ژوند چي سور لكه تنور شي
زړونه خوړين شي او ناسور شي
هيلې سر وخوري په زٌړو كې
هر سړى لكه تربور شي
حق زما كړي تر پښو لاندې
وايي وركه دي دا لور شي
تل په برخه مي ژړا شي
وايه خوب به څنګه راشي
چي موركۍ راته ميره شي
په تلپاتي غم مي سر كړي
چي خپل پلار راته لېوه شي
د بلا خولې ته مي وركړي
چي د ورور راته ډك زړه شي
او له كوره مي بهر كړي
چي د هر چا راته شا شي
وايه خوب به څنګه راشي
چي مي كركه شي څنګلورې
او د مينې كور مي ړنګ شي
د زړسوي خلك مي نه وي
راسره هر څوك په جنـګ شي
پت درنښت مي ورك شي دواړه
ټول جهان راباندې تنګ شي
خپل پردي راته بلا شي
وايه خوب به څنګه راشي
چي د ژوند پر هره لاره
ګوښې زه پر اغزو پښې ږدم
پر سر واخلم د غم پېټي
د خوښيو غونچه كښېږدم
له ارامه كوم كډه
ستومانيو ته ور لېږدم
ناكراره مي اروا شي
وايه خوب به څنګه راشي
چي پردى زما اشنا كړي
خپل جانان له ما پردى كړي
په تېره چاړه د ظلم
زموږ يو وجود نيمى كړي
د دينارو په بدل كې
را پخلا موږ ته مرګى كړي
ورانه زٌما د زړه دونيا شي
وايه خوب به څنګه راشي
چي ژوندون د زهرو غوړپ شي
او تر ستوني نه تېرېږي
چي ميره هره ګړۍ شي
هيڅ يې نه په در لورېږي
چي په سپينه ورځ تورتم شي
او انسان پكې ډارېږي
چي ژوند ټول سزا- سزا شي
وايه خوب به څنګه راشي
8 مه د غوايي 1385ل (27 اپرېل 2006م) كال