دعبدالباري جهاني د مشکوکاروان کتاب څخه
عبدالمالک فدا په کال اته لس سوه اوه نیوی میلادي کی د چارسدې د پړاڼ په کلی کی زېږېدلی ، اود پښتنو د مجاهدو او فداکارو شاعرانو د ډلی په اوله لیکه کی ولاړ و. عبدالروف بېنوا د اوسني لیکوال په دریم ټوک کی لیکی چی ښاغلی فدا یو له هغو کسانو څخه چی په کال نولس سوه دری څلوېښت کی چی عبدالغفار خان انجمن اصلاح افاغنه جوړ کړ نو دی د هغه انجمن له تکړه او وفادارو ملرو څخه سو، او دخدایی خدمټارو د ډلي د مشرانو څخه سو.او د ژوند زیاته برخه یې د استعمار سره په مقابلې او جړې کی تېره کړه .او د استعمار چیانو هیڅ راز زجرونو، شکنجو او ظلمونو د ده په کلکی ارادې کی بدلون نه دی راوستی. د ښاغلی فدا د هر شعر څخه د هغه قومی جذبه او احساس او له قوم سره د هغه ژوره مینه څرگندېږی.
سر می داو کړی دی د خوږ وطن او قام دپاره
د خدای نوکر یم قربانېږم د اسلام دپاره
که می په گټو تیږو ولی پښتون ورور دی زما
په غر او سمه هر یو خېل د سترگو تور دی زما
د پښتون خاوره چی کوم ځای ده هغه کور دی زما
څوک چی پښتون لوټوی هغه سړی چور دی زما
د ښمنان نه پرېږدم وطن کی د یو گام دپاره
زه پیدا سوی یم د ملک د نڼ و نام دپاره
موږه چی وینو ټول خېلونه د پښتون در په در
وږی بربنډ پراته بې وسه دی په سمه په غر
په نیمه گېډه موندی نه شی ساگ اوربشی اکثر
څوک په سېلۍ د ژمی سوځی څوک د اوړی په لمر
تړلی ښکار دی د غیر قام د لومي دام دپاره
د بل خوراک دی د سحر او د ماښام دپاره
د جهل کندی نه لار پورته د وتو جوړوو
د اتفاق پوړۍ خپل قام ته د ختو جوړوو
د غلیمۍ پښتو پرېږدو نوې پښتو جوړوو
د نور مخلوق په شان وزر د الوتو جوړوو
زموږ تحریک دی د یوالی د پیغام دپاره
خدای پیدا کړی یو د ظلم اختتام دپاره
د پښتون زړه نه د اغیارو سلامۍ ورکوو
د قام لمنی نه تور داغ د بدنامۍ ورکوو
د ښو خویونو په بدل ټولی خامۍ ورکوو
د نڼیالی قوم نه سپک نوم د غلامۍ د ورکوو
موږه پیدا یو د وطن د احترام دپاره
یو خدمټار موږد بابا نسل تمام دپاره
عبدالمالک فدا چی په کال نولس سوه اوه پنځوس کی وفات سو نو دهغه وفات د پښتنو مبارزینو او پښتو ژبی په مینانو کی لویه هڼامه جوړه کړه. مبارز لیکوال فضل رحیم ساقی د هغه په باب لیکلی دی چی » د پښتونستان د ازادۍ یو غښتلی سالار له ځینه ولوېد. د پښتو نستان دلوی مجاهد مشر پاچا خان مټ کمزوی سو. د پښتو ادب د پخې کلا یو مضبوط بازو ونړېد. د ازادۍ د جڼ په روانو مرحلو کی یوه مورچه خالی سوه. هر څوک خو دا مورچه نه سی ډکولای.د فدا عزم ، دهغه اراده، د هغه اخلاص،د هغه قومی محبت،د هغه ملی جذبه اوسر فروشی لوی طاقت غواړی« د مبارز لیکوال فضل رحیم ساقی خبری د عبدالمالک فدا په برخه کی ټولی پر ځای دی. هغه چی څه ولیکل نو یا یې د استعمار څخه د خپل قام د ازادولو دپاره ولیکل او یا یې د خپل قام د وروسته پاته والی او بې اتفاقی نه سر وټکاوه او خپل قام ته یې د یوالی چیغی کړې . هغه خدای ته دعا کوله چی د پښتون په ژوند کی بدلون راولی اود پښتون دنیا بدله کړی.
دا دنیا کړه ورانه ور په سر د غم کڅوړه کړه
نوې دنیا جوړه کړه ربه د دنیا
پاکه خپله مځکه د بې نڼه زلمی زوړه کړه
بله دنیا جوړه کړه ربه د دنیا
دا دنیا کړه ورانه د دې دور بدل شوی دی
هر سړی له خپل ذاتی غرض سره مل شوی دی
یو بل ته ټگی ده هر یو کس ټگ دی غل شوی دی
جمع خرچ په خولې کړی بنیادم بې عمل شوی دی
سمه داسی خلکو ته د خپل قهر تتوړه کړه
بله دنیا جوړه کړه ربه د دنیا
دا څڼه دنیا ده په کی کور په کور غمونه دی
وتی یو د بل په تباهی پسی قومونه دی
توپی دی ټینکونه جهازونه دی بمونه دی
عدل انصاف ورک شو هر یو ځای جبر ظلمونه دی
دا ظلم کده بس د ظالم په وینو شوړه کړه
بله دنیا جوړه کړه ربه د دنیا
دا دنیا کړه ورانه پکی مینه محبت نشته
ژوند دی د لباس پکی اخلاص او مروت نشته
جسم د انسان دی د انسان پکی خصلت نشته
ځان ځانی غوغا ده یوه چیغه د وحدت نشته
ډکه د نفرت نه دا موښلې کاسه توړه کړه
بله دنیا جوړه کړه ربه د دنیا
دا څڼه دنیا ده پکی موږ یو غلامان د بل
مرو او ژوندی کېږو په طاقت او په فرمان د بل
قتل لوی واړه لکه چرگان شوو په ډېران د بل
ته راته ښه گورې چی موږ سوځو په نیران د بل
خلاص د دې ذلت د ژونده موږ څلوېښت کروړه کړه
بله دنیا جوړه کړه ربه د دنیا
یا دی د رحمت په اوبو دا دنیا کڼاله کړه
جن او ملایکی اوسېدلو ته لېواله کړه
یا یې د قدرت په جارو غونډه کړه سمباله کړه
خلاصه د ټپوس نه د قمرۍ غریبی جاله کړه
دا د دهریت فضا په خپل فضل نچوړه کړه
بله دنیا جوړه کړه ربه د دنیا
مبارز لیکوال فضل رحیم ساقی د عبدالمالک فدا په باره کی لیکی چی فدا د قوم د مشرانو ډېر مخلص و. د هغه د اشعارو دا خصوصیت و چی د قوم په ژبه د قوم په اصطلاح اود قوم د فهم د سطحی سره برابر ، مگر پاخه او جذاب به یې ویل. د فدا د پاره دا لوی ویاړ او د هغه د اوچتی شاعری دپاه دا لوی ثبوت دی چی د پښتو نستان د ملت لوی مشر خان عبدالغفار خان د ده په باره کی وایی چی د ده سینه د قامولی او ملیت د جذباتو نه ډکه وه. د پښتانه قوم د نڼ ناموس د پاره د ژوند په هر میدان کی هغه د غلیمانو مقابلې کړی دی او په قومی جړو کی مخ کی تللی دی.عبدالمالک فدا د بابړی په یوې جلسې کی یو نظم په داسی انداز واوراوه چی خپله پاچا خان او نورو په زرگونو پښتنو په سرو سترگو ورته ژړل.
کفن په ترخ کی د سیالۍ میدان ته ځمه
مرگیه مه راځه درځمه
سر په تلی کی د الله دربار له ځمه
مرگیه مه راځه درځمه
په چارسده کی کربلا ده
د غدارانو پرې سلا ده
په سر فروشو واویلا ده
زه د خپل قام سره په مرگ سیالی کومه
مرگیه مه راځه درځمه
بیا د وطن په خاوره جڼ دی
ښکلی میدان د نام ونڼ دی
موری ورځمه زړه می تڼ دی
پخپله خاوره خپلی وینی تویومه
مرگیه مه راځه درځمه
سرې جامې راکه زما موری
سر را له غوړ که سترگی توری
نوم د پښتون دی په ما پوری
په پښتنه خاوره خپل سر قربانومه
مرگیه مه راځه درځمه.