داڅنګه ليوني دي مشاْ لونه وړي په لاس كې
په سپينه رڼا ورځ چې څراغونه وړي په لاس كې
دګل دلمبو غېږته په شبكورو سترګو ورشي
داڅاڅكي دشبنم چې خپل سرونه وړي په لاس كې
يوه شيبه يې اوښكوكې دمرګ تصوير ته ګوره
غاټول غوندې دوينوګريوانونه وړي په لاس كې
قربان له داسې ښار شم چې يې هرسړى عاشق دى
منصور دى يامجنون دى ځنځيرونه وړي په لاس كې
داڅوك دى چې ماوژني اوپه ما باندي مين دى
داهغه جادوګر دى چې اورونه وړي په لاس كې
دازما ليونى خيال دى كه دلمر په مخ مين شوم
چې ذهن مې دستوروكاروانونه وړي په لاس كې
۱۳۸۵كال دثور دمياشتې لسمه نيټه