هغې ژوندی وي تر څو چې زمونږ د کورنۍ یو وګړی هم په دې ډيره کښې میشته وي . هري کیشو له سپین ږیري پوښتنه وکړه . ــ کوم بل ځوی هم لرې ؟ ــ نه . بل ځوی نه لرم . بس همدا تشر کانتي دی . باندې ډيره زوروره هوا چلیدله . ته وا دا غونډی به له ویښه ونړوي پر کومې چې دا هوټل و. هري کیشو پوښتنه وکړه . ــ طوفان خو به نه وي را روان ؟ ما سپین ږیري ته وکتل . هغه دیوال ته تکیه کړې وه او په ناسته خوب وړی و . هري کیشو ته مې وویل . ــ دا سړی خو ډیر زوړ دی . هري کشو له خپله ځایه پاڅید . په کوټه کښې یې ښکته پورته قدم وهل پیل کړل . بیا یې وویل . ــ دا ځای ماته ډیر ډارونکی ښکاري . څه پساط خو شته . ناګهانه څراغ په مړ کیدو شو . هري کشو وویل . ــ څراغ مړ کیږي . سپین ږیری به راویښ کړو . ــ د څه لپاره یې راویښوې ؟ څه ګټه لري ؟ ــ څراغ خو به له مړ کیدو وژغوري . هماغه شیبه هري کیشو د کوټې په یوه کونج کښې راډیو ته پام شو ــ یه هلکه ! دا وګوره . دلته خو راډیو هم شته . ــ ته یې چالان کړه . سپین ږیری به هم ورسره راویښ شي . هري کیشو راډیو چالان کړه . د سندرې خوږ آواز مو تر غوږ شو . خو سپین ږیری راویښ نه شو . ما هري کیشو ته وویل . ــ دا څراغ به له دې کړکۍ نه لرې کړو . ګني نو دلته به مړ شي . ــ نه . چې په پیاله کښې ایښی وي نه مړ کیږي . خو ما څراغ له کړکۍ نه لرې کړ . هماغه شیبه په راډیو کښې خبرونه پیل شول . ویاند څه داسې ویل . ( په چین کښې جګړې زور اخیستی . په کلکته کښې د بوټانو په یوه فابریکه کښې مزدورانو لاریو کړی ..په آسپانیه کښې کورنۍ جکړه ختمه شوه . خو د فرینکو مخالفت اوس هم دوام لري .) زما لپاره دا خبرونه دومره په زړه پورې نه وو . هسې ورته غوږ وم . خو ناګهانه د راډیو غږ اوچت شو . ویاند وویل . ( په سهیلي افریقا کښې زورور طوفان راغلی دی . کیپ ټاون ته هم زیان رسیدلی . د مرګ ژوبلې په هکله راپورونه وایي چې تر اوسه صرف یو وګړی وژل شوی دی ، چې هندوستانی ښودل کیږي . نوم یې تشر کانتي دی .) له دې خبر سره یو ځای په کوټه کښې د وریځو کړنګا پورته شوه . ما او هري کیشو یو بل ته وکتل . هري کیشو په ډار سره وویل ــ تشر کانتي !!!!! زه د سپین ږیري خواته ورغلم . هماغسې پر خپل ځای ویده ناست و . خو سر یې یوې خواته کوږ و . هري کیشو یې نبض ولید . په وارخطایۍ سره یې وویل . ــ اشنا کیسه خرابه ده . نبض یې نه محسوسیږي . ساه یې هم ولاړه ښکاري . زه له خپله ځایه پاڅیدم . خو لا مې قدم نه و اخیستی چې یو عجیب سیوری کوټه کې راڅرګند شو . دلته سپین ږیري ساه پریښودله او هلته څراغ مړ شوډاکټر حمید شجاع ځاځی بېرته شاته
|