|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-05-10 م |
خپرندوی : ليکوال |
چا پي بڼه |
پورې غاړه(لنډه کیسه ) لیکوال : رابندر نات ټاګور ژباړه : ډاکټر حمید شجاع ځاځی په سمندر کښې څپې پورته کیدلې . مور خپل ځوی په غیږه کې پټ کړی و . بیړۍ د څپو د پاسه نڅا کوله . وړوکی ماشوم د خپلې مور په توده غیږه کښې بې له کومه ډاره غلی سر ایښی و . لږه شیبه نه وه تیره چې ماشوم سر راپورته کړ . د سمندر پورې غاړه یې تر سترګو شوه . مور ته په ضد شو چې ما د سمندر پورې غاړې ته کوز کړه . مور یې هڅه وکړه چې ماشوم پوه کړي . په مینه یې ورته وویل . ــ زما د سترګو توره . هلته هیڅ هم نشته . ضد مه کوه. خو ماشوم د مور خبره نه اوریدله او په ژړا سره یې ټینګار کولو چې پورې غاړې ته کوزیږي . مور چې د ماشوم اسرار ولید نو اړ شوه چې بیړۍ مخ په ساحل راتاو کړي . د بیړۍ تر غاړې رارسیدو سره سم ماشوم د مور له غیږې ټوپ کړ او له بیړۍ ښکته شو . داسې لکه د لمر له زرین تاج څخه چې سپین سهار راښکته کیږي . له کوزیدو څخه وړاندې مور خپل ماشوم څو ځله پر مخ ښکل کړ . خو ماشوم په بیړه کې و ، او د مور له مینې نه ډکې غیږې څخه یې ځان خلاص کړ . په کوزیدو کې مور ورته په اوچت غږ وویل . ــ زما شیرینه - زه به ماښام درته پورې غاړه ناسته یمه . د مور له درده ډک غږ یې په فضا کې خپور شو . ماشوم چې وروسته وکتل نو مور او بیړۍ دواړه له سترګو پناه شوي وو . ماشوم په ژړا شو . خو لږه شیبه پس د سمندر په غاړه پرتو ځلیدونکو کاڼو او سیپیو سره په لوبو مشغول شو ، او دم ګړۍ یې مور هیره کړله . ---- ----- ۲ ---------- ورځې او شپې تیریدلې . ماشوم ورو په ورو لوی شو . کومو خلکو چې دی د سمندر په غاړه ګوښی موندلی و هم هغوی یې پالنه کوله . کله کله به چې د لوبو په وخت ماشوم ته خپله مور ور په زړه شوه نو بې واره به په ژړا شو . چیغې به یې وکړې ــ مورې ، مورې هغه شیبه به یې د مور هاغه وروستۍ خبره په زړه شوه ــ زه به ماښام پورې غاړه ناسته یمه . ژوند بیا هم مخ پر وړاندې روان و . ماشوم د ژوند په منډو ترړو کې خپله مور ورو ورو هیروله . په نورو کیسو یې سر شو . د ژوند د خوښۍ او سکون په هکله یې نظر بدل شو . لکه څنګه چې مرغۍ له یوه ښاخه بل ښاخ ته الوځي ، همدا شان ده هم ډیرو کارونو ته مخه کړه . لیکن ریښتونی سکون او آرام یې په هیڅ چیرې بیانه موند. د دنیا شتمنۍ او دولت هم هغه موړ نه کړ . واده یې وکړ . خو د میرمنې په مینه کې یې هم د اطمینان ترلاسه نکړ . ورو په ورو یې له دنیا نه زړه توریدو . تل به یې د مور هماغه وروستۍ خبره تر غوږو کیدله . ــ زه به پورې غاړه ناسته یمه . ------- ۳ -------- ځواني هم تیره شوه او زوړواله راورسید . ماشوم اوس سپین ږیری شوی و . رنګ یې لکه د خزان دپاڼې په څیر تک زیړ شو. د دنیا د یو څیز حسرت یې هم په زړه کې پاتې ن و. کله کله به چې یوازې سرګردانه ګرځیدلو نو د پاڼو په رپیدلو او د ویالې په بهیدلو کې به یې هم د مور هماغه خبره تر غوږ کیدله . ــ زه به پورې غاړه ناسته یمه . کله کله خو به یې په سپينه ږیره په چیغو پیل وکړ . ــ مورې ، مورې اوس یې نو ورو په ورو د ماشوم توب یوه یوه خبره بیرته راپه زړه کیدله . او د هاغه ماښام په انتظار و چې مور یې پورې غاړې د لیدو وعده ورسره کړې وه . یوه ورځ د غره سر ته وختو . له هاغه ځایه یې یو ځل بیا د سمندر غاړه ولیده . په منډه منډه ور روان شو او سمندر ته یې ورټوپ کړ . کله یې چې بیرته سترګې پرانیستلې نو د مور په غیږه کې پروت و .هماغه بیړۍ وه ، هماغه سمندر او هماغه څپې . مور خپل ځوی خپلې سینې سره راټینګ کړ او بس دومره یې وویل . ــ زویه ! ماښام شوډاکټر حمید شجاع ځاځی بېرته شاته
|