Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-11  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

د بوريوال کاکړ شعرونه

غزل
چانه تپوس وکړم چې له ما څخه لار ورکه ده
هر سړی بې لارې له هر چا څخه لار ورکه ده

هغه چې محروم له بصيرته ملامت نه دي
دلته خو بدمرغي له بېنا څخه لار ورکه ده

زموږ ناسور زخمونو ته يې عقل لېونئ شو نن
ناست ګوته په غاښ له مسيحا څخه لار ورکه ده

ځکه يې کاروان د نيل څپو ته په حېرت ګوري
هېره يې عصا ده له موسی څخه لار رکه ده
 
ګوره چې د وخت توپان دا څنګه ځای ته يوړلو
زه هم سرګردان او هم له تا څخه لارورکه ده

ماته بوريواله د بېړۍ انجام ښه نه ښکاري
وړي مو پر کوم لور له ناخدا څخه لار ورکه ده


غزل
راشه چې پخلا شو نفرتونه له زړه و با سو
دروند کاڼی پرې کښېږدو تېر وختونه له زړه و باسو

تېر به واړه هېر کړو داسې هېر چې راپه یاد نشي
غاړیوزو یو بل ته ګمانونه له زړه و باسو

تېرې په خندا چې کړو د پاته ژوندون پاته شپې
نن به مو په ګډه ټول غمونه له زړه و باسو

نور لکه خوشحال وکړو په ډاګه د الفت اقرار
وېره د رقیب او تهمتونه له زړه و باسو

جوړه به کډل لکه حمزه کړو په ځنګل کښې موږ
یو د بل په مینه کې کورونه له زړه و باسو

راشه بوریواله چې لمحې د ویصال ولمانځو
نور به د فراق ترخه یادونه له زړه و باسو

 


د سباوون په خاطر

راشه ته ما او زه به تا و بخښم
پر تېر وتنو باندې کاڼي کښېږدو
که مو په ګټه وای وهل د ولګو
چې تابه زما او ما به ستا وهلې
نو نن به ته هم د هستۍ مالک وای
او هم به زما وای پر سر تاج د شاهۍ
خو داسې نه وه
تېروتلي وو موږ
هسې په لمسه د بل
يو د بل مرګ ته راوتلي وو موږ
وينې زموږ تويې شوې
ګټه کم بل چا يوړه
چې له دې وروسته
خپلې پښې په تبر و نه وهو
خوښه دې نه ده
چې ته ما او زه به تا وبخښم
پر تېروتنو باندې کاڼي کښېږدو
.....................................
ها پښتنو دې ليا پخوا ويلي
بېخي پر ځای بېخي روښتيا ويلي .
بس چې څه تېر شو هغه هېر شو ؛
راشه چې ما او تا هم داسې وکړو
پر ځای د دې چې هغه تېره ګړۍ
په ژړا ولمانځو ماتم پرې وکړو
راشه چې پرېکړه وکړو
د خپل راتلونکي په باب
ودان کړو بيا هغه ويجاړ او نړېدلی وطن
هغه مسکن د  احمد،
هغه ټبر د ميرويس
ها د مېړونو ځالۍ
هغه فردوس پر مځکه
هغه له مينې سپېڅلتيا څخه ډک
ها رنګينيو او ښکلا څخه ډک
بيايې ده جګو غرو په ويړ لمنو
د ګلو کر وکړو ګلزارې يې کړو
بيا شمال لره وږمې راولو
بيا يې درو لره رمې راولو
د شپون شپېلۍ ته يې نغمې راولو
وچ چنارونو ته چينې راولو
بيا لکه زاڼې په قطار روانې
ګودر ته پېغلې پښتنې راولو
بيا يې راټول کړو ها ګلمخي ځوانان
چې بيا ملا وتړي په سرو دسملو
بيا هر اختر او هره ورځ د خوښۍ
په اتڼونو په ګډا ولمانځي
بيا هغه تللی مطرب
هام رور او زوېدلی مطرب
بېرته پخلا کړو تر هجرې راولو
چې بيا رباب له دړو و ټکوي
بيا ورته مات کړي زنګون
بيا يې له تاره ځخه شرنګ پورته کړي
بيا مو هو سا کړي څه دا ستړی احساس
بيا مو له زړونو څخه زنګ پورته کړي
............................................
پرون به پرېږدو ده عقبا په خاطر
راشه چې نن او د سبا په خاطر
پر تېروتنو باندې کاڼي کښېږدو
که مو په ګټه وای وهل د ولګو
چې تابه زما او ما به ستا وهلې
نو نن به ته هم د هستۍ مالک وای
او هم به زما وای پر سر تاج د شاهۍ
خو داسې نه وه
تېروتلي وو موږ
هسې په لمسه د بل
يو د بل مرګ ته راوتلي وو موږ
وينې زموږ تويې شوې
ګټه کم بل چا يوړه
چې له دې روسته
خپلې پښې په تبر و نه وهو
خوښه دې نه ده
چې ته ما او زه به تا وبخښم
پر تېروتنو باندې کاڼي کښېږدو.
 

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005