غزل
لمر به له ګرېوان نيسم ، د پښو ړکۍ به غر کړمه
ګورې به چې څنګه لاس په لوړو باندې بر کړمه
هله دې زه ومرم چې ټيکرۍ مې د خوږ ې پښتو
بس چې دې سرتورو زمانو ته ور په سر کړمه
وخته ! د هنر په تماشو کې به مې وستايي
يار به ګوړه ، ګوړه کړم – او ځان به مرور کړمه
هله به يې زور د مينې زړه ته لاره ومومي
زېړ زېړ اننګي چې يې په شونډو بختور کړمه
وا جلانه ! ډېرې جينکۍ به ليونۍ کړمه
زه چې شړۍ واغوندم ، اتڼ ته مټې ورکړمه
غزل
څومره مغرور وم ، څومره ښه خوی د ملنګ مې وکړ
زه چې د زړه له بامه ولوېدمه شرنګ مې وکړ
ياد دې چې نيمه شپه کې ور د زړه را وټکوه
بس خوب مې پرېښود و ښه وژړېدم ننګ مې وکړ
جانانه اوس مې له نيمژواندې ځوانۍ لرې ګرځه
لکه د لومې تار د درد سېلۍ ته ترنګ مې وکړ
د يوې نوې ښکلا ژبه يې په ګوتو راکړه
د طبيعت لونګين غره سره چې جنګ مې وکړ
جلانه مړ شې اخر دومره بې غوري څنګه وي
پاڼه د ګل وم اخر اوسپنه شوم زنګ مې وکړ