Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-13  م  خپرندوی : ډاکټر حمید شجاع ځاځی چا پي بڼه

غزل

کټ کټ خاندې ارمان چیرته درنه ورک دی

لیونیه ګریوان چیرته درنه ورک دی

زمزمه نیمه راواخلې بیا یې پریږدې

د سندرو دیوان چیرته درنه ورک دی

نن موسکی لکه ایمان یې در وری شم

راته ګرانه ګومان چیرته درنه ورک دی

دا چې وچ ګلونه ګورې ورته خاندې

د سرو اوښکو باران چیرته درنه ورک دی

پر تا راغلم ،راته ګورې او غږ نه کړې

هغه جار او قربان چیرته درنه ورک دی

دا څیرو ته چې ځیر ګورې او بیا تښتې

ځان دې چیرته ، جانان چیرته درنه ورک دی

په اغزیو کښې د ګل غوندې روانه

لږ راتم شه کاروان چیرته درنه ورک دی

کابل

پیر محمد کاروان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005