غزل
دومره سوز راکړه چې اور واخلي سندرې
له دردونو نه خو زور واخلي سندرې
چې قحطي شي د شکرو د نباتو
ستا له سرو شونډو نه پور واخلي سندرې
ستا دسترګو د چوپتیا تعبیر مې وکړ
امید شته دی اوس به شور واخلي سندرې
سنګدلان یې تش کالبوت کڼي دتوریو
له پرهر زړه نه انځور واخلي سندرې
څه بې وخته ستا کږې وروځې کړي یادې
په شنه فصل پسې لور واخلي سندرې
سر او تال ستا د خبرو درمل بایلود
خدای خبر دی که بیا سور واخلي سندرې