داوښکې څلى ونړېد(لنډه کیسه )
که څه هم چې شفق له اوه کلونو وروسته ايله په ايله ديوه زوى پلار شوى و ، نو په خپل زوى څلي به يې تل بې شمېره شکرونه وېستل .
شفق په ډيرې مينې سره دخپل تره لور، اوښکه وکړه ، اوښکې په ښايست او ښکلا کې نوم درلود، ډيرو ريبارانو يې دپلار دروازه وټکوله ، خو قسمت بې ددروازې له ټکولو اوښکه دشفق په نصيب کړه .
دشفق او اوښکې نږدې شپږ کاله تېر شوي و، خو داولاد يې کومه نښه او نښانه ، نه ليدل کېده .
که څه هم چې شفق او اوښکې په مينې سره واده کړى و، خو داولاد نشتوالي ددوى مينه کډه کړې وه او بيلتون ددوى ترمنځ ځاى نيولى و .
دواړه په ډير و ډاکټرانو، ملايانو ، تعويذګرو ،زيارتونو او کوډګرو ګرځېدلي و، خو ددوى هيله په يوه هم پوره نشوه، نور نو داسې لار نه وه پاتې چې دوى دې ورته دهېلې سترګې غړوالې واى ، بې دالله (ج) له خپل فضل څخه .
اوس نو شفق داوښکې تر غوږ هم ورتېره کړې وه ، چې حتمى به دوهمه ښځه کوي ، ځکه چې نور نو داولاد نشتوالى نشي زغملاى .
خواوښکه به دشفق دغې کړې ارادې دغوړيو په کړايي کې وريت کوله .
له يو څه مودې وروسته اوښکې ته داولاد لرلو هيله پيداشوه ، چې دغه هيله په ډيرې خوښۍ سره دشفق ترغوږونو ورسول شوه ،چې بالاخره په معلومې مودې کې دهغه زوى پيداشو، چې دايوه حيرانوونکې خبره وه ، ځکه چې اوښکه او شفق له اوه کلو وروسته داولاد خاوندان شول .
دواړو په همدې يوه زوى بسنه وکړه او هغه پورې يې دژوند ټولې هيلې
وتړلې .
ژوند تېريده او څلى لويده ، هغه دښوونځي شو ، سږکال هغه په شپږم ټولګي کې و، چې هرچا به دهغه دښه استعداد ستاينه کوله .
اوښکې څلې داسې ساتلى و ، تابه ويل چې تراوسه پورې يې لمر نه دى ليدلى ، يو ورځ يوناڅاپه دڅلي پلار ( شفق) دزړه په ناروغۍ اخته شو ، هغه يې په بيړه روغتون ته ورساوه او هلته يې په عاجله خونه کې بستر کړ .
څلى او موربه يې دواړه دشفق ناروغۍ ته ځورېدل ، خو يواځې به يې پدې خبرې زړه ته ډاډ ورکاوه ، چې خداى ( ج) دې روغتيا ورکړي .
څلى به هرورځ چې له غرمه له ښوونځي څخه رخصت شو ، نو بيا يې بې له کومې دمې پرته خپل پلار ته پخ کړې پرهيزانه وروړله .
شفق په روغتون کې په درملنې دومره نه ښه کېده لکه دخپل زوى په ليدو .
شفق به هره ورځ څلي ته ويل چې زويه همدا ستا ليدل دي چې زه ژوندى يم ، که نو ، پدې روغتون ، درملو او ډاکترانو نه شل کيږي .
دهغه په روغتون کې دبستر کېدو څلور ورځې وتلې وې ، دپنځمې ورځې په غرمې چې کله څلى له ښوونځي څخه کورته راغى ، نو دښوونځي جامې يې ونه وېستلې او مور ته يې وويل چې مورې ژرکوه دپلار پرهيزانه مې راکړه چې بيادکورس را باندې ناوخته کيږي .
هغه له غرمې وروسته ځان دانګليسي ژبې په کور س کې هم شامل کړى و .
موريې پخه کړې پرهيزانه په يوه ديګي کې ورته واچوله او هغه يې دده په لاس کې ورکړه .
نورنو څلى چې په يوه لاس کې يې دپخې کړې پرهيزانې ديګى او په بل لاس کې يې دکورس کتابونه نيولي و دروغتون په لور روان شو ، دهغه قدمونه دنورو ورځو په پرتله ګړندي و ، تابه ويل چې يايې په روغتون کې بستري پلار وږى دى او ياخو دکورس ورباندې ناوخته کيږي .
څلى په بيړه دښار له دوه دريو کوڅو څخه ووت ، او دښار دڅلور لارې عمومي واټ ته ورنيږدې شو ، هغه په څلورلاري کې ددې لپاره لږ تم شو ، چې خداى مه کړه له کومې خوا څخه يې موټر ونه وهي چې پدې وخت کې په همدې څلور لاري کې يوه ځانمرګي بريدکوونکي خپل موټر دپوليسو له يوه موټر سره وجنګاوه او يو بوږنوونکې چاودنه رامنځ ته شوه ، چې دې چاودنې دڅلي په څېر يو شمېر تېرېدونکي ښاريان دبم له ټوټو او پارچو سره والوزول .
څلى نور نو ړنګ شوى و ، دبم بې رحمو ټوټو دهغه وجود غلبيل غلبيل کړى و ، دکورس کتابونه يې په وينو سره پاڼه پاڼه پراته وه ، هغه يواځې دښوونځي له اغوستو جامو پيژندل کېده چې داداوښکې او شفق پريوتى څلى دى او بس . محمد حکيم بشارت
بېرته شاته