له ښاره خلک شړي جنګ په نــوم دســـولې راوړي
دځان دژوند لپاره مــرګ زمــوږ تر غــــولي راوړي
دتورو مخته چـــې ورځـــــو نو سر پــــــه کار وي زما
چې راستنېږو افــــــــرين زمــا هــــــــمزولي راوړي
شنکى اسمان شينـدي ګلپاڼــــــــې پر بډاى دکلي
يرغل دکاڼو زمـــــــــــا بې وســـــه پروچولي راوړي
موږ داسې شپې يرغمل کــــــــړي يو رڼا به نه شي
که مو څوک کـــورته له دنيا نه ډيوې ټولې راوړي