كه څه هم ډېرپوروړى ؤخونن يې خوشحالي يوپه دوه سوې وه داځكه چي مياشت لانه وه پوره خوده ته يې دمياشتي تنخوايوڅوروځي مخكي ځكه وركړه چي له يوې خوادده اقتصادي وضعه كمزورې وه اوبل دكوچني اخترمباركي روځي مخ په رانيژدې كېدووې .
هغه پوره درې كاله پدې شخصي مدرسه كي دښوونكي په صفت ښه په اخلاص دغه سپېڅلې دنده اجرا كوله ،زما په ياددى چي په اختركي به يې لا هغه پخواني كالي ،چي تش به مينځل سوي ؤاغوستي ،خپل تور زاړه بوټونه به يې په توررنګ رنګ كړي اوخپل زوړبايسكل به يې ترښكرونيولي اوروان به ؤ.
خونن چي كله يې خپله مياشتنۍ تنخوااخستل نودډيري خوشحالۍ څخه يې پام نه ؤ دبل ښوونكي پرځاى لاسليك وكړاوكورته په بيړه ،بيړه دخپل زاړه بايسكل په ملتيا روان سو.
پرلاري به يې كله له ځان سره وخندل اوكله به يې بيايوه غزل دځان سره زمزمه كړه اوپه فكرونوكي به داسي ډوب سوچي نيژدې ؤپرلاري څوځايه يې ټكركړى واى .
كورته ديوعالم خوښيو اوفكرونوسره راورسېد دسراى دروازه خلاصه وه ،كوچنۍ لوريې دكورمخته په بازۍكولې كله چي يې پلاروليدپه خوشحالۍ سره يې مخته ورته راوځغستل اوكوچنۍ ژبه يې ورته وويل : (( با باماته دي چاكلېټ راوړل ؟ ))
پلار يې له خنداڅخه په ډكه خوله ورته وويل : (( چاكليټ نه،چاكليټان ، نن به دونده شيان درته رانيسم چي ته به وايه بس ده .
لوريې په يوه لاس ترلاس ونيول اوپه دابل لاس يې خپل زوړ بايسكل تر ښكروونيواودسراى په دروازه دراننوتلوسره سم يې خپلي ښځي ته نارې كړې : ښځي ! ښځي ! ،كله چي يې ښځي دده ږغ وانه رويدى نوله ځانه سره يې په حيرانتيا وويل : (( خداى خبرچي چيري غيبه سوه ! ؟ ))
ښځي يې چي په پخلنځي كي ډوډۍ پخولوته ناسته وه اودودډېره په عذاب كړې وه په تونده لهجه دده په ځواب كي وويل : (( بياڅه كيسه ده چي داسي نارې دي جوړي كړي دي ؟ ))
معلم اكبرچي نن ډېرخوشحال ؤ دښځي په تونده لهجه يې سرونه ګرځاوه ورغلى په هغه دودكي ورسره كښېناست اوپه يوداسي ډول چي دغروراوخوښۍڅرك پكښي له ورايه ليدل كي دى خپلي ښځي ته يې وويل : (( ښځي! نن خويې تنخوا يوڅوروځي مخكي راكړه اوها ! دوه سوه يې داخترپه مباركۍ كي اضافه راكړې ))
دميرمني يې چي سترګي ددوددلاسه له اوښكوډكي وې اوشونډانويې هم وچ پتري نيولي وودپيسودخبروپه اروېدويې تندى وغوړېدى، په لستوڼي يې پرمخ رابهېدلي اوښكي اوخولې پاكي كړې ،په يوډول هيله مندۍ يې خپل خاونداكبرته مخ ورواړاوه اوپوه يې كړه چي داځل به نوخامخاوداراروان اخترته يوه جوړه نوي چپلكي رارانيسې ځكه چي داډېروخت لڅي پښې ګرځم .
معلم اكبرله خنداشين سواوپه داسي حال كي چي له يوې ډوډۍ څخه يې ګوله پرې كوله خپلي ښځي ته وويل : اې كمعقلي ! داواربه دې اخترته تااولور دواړوته ښه، ښه شيان رانيسم هيڅ غم مه كوه .
ددې سره سم جيب ته لاس كوي پرتندي يې خولې راماتيږي اوپه وارخطايي سره ښځي ته مخ وراړوي اوبې اختياره وايي : اوهو ! هغه پيسې راڅخه لوېدلي دي !!!
ژرله كوره په وارخطايي سره راوځي پرهمهغه لارچي راغلى وي بيرته په پښوترمدرسې پوري راځي پرټوله لارباندي يوې اوبلي خواته ګوري اواَن چي پرلارباندي له ځينولارويانوڅخه پوښتنه هم كوي مګرڅوك په خبردي اوكه په خبرهم وي نودچابه زړه پروسوځي ؟؟
نوهمدغسي داكوچنى اخترهم دهغه تيرواخترونوپه ډول له ډېروهيلواوارمانوسره پرتيرسي .
۲۰۰۱\۳\۲۶