څلوريځه
عقل فهم شي عاجزه چي ځان وينم
په يوه زره د ځان کي جهان وينم
چي خلق له عدمه بيا فنا شي
د دي دهر، هر يو شي سرګردان وينم
ګيله
نه کړم له سود او نه له زيانه ګيله
نه محبت کي له هجرانه ګيله
نه د مجنون د همصفانو په څير
په چغو، چغو له جا نا نه ګيله
نه کړمه نه کړمه هيڅ کله نه کړم
له ببر سر څيري ګر يو ا نه ګيله
ورسره سم په لاره تللي نه شو
نه کړم ساروان نه له کاروانه ګيله
چي سره يو نشو الهامه ولي؟
کړم پدي لړ کي له افغانه ګيله