Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-19  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

د محمدابراهيم سپېڅلى شعرونه

غزل

ستا په سترګوكي مي كورواى لكه اوښكه
پربارخودي رانسكورواى لكه اوښكه
په غـــــــــــمونـــــواوخوښۍ كي درسره واى !
كه هرڅوپرماپيغورواى لكه اوښــــكه
ستـــــــــاكلك زړه مي نرم كړى لكه موم واى !
راسره چي دومره زورواى لكه اوښـــــــــكه
كه هرڅومي عمرلنډواى ستالېموكي
خوچي ستادزړه ټكورواى لكه اوښـــــــكه
اوس به ولي زاره چاودى واى (( سپېڅلى ))
كه يې ته داسي غمخورواى لكه اوښــــــكه

                                                                     
غزل
زړه مي له بدوڅخه بدوړي لدې ښاره وزم
ليونى كيږمه ملګروله اختياره وزم
نجلۍ دخداى لپاره مه ږده په اوربل ګلونه
داتوراوربل به دي مامړكړي له روزګاره وزم
چي دكلودانتظارروژه مي ماته كړله
اوس يم خوشحاله چي دغم له انتظاره وزم
كه ته چاپيركړي دسكروټوديوالونه پرما
زه هم پښتون يمه اخربه له انګاره وزم
تاسومي څله دخپل كوره څه په زوره شړى
زه خوبېوسه يم پخپله په كراره وزم
تل كړه سپېڅلى محبت له ما(( سپېڅلي )) سره !
كنې زه مرمه د ژونديوله كتاره وزم

خليل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005