Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-23  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

استاد عبدالقدوس نجيب

 استاد عبدالقدوس نجيب دعبدالغفور خان زوى ، د حاجي محمد اياز خان لمسى او دعلامه رشاد بابا (رح)كشر ورورو چى په ١٣٠٢ لمريز كال د كندهار د بابړو په كوڅه كى زوكړى و او رسمي زدكړي يې تر لسم ټولګي پوري چي هغه وخت دلته لوړي زدكړي وې كړي او نوري زده كړي يې په خصوصي توګه تر سره كړي وې .
 له فارغېدو وروسته دښوونكي په توګه يې دنده تر سره كړه . له ١٣١٨ لمريز كال څخه بياتر ۱۳۳۰ لمريز كال پوري په رسمي كار بوخت و ، له رسمي دندي پر ېښودو وروسته خصوصي ښوونكى سو چى دكندهار ښار ډېرو ځوانانو له ده څخه زده كړي كړي او دكندهار ښار ډېر د سواد او قلم خاوندان په مستقيمه او يا په غير مستقيمه توګه دده شاګردان دي . ده دغه دنده تر هغه وخته سرته رسول چي هېواد پرېښودو ته په ١٩٩٥م كال اړسو .
 د ښوونكي د دندي تر څنګ او ان په پر ديسۍ كي يې پخه ليكوالي او ښه شاعري كول .
 دپښتو ژبي پوخ ليكوال او ښه شاعر و ، په دري ژبه يې هم ښه ليكنه كول او شعرونه ويل ، له اُردو ، هندي ، عربي او انګريزي ژبو څخه يې ښه استفاده كولاى سواى او كله كله به يې يو او نيم ليكني هم په كولې .
 ژبه او قلم يې دټولنيزو بې عدالتيو په وړاندي ډېر تېره او په دې اړه يې هيڅ ډول زغم نه درلود ، علمي بانډار يې خوښ و اوله دوكې څخه يى كركه كول ، ملي اسلامي دريځ يې درلود او په دې اړه يې هيڅ ډول معامله نه منل .
 
 اثار يې په لاندي ډول دي :
 ١. لارنس يا دافغانستان پيركرم شاه : دا كتاب له اردو څخه په ١٠٣ مخو كى په پښتو ژبه ژباړل سوى او د ١٣٤٠ لمريز كال مطبوعاتي جايزې ته كانديد و چى پروسږ كال له چاپه راووت .
 ٢. واقعات رويداد بغاوت بچه سقاءو : له اُردو څخه دري ژباړه چى د ٣٠ مخونو په شاوخوا كى په ١٣٧٦لمريز كال له چاپه راووت.
 ٣. جغرافيه پښتونستان جنوبي: داكتاب په ١٠٤ مخو كى په دري ژبه ليكل سوى دى .
 ٤. نواب اميرخان سالارزى : دټونګ درياست بنسټ ايښودونكى و په اردو ژبه اكبرشاه يوسفزي ليكلى او اروښاد استادنجيب له اردو څخه په (٩٠) مخو كى په پښتو ژبه ژباړلى او دوخت په پښتو ټولنه كى ضبط و.
 ٥. متن بيانيه خان عبدالغفار خان در دادګاه لاهور : دا رساله له اردو څخه په دري ژبه ژباړل سوې ده.
 ٦. زيب النساء بيګم : دا كتاب له اردو څخه په پښتو ژباړل سوى او د ١٣٢٥ لمريز كال دطلوع افغان په ورځپاڼه كى په پرله پسې توګه خپور سوى دى .
 ٧. دكوه نور الماس : داكتاب له اردو څخه په پښتو ژباړل سوى او د ١٣٣٠ لمريز كال دطلوع افغان په ورځپاڼه كي پرله پسې خپور سوى دى .
 ٨. خوني غل : داكيسه له اردو څخه په پښتو ژباړل سوې او د ١٣٤٣ لمريز كال دطلوع افغان په ورځپاڼه كي پرله پسې خپره سوې ده . ٣٣٢
 ٩. دكندهار پخواني فضلاء: دا تاءليف دى چى د ١٣٣٢ لمريز كال دطلوع افغان د ورځپاڼى په (٨٠) ګڼو كي په پرله پسې توګه خپور سوى دى.
 ١٠: د ژان ژاك روسو دوې مقالې: داكتاب له اردو څخه په پښتو ژبه ژباړل سوى او په ١٣٣٥ لمريز كال او بيا په ١٣٤٠ لمريز كال كي دطلوع افغان په ورځپاڼه كي پرله پسې خپور سوى دى .
 ١١. الدخان : يوه كوچنۍ رساله ده چى له عربي ژبي څخه په پښتو ژبه ژباړل سوې ده او په طلوع افغان ورځپاڼه كي په ١٣٣٥ لمريز كال كى خپره سوې ده .
 ١٢. الهاويه : دمصطفى لطفى منقلوطي يوه افسانه ده چي له عربي ژبي څخه په پښتو ژبه ژباړل سوې او په طلوع افغان ورځپاڼه كى پرله پسې خپره سوې ده .
 ١٣. الاحنجه المتكسره او مضجع العروس : دجبران خليل دوې كيسې دي چي له عربي ژبي څخه په پښتو ژبه ژباړل سوي او په ١٣٤٠ لمريز كال كي په طلوع افغان ورځپاڼه كي خپرې سوي دي .
 ١٤. اراكوزيا : داكتاب دكندهار تاريخي وضعيت تر اسلام مخكي او وروسته بيانوي .
 ١٥.افغانستان درسال ٢٠٠١ ميلادى ( از طالب شاهى تا حامد شاهى ) ٩٠مخه
 ١٦ . طالب شاهى او دهغه ناوړه اثرونه ژباړه په ٦٠ مخو كى
 ١٧. مجله الاحكام الشرعيه : دوه ټوكه جلد الاول ، جلد الثاني په دري ژبه ژباړل سوې ، تعليقات او تحشيه د ارواښاد لخو ا پر ليكل سوى ده د ١٢٠ مخو په شاوخوا كي ده .
 ١٨. روڼې اوښكي يا دپردېس سوغات :١١٨ مخه شعري ټولګه ده .
 ١٩. خوشا ل خټك : په اردو ژبه يي ليكونكى دوست محمد كامل او دپښتو ژباړه يې دارواښاد له خوا تر سره سوې او د ٨٠ مخه په شاوخوا كي دى .
 ٢٠. دعلامه اكاډيمسن پوهاند رشاد دمړني ګزارشات ، انځورونه ، شعرونه او نظريات ، ٣ ټوكه
 ٢١. دعلامه اكاډيمسن پوهاند رشاد ژوند ليك، علمي ، ادبي ، كلتوري او سياسي كارنامې د مرګ تر ساعته پوري ،٤٥ مخه .
 ٢٢. تاريخ وقوعات افغانستان از سال١٨٠٠ - ٢٠٠٠ ميلادي .
 او داسي نور اثار اورسالې .
 پرته له پورتنيو آثارو او رسالو ډېرى مقالې ، مضامين ، ژباړي او شعرونه يې په طلوع افغان ، كابل مجله ، هلمند ، اتفاق اسلام ، آئينه افغانستان ، افغان رساله او نورو كورنيو او دباندنيو افغاني او غيرافغاني خپرونو كي خپاره سوي دي .
 استاد عبدالقدوس نجيب د ١٣٨٤ کال دچنګاښ دمياشتي پر شپاړسمه چى د جولاي دمياشتي د اوومي سره سمون لرى د ٨٢ كلنۍ په عمر دسرطان د ناروغۍ له امله چي ورپېښه وه د امريكا د متحده ايالاتو د كلفور نيا ايالت د لاس انجلس ښار د Wephillويپ هيل په روغتون كى د افغانستان د وخت د نهو بجو په شاو خوا كي ومړ .

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005