Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

تېمورشاه كمال

دارغند د څپو ژبه( دوهم ) :
ځوان او پياوړى شاعر تېمورشاه كمال د لاجور زوى د پښين هغه شاعر دى، چې ډېر ځوانان او مينه وال يې له شعر سره اشنا دي. ځكه يو خو د ده شاعري ډېره زړه راكښونكې ده، بل دا چې د ده لوړ شخصيت او غوره اخلاق هم هر سړى ځان ته وركاږي.
د ښاغلي كمال پلرنى ټاټوبى قلعهْ سيف الله دى، ده له ماشومتوبه د مزاحيه او طنزيه شعرونو په ليكلو سره شعري نړۍ ته مخه كړې، له بي بي سي او پاكستان راډيو_ ټلويزيون څخه يې ګڼ شمېر شعرونه خپاره شوي او په ډېرو مشاعرو كې يې ګډون كړى او كوي يې. په ولس، تماس، سكام، پلوشه، چغه او انعام خپرونو، دغه راز روشن او ګتې هاتهـ (تذكره) او نورو ورځپاڼو كې يې هم شعرونه راغلي او په پښين كې (پياوړي ليكوال) نومې ادبي او فرهنګي ټولنه هم د ده په مشرۍ جوړه شوې، چې د ډېرو تنكيو ځوانانو روزنځى دى.
دغه سيمه خو هسې هم يوه پښتني سيمه ده، چې ډېر وخت د پښتوروزنې د يوه ستر مركز په توګه پاتې شوې او د لويو- لويو حماسو ډګر هم و، اوس ډېر داسې ځوانان په كې راټوكېدلي، چې د ښو استعدادونو استازي يې ګڼلاى شو. ليرې به نه وي، چې اوسني ځوانان هم د اردو ژبې تر اغېزې ځانونه وباسي او د پښتو د كره كولو او زده كړې لپاره ځانونو ته سالمه زمينه برابره كړي. نو له ”پياوړي ليكوال“ ټولنې څخه هم ډېره تمه كېدى شي، چې اكثره غړي يې ځوانان دي او له خپلې مورنۍ ژبې سره ډېره مينه لري. په دې برخه كې د كمال صاحب هڅې او زيار د قدر وړ دي، چې د ژوند پر ستونزمنو شرايطو سربېره يې بيا هم دا ډګر نه دى پرېښى.
د كمال شاعري كه له يوې خوا د رنځېدلو انسانانو خوږو زړونو ته د پټۍ حيثيت لري، له بلې خوا يې له حقيقت سره هم په كې خپله مينه څرګنده كړې، هغه حقيقت چې تريخ دى او د زياتو خلكو برخليك انځوروي. كه څه هم زيات كسان د كوزې پښتونخوا پر اوسمهالو شاعرانو نيوكه كوي، چې خپل تېر تاريخ يې هېر كړى او له خپل هېواد سره مينه نه لري، خو كله چې د كمال په څېر شاعران لولو، نو راته څرګندېږي چې د هېواد مينه اوس هم د ځوانانو په رګونو كې غورځنګونه وهي. د شعر ژبه يې روانه او عام فهمه ده، همداراز يې د وزن او روانۍ پوره خيال ساتلى دى. راشئ د شعري منظرو نندارې ته يې هم تم شو.


ما خوب ليده
خوب مې ليده تا په منګول راټولولې خاورې
زه ومه مړ، تا زما پر قبر اړولې خاورې
چوپه چوپتيا وه، خاموشي په هره خوا خپره وه
پر تا ماتم و او پر سر دې بادولې خاورې
زما لپاره دې دغه اظهار د مينې بس و
چې په ښايسته سپينو لاسو دې سمولې خاورې
سترګې دې ډكې وې له اوښكو هېڅ دې هم شواى كواى
له مجبورۍ او بېوسۍ دې مچولې خاورې
درته كتل مې خو په خوله مې څه ويلاى نه شو
لكه خوړده دې په دسمال كې وتړلې خاورې
دا فيصله وه ازلي چا بدلولاى شوله؟
په خپله خوښه كمال چېرې قبلولې خاورې.

اوښكې
پاكې به څوك كړي د خوارانو اوښكې
د در په درو افغانانو اوښكې
ټوله هستي نېستي يې ختمه شوله
نه كړې پرې توى مسلمانانو اوښكې
چا يې زحمت د وچېدو ونه كړ
ويني هر څوك د يتيمانو اوښكې
چې خپل هېواد مې لوټې- لوټې وليد
وچې شوې سترګو كې يارانو! اوښكې
كماله! هرڅو كه يې ويني بيا هم
نه كړي اثر پر ظالمانو اوښكې.


د وطن وير
د تورو سپين پاچايي راغله ما په زوره باسي
د پردي كلي سپي دي، ما له خپله كوره باسي
د زورورو يو لښكر دى رالېږلى نړۍ
ما په ډېر ظلم ستا له غېږې څخه موره! باسي
راځه چې ځو وځوابي يرغل ته ځان تيار كړو
زه خو يې وايستمه تا هم سبا وروره! باسي
سبا به ووينې په خپلو سترګو خپلې كونډې
نن كه په جبر دوى زما كونډه سرتوره باسي
چې ستا پر پت باندې ځان مړ كړم، ته بې پته نه شې
هېځ پروا نه شته جنازه كه مې بيا خوره! باسي
څه به كوو، اخر و موږ ته هم لږ سوچ په كار دى
ژوندي خو پرېږده، اوس مو مړي هم له ګوره باسي
دا د څوكۍ د هوس وږي، قاتلان د خلكو
څوك له باميان، څوك له مزارې، څوك له غوره باسي
ډېر نفس تنګي شوو، نور توان راپورې نه شته د زغم
كماله! كله به مو خداى له دغه شوره باسي.
 

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005