چه دننګ او دغيرت خبری بيا کړی
خدايه داسی يو انسان په کی پيدا کړی
هسکه غاړه دغليم په کور ماتم شي
خدايه داسی جنوني عشق را عطا کړی
چه فرق نه کوي تاجک،ازبک،پښتون کی
داسی پاکه له کينی نه می دونيا کړی
چه منصور غوندی تيار وی دار بازی ته
خدايه هغسی انسان زمونږ پيشواکړی
چه يو لاس کی محبت بل کی غيرت وی
خدايه داسی قهرمان په کی پيدا کړی
دغر بيانو په دونيا کی پښتو نه شته
ګل وطن می ګلالی ده ته يي راکړی
دملالی، زرغونی، او د نازو نه
لکه هوډ ديو پښتون همت زما کړی
چه ورېږي به پری نور د جنتونه
دزاهد په عبادت کی می يو ساه کړی
چه فرهاد غوندی دمينی ازمايښت کی
هوډ کی کلکه دغيرت کسان پيدا کړی
تاج محل دمينی جوړ چه می وطن کړی
خدايه داسی شاه جهان په کی پيدا کړی
د (حفيظ)دونيا خو دومره وړه نه ده
دوطن سر تورې مور ته می همسا کړی