د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
جانان مومن د حاجي محمد اسحق زوى په 1362ل كال د كندهار د څلورمې ناحيې د باميزو كوڅه كې زېږېدلى دى. ده په يوه نېستمنه كورنۍ كې سترګې وغړولې، تر يوه بريده يې ديني زده كړې په بېلابېلو جوماتونو كې وكړې. په 1383ل كال د كندهار له ظاهرشاهي (البېروني) لېسې څخه فارغ شو.
له شاعرۍ سره يې له دوو كلونو راهيسې اړيكي ټينګ كړل، چې دى يې لوى لامل خپل ذوق او شوق ګڼي.
كه څه هم په دې برخه كې كوم لارښود او استاد نه لري، خو بيا هم له خپلو همزولو او ملګرو څخه ډېره مرسته غواړي، چې په همدې ترڅ كې يې د زياتو شاعرانو شعري ټولګې ولوستې، چې ورپسې ده هم خپل شعرونه د يوې ټولګې تر كچې ورسول. دغه راز يې د نثر په برخه كې هم څه ناڅه كار كړى، چې پايله يې د لنډو كيسو يوه ټولګه ده او لا خپره شوې نه ده. بيا يې هم ځينې ليكنې په ښكلا، لمبه او ځينو نورو خپرونو كې خپرې شوې دي.
شعرونه يې خورې ورې مرغلرې دي، چې لړ كول، ښكلا وربخښل او سره پېيل يې وخت ته اړتيا لري. شاعري يې لا د ودې لومړني پړاوونه وهي، خو وزن، رواني او اهنګ يې ښه دى. كېدى شي په نژدې راتلونكي كې وكړاى شي خپل هنري يون ګړندى كړي او ډېرې هنري لاسته راوړنې ولري.
لمره!
لمره لېمه دې رپېدو ته چمتو
وجود دې بيا و راختو ته چمتو
ستا راختو ته شپو يووالى كړى
نامردان ستا له منځه تلو ته چمتو
ستا شا و خوا ته لوى اغزن لوى غرونه
اسمان لا هم و خښېمدو ته چمتو
يو لا هم نه غواړي چې وځلېږي
خو ته بېشكه ځلېدو ته چمتو
كه كهكشان دې مخ ته ودرېږي
ته يې ولاړ، مقابلو ته چمتو
او زه مومن خو دغه ډاډ دركوم
حريفان واړه ختمېدو ته چمتو.