Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-16  م  خپرندوی : ډاکټر حمید شجاع ځاځی چا پي بڼه

کابلی ( لنډه کیسه)

لیکوال : رابندرنات ټاګور

ژباړه : ډاکټر حمید شجاع ځاځی
زما لور موني د پنځو کالو په عمر کې هم دومره ډیرې خبرې کولې چې ګرانه وه د یوې شیبې لپاره هم غلې شي . مور یې د هغې له دې عادت نه په تنګ وه ، خو ماته د هغې ساده او معصومو خبرو خوند راکولو . زه پوه شوی وم چې چپ پاتې کیدل د هغې فطرت سره سمون نه خوري . زما او موني خبرې د هغو خلکو لپاره ډیرې په زړه پورې وې چا چې د ماشومانو له جذباتو سره مینه درلوده .

یوه ورځ چې زه د خپل ناول په بشپړولو کې بوخت وم ، موني زما کوټې ته راغله او خپل لاس یې زما پر لاس کیښود او ویې ویل .
ــ ابا ! دا راته ووایه چې رام دیال ورما ته ګودګودا ولې وایي ؟
ما یې ځواب ورکولو چې بله پوښتنه یې وکړه .
ــ او ابا ! بهولا وايي چې په وریځو کې یو فیل ناست دی . کله چې هغه له خپل خرطوم نه اوبه راپریږدي نو باران کیږي .
لا مې ځواب ته خوله جوړوله چې دریمه پوښتنه یې وکړه .
ــ رښتیا ابا ! دا خو راته ووایه چې زما مور ستا څه کیږي ؟
زما کوټه د سړک ترغاړې وه . یوه ورځ موني زما تر څنګ ناسته وه او باجه یې ورو ورو غږوله . هغه مهال زه د خپل ناول په هغه برخه بوخت وم کوم کې چې د کیسې اتل د جینۍ د تختولو تابیا کوي . موني د دروازې خواته منډه کړه او نارې یې پیل کړې

ــ کابلي والا ، کابلي والا .

څه ګورم چې رښتیا هم یو کابلی ، خیرن کالي پر ځان ، پر اوږو باندې یوه پنډه ،اوپه لاس کې د انګورو یوه پیټۍ ، پر سړک روان دی . موني چې د کابلي دغه جګه ونه او بدن ولید نو وډارشوه . په دې کې کابلي موني ته پام شو او په مینه یې هغې ته وکتل . موني چې کله وکتل چې کابلی د هغې پر لور را روان دی نو منډه یې کړه او د خپلې مور تر څنګ پټه شوه .

مور یې نو څه ډیره ساده وه . هغې ګومان کاوه چې د کابلي په پنډه کې به د موني غوندې ښایسته واړه ماشومان بند وي . کابلی د ننه راغلو ، ماته یې سلام وکړ او کښیناست . ما له هغه نه یو څه سامان واخیست . بیا مو سره د امیر عبدالرحمن خان ، روسانو ، انګریزانو او د سرحدي خلکو په هکله خبرې پیل کړې . کله چې هغه د تلو لپاره پاڅید نو پوښتنه یې وکړه چې هغه وړه ماشومه څه شوه ؟

ما غوښتل چې د موني ډار لرې کړم . نو غږ مې ورته وکړ. هغه راغله او زما د چوکۍ تر څنګ ودریده او کابلي ته یې ځیر ځير کتل . کابلي د جینۍپه سترګو کې دهغې د زړه درزا محسوسه کړه . موني ته یې یو څه ممیږ او غوزان ورکړل او لاړو .

یوه ورځ مې سهار مهال چیرته د تلو تابیا کوله . څه ګورم چې موني په دروازه کې له کابلي سره ناسته ده او په ډاډه زړه ورسره خبرې او مشغولا کوي . د ساړۍ یوه پیڅکه یې له ممیزو او بادامو ډکه وه . ما کابلي ته وویل چې دا هر څه دې جینۍ ته هسې ورکړي او بیا داسې مه کوه . بیا مې هغه ته یوه غیران ورکړ . هغه غیران له مانه واخیست او موني ته یې ورکړ . موني چې کله غیران مور ته وښود نو هغه ورته غوسه شوه او غوښتل یې چې ویې وهي . خو ما ترینه وژغورله .

ورو رور کابلی او موني سره بلدیدل . کابلي د بادامو او غوزانو په بیه د موني ډار واخیست . ډیره شیبه به یې یو ځای سره لوبې کولې . موني به چې د کابلي څیره ولیده نو له واره به په خندا شوه . بیا به یې په ډیره معصومه خندا ترینه پوښتنه وکړه .
ــ کابلیه . ستا په دې پنډه کې څه دي ؟
کابلي به ورته په خپله ځانګړې لحجه کې ځواب ورکړ .
ــ بچو . ته نه یې خبره . په دې پنډه کې مې یو فیل بند کړی دی .
د یو پاخه عمر سړي سره د یوې ساده وړې ماشومې دا خبرې او معصومې پوښتنې ډیرې په زړه پورې وې .

یو ځل کابلي ترینه پوښتنه وکړه .
ــ موني . ته به خپلې سخرګنۍ ته کله ځې ؟
موني غریبه د کابلي په پوښتنه پوهه نشوه . په دې فکر کې شوه چې دا سخرګنۍ یې لا څه ته وایي . نو ځکه یې له کابلي نه همدا پوښتنه وکړه چې ته به کله خپلې سخرګنۍ ته ځې ؟

کابلي په هوا کې سوک وواهه او ویې ویل .
ــ زه به خپل سخر ووژنم .
په دې موني دومره وخندل چې ګیډه یې ټینګه ونیوله . کابلي هم له هغې سره یو ځای خندل .
------ ۲ -------

په باغونو خزان لګیدلې و . سحر مهال و . زه که څه هم لا د کلکتې په یوه کونج کې اوسیدم . خو خیال مې د ټولې نړۍ پر سر الوت کاوه . د نورو هیوادونو د نوم اوریدو سره به مې هیلې را ژوندی شوې . د سړک پر غاړه روان د هاغه نا آشنا سړي د وطن غرونه ،درې ،په ځنګلونو کې اوسیدونکي کلیوال او د هغوی وړې وړې جونګړې به مې سترګو ته نیغې ودریدلې . زه به په همدې خوندور خیال کې ورک وم . کابلی مې راپه زړه شو . داسې تصور مې کاوه چې ګوندې د بار اوښانو اوږده قطارونه او د سوداګرو جګې جګې پګړۍ په خپلو سترګو و ینم . خو دا خیالي تصویر به مې هغه وخت پیکه شو کله به چې د موني مور راته وویل چې په دې سړي به ډیر پام کوې .

د موني مور زړه کمزوری و . که د سړک پر غاړه به یې لږ شور هم تر غوږ شو نوګومان به یې کاوه چې غله راغلل او یا هم شرابیان سره په جنګ دي . تل به یې په سر کې ډاروونکي خیالونه وو او کابلی خو هیڅ پرې ښه نه لګید . کله کله خوبه ماته د هغې په دې شکونو خندا راغله . خو زما خندا لیدو سره به هغه غوسه شوه او همدا به یې ویل .
ــ ته نه یې خبر چې کابلیان ماشومان پټوي ؟ او دا هم نه ده درته معلومه چې په کابل کې اوس هم غلامان پالل کیږي ؟ زه خو وایم چې دا دنګ پلن سړی به په دې تلو راتلو کې یوه ورځ زما لور هم رانه وتختوي .
ما به ورته ویل چې زه دا درسره منم چې کابلیان دا شان پساطونه کوي . خو بیا هم له دې سړي نه د ویرې هیڅ ضرورت نشته .

خو زما په دې خبرو به د هغې زړه اوبه نه څکلې . ماهم د کابلي تلو راتلو ته دومره پام نه و .خو پوهیدم چې تل راځي . هغه به د کال سر کې کابل ته تلو ، او څه موده پس به بیرته راتلو تر څو له پوروړو نه پیسې راغونډې کړي .

------- ۳ -------
د سحر اته بجې وې . هوا لا سړه وه . خلک خپلو خپلو کارونو ته روان وو . د لمر وړانګې په لړزا لړزا زما کوټې ته راننوتلې . ما خپلې پاڼې سمولې .د باندې پر سړک شوراو غوغا پیل شوه. چې سر مې ور څرګند کړ څه ګورم چې پولیسو کابلی نیولی او له ځانه سره یې روان کړی دی . زه د باندې را ووتم او له خلکو مې پوښتنه وکړه چې څه معامله ده . خبر شوم چې د کابلي له یو چا سره روپۍ پاتې وې . نن یې چې ورنه خپلې روپۍ اوغوښتلې نو سړی منکر شو . په خپلو کې سره لاس او ګریوان شول او کابلي د هغه سړي په خیټه چاړه ور ومنډله .

هغه مهال د کابلي څیره له غوسې نه تکه سره وه او پولیس ته یې هم سپکې سپورې ویلې . هماغه شیبه موني په منډه راغله د کابلي والا ،کابلي والا چیغې یې پیل کړې . رحمان ( د کابلي اصل نوم رحمان و ) چې کله د موني غږ واورید نو په څیره یې خوښي څرګنده شوه . له کابلي سره خپله پنډه نه وه چې موني ورنه د بند فیل پوښتنه کړې وای . خو کابلي ته ورلنډه شوه او پوښتنه یې ترینه وکړه .
ــ کابلي ماما . ته خپلې سخرګنۍ ته روان یې ؟
کابلي په خندا ځواب ورکړ .
ــ هو خوږې جینۍ . هماغلته روان یم . خو افسوس چې دا لاسونه مې تړلي دي . ګني نو دې بدمعاشو سخر خیلوسره خو به مې کتلي وو . خو مجبوره یم .
پولیس کابلی محکمې ته وړاندې کړ . هغه په وژونګي برید تورن شو او د څو کالو قید سزا ورکړل شوه .
------- ۴ -------
وختونه تیریدل . موسمونه بدلیدل . شپې ورځې یو په بل پسې تیریدلې . اوس کابلی د هیچا هم په زړه نه و . هر چا له یاده ویستلی و. زه اوس هم د سړک تر غاړې خپلې هماغې کوټې کې په خپلو کارونو بوخت وم . کله مې هم د قیدي کابلي په هکله فکر نه و کړی . هغه غریب د زندان په تنګه او تیاره کوټه کې د غربت شپې ورځې تیرولې . ما خو لا څه کوې چې موني ته هم کله خپل زوړ مخلص ملګری ورپه زړه نشو . هغه اوس پیغله شوې وه او ډير وخت به له خپلو همځولو سره وه .

وخت بیا هم مخ پر وړاندې روان و . د موني د واده ورځ را لنډه شوه . د واده لپاره پوره تابیا نیول شوې وه . هغه له غمه ډکه ورځ ورو په ورو رانږدې کیدله کله چې د مور او پلار د زړه سکون تل لپاره له هغوی څخه بیلیږي .

سهار مهال د لمر وړانګې د کلکتې پر دنګو ماڼیو پریوتلې . د شپې باران وریدلی و او سړه هوا چلیدله . نن د موني د واده ورځ وه . له سهاره باجې او سورڼي غږول کیدل او د هغوې له غږ سره زما زړه بې قراره کیدلو .د بیلتون دا غمجنې شیبې د بیروي له درده ډک غږ سره نوره هم غمجنې شوې وې . شیبه په شیبه میلمانه ډیریدل . د هغوې لپاره دنګې پراخې خیمې لګول شوې وې .ځینې خلک د کوټو او د دهلیزونو په سینګارولو بوخت وو. خو زه اوس هم خپله کوټه کې د خپل ناول د پلاټ په سمونه کې بوخت وم . په همدې کې یو سړی زما کوټې ته راننوتلو او سلام کولو نه وروسته غلی ودریدلو . اول خو مې هغه ونه پیژندلو . خو چې څنګه موسکی شو نو پوه شوم چې کابلی رحمان دی . بالکل بدل شوی و . اوس ورسره نه هغه پنډه وه ، نه یې هغه اوږدې څڼې وې او نه هم هغه پخوانی زور او زړورتیا ورپاتې وه .

ما ترینه پوښتنه وکړه .
ـــ رحمانه . ته کله راغلې ؟
هغه په ځنډ سره ځواب راکړ .
ـــ بس پرون مې خپل قید پوره کړ او راخوشې شوم .
زما زړه په درزا شو . له دې مخکې مې په ژوند کې کله هم له داسې سړې سره خبرې نه وې کړې چې پر چا یې وژونکی برید کړی وي .خدای (ج) شته په زړه کې د هغ په راتلو پښیمانه وم . آخر مې ورته وویل .
ـــ زه نن لږ د واده په کارونو کې بوخت یم . ښه به دا وي که ته کوم بل وخت راشې .
زما د خبرې اوریدو سره سم هغه روان شو . خو وره ته رسیدو سره یې مخ راواړولو او پوښتنه یې وکړه .
ـــ کولی شم خپله هغه وړه ماشومه وګورم ؟
آه .....هغه ګومان کاوه چې موني به اوس هم هماغه وړه ماشومه وي او د ده په لیدو به کابلي والا ، کابلي والا چیغې پیل کړي .

هغه ګومان کاوه چې نن به هم موني له ده سره یوه شیبه لوبې وکړي

نن یې هم په یوه کاغذ کې د موني لپاره یو څه انګور او ممیز راتاو کړي وو .

ما بیا هم ورته وویل چې زه اوس مصروف یم . ښه به دا وي که کوم بل وخت راشې .

له دې خبرې سره د هغه زړه مات شو . ماته یې له حسرته ډکو سترګو سره راوکتل . سلام یې وکړ او روان شو.

خو نه پوهیږم ولې . د هغه له وتلو سره سم مې زړه وډار شو . بې واکه له خپلې چوکۍ راپورته شوم تر څو هغه راستون کړم . خو لا روان شوی نه وم چې هغه خپله بیرته راستون شو .یو څه شیان یې ماته راکړل او ویې ویل .
ــ دا یو څو تحفې مې خپلې ماشومې لپاره راوړې وې . دا به هغې ته ورکړې . خدای (ج) دې درسره ښه وکړي .
ما هغه سوغات ورنه واخیست .غوښتل مې یو څه بیه یې ورکړم . خو کابلي زما لاس ونیوه او په عاجزۍ سره یې وویل .

ـــ ما مساپر لپاره بس همدا هم ډیره ده چې کله کله مې یاد کړی . زه خو د مینې غلام یم . روپۍ مې نه دي پکار .

ما لا د هغ سترګو ته کتل . بیا یې وویل .
ـــ ستاسو د موني په شان زما هم یوه وړه لانځکه شته . په کابل کې زما کور کې ده . کله مې چې هغه په زړه شي نو بس د هماغې مینې له جوشه بې واکه دې خواته راځم او موني لپاره دا څه څیزونه راوړم . خدای (ج) مکړه په دې کې مې د ګټې مطلب نشته .
له دې وینا سره یې جیب ته لاس کړ .یو موسیدلی کاغذ یې له جیبه راوویست . پر دې کاغذ یې تور رنګ سره د هاغې ماشومې لور د لاس نښان و چې له ده څخه ډیره لرې په کابل کې اوسیدله . د خپلې ماشومې لور دا یوازینۍ نخښه ورته له ځانه هم ګرانه وه .

دې منظر لیدو سره زما سترګې له اوښکو ډکې شوې . له مانه دا هیر شول چې هغه یو غریب مساپر کابلی دی او زه .......خو زه په مرتبه کې له هغه نه اوچت وم ؟؟ ..نه . هیڅ کله نه . هغه هم د یو چا خوږ پلار و . د هاغې معصومې ماشومې چې ډیره لرې د افغانستان په دنګو واورینو غرونو کې آزاد ژوند کوي . له واره مې خپله موني راپه زړه شوه . که څه هم ښځو راسره نه منله . خو هغه مې د ناوې له کوټې نه باندې راوستله .

موني د واده په سره وريښمینه جوړه کې راغله . پر ټنډه یې روپۍ راځوړنده وه .له شرمه یې ټول بدل خولې خولې و . کابلي یوې شیبې لپاره هغې ته په ځیر ځير وکتل .بیا لکه چې څه ورپه زړه شول . له واره یې موني نه پوښتنه وکړه .
ـــ ته خپلې سخرګنۍ ته روانه یې ؟
موني دکابلي په خبره پوهه شوه او هغه یې وپیژندو . خو په ځای د دې چې ځواب ورکړي ، له شرمه یې ځان نور هم راټول کړ . سترګې یې ښکته وې او پر خپل ځای ولاړه وه .

لږه شیبه پس چې موني بیرته لاړه نو رحمان په ژړا شو . بیا یې یو سوړ اسویلی وکیښ او پر خپل ځای کښیناستو . لکه چې خپله لور ورپه زړه شوه چې هغه به هم اوس پیغله شوې وي .

د موني واده پیل شو. د ژمي لمر خپلې وړانګې پر نړۍ ورولې . د رحمان تخیل د افغانستان لویو میدانونو او لوړو غرونو کې ګرځیدو . ما هغه ته يو څه پیسې ورکړې او سوال مې ورته وکړ چې د خدای ( ج) لپاره خپل وطن ته لاړ شه او خپله لور وګوره . کیدای شي ستاسو دواړو بیرته یوځای کیدل زما د لور لپاره هم بختور شي .

ډیرې پیسې مې له لاسه وتلې وې . د ډول او سینګار ډیر سامان چې ماته ضرور نه ښکاریدو ،هغه مې کم کړ . که څه هم ښځې رانه خپه شوې ، خو ما عسکري باجه خانه هم بیرته ستنه کړله .

هغه شیبه زما سترګو یو لیرې وطن کې د نړۍ تر ټولو خوشحاله منظر لیدلو . یوې لور د خپل مساپر پلار په غیږه کې سر ایښی ولاړه ده او له سترګو یې د خوشحالۍ اوښکې بهیږي

ډاکټر حمید شجاع ځاځی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005