غافل لمسي
نن چئ زاهد ته مينه نه ښکاري
واعظه تاته پکی څه ښکاري
دپښتانه مينه پولۍ دپولاد
چيچل يي ځکه اسان نه ښکاري
بابا خيبر ته ورتر غاړ يوته
پښتانه يوځائ ښه درانه ښکاري
سترګئ يي سرې لکه بازان د پامير
کا ږه باڼه يي پښتا نه ښکاري
دحسن بڼ يي غمازانو چور کړو
دستر افغان بچي ويده ښکاري
دلوئ خوشال ارواح خپه غوندئ ده
غافل لمسي يي لکه مړه ښکاري
زمونږ په چم ځکه سپرلئ نه راځي
چی اتفاق يووالئ نه ښکاري
دعلم فن ډيوئ پخپله وژنو
چی خدمتګار چاودلئ زړه ښکاري
کلاکرويک ناروې