د ماشومانو لپاره د هغو په ژبه
له کلي لرې
دغره ګورګورې
داسې خوږې دي
لکه شکرې
=
زه يوماشوم يم
ټوکرۍپه غاړه
څپلۍ مې پرې دي
يوه نه دواړه
=
الله په پښه کې
مې مات ازغی شو
واخ مورې زړه مې
سوری سوری شو
=
په بل ازغي مې
ازغی راوکيښ
له زړه مې سوی
زګيروی راوکيښ
=
ټوکرۍ مې ډکې
کړې له ګورګورو
له مستۍ سر يم
اوس په سندرو
=
اوس به کړم خرڅې
تورې ګورګورې
بيابه راوړمه
نورې ګورګورې
=
ډک به مې جېب شي
روپۍ پې کيږي
دزړه شربت او
ګولۍ پې کيږي
=
مور مې ناروغه
زړه يې رپيږي
چې لمونځ کوي هم
ساه يې لنډيږي
=
دزنګ اواز دی
مکتبيان راغلل
ګورګورې اخلي
ماشومان راغلل
=
دوی راته وايي
چې بېسواده
ټوکرۍ په بيه؟
او که وړيا ده؟
=
تورولاسونو
پورې مې خاندي
يوبل ته ګوري
اشارې کاندي
=
دوی ښه ښکاريږي
پاکوجاموکې
زده يې خبرې
په کتابوکې
=
زمالاسونه
تورپه ګورګورو
ډېرسودايي کړم
د دوی خبرو
=
چې بېسواده
به څه ته وايي؟
چې دابه بداو
که ښه ته وايي؟