Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

حبيب الله قلممل

د ارغند دڅپو ژبه (دوهم ) :
حبيب الله قلممل د ملا عبدالرحمان زوى په 1361ل كال د كندهار د پنجوايي ولسوالۍ په كلاچو كلي كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې دي. زده كړې يې څه ناڅه كړي، خو د خپل كمزوري اقتصاد او ناسمو شرايطو له كبله دېته اړ شو، چې ورځنيو كارونو ته ملا وتړي، اوس خياطي هم كوي، د دې ترڅنګ يې قلم او كتابچه هم ليرې نه ده غورځولې، بلكې تر خپله وسه او د خپل استعداد تر كچې شاعري كوي.
شعر يې ولس ته نژدې دى، ځكه د عام ولس په ژبه ليكل شوى او دا هم كېدى شي، چې ځينو كسانو ته تكراري ټكي په كې ښكاره شي، خو بايد يادونه وشي، چې د كندهار پر ولسي شاعرانو څېړنه او ځيرنه نه ده شوې، نه هم پر هغو باندې وړ كار شوى دى. كه چېرې د دوى كلام او اثار راوسپړل شي، نو باور دى، چې دغه باب به بيا په پښتو ادب كې يوه بېله برخه جوړوي. ګردسره به بېل مكتب وي. ځكه د كندهار د زياترو ولسي شاعرانو د كلام رنګ او څرنګوالى سره نژدې دى. د دوى ترمنځ يو ډول ذهني اړيكي او فكري تړون شته. دوى كه د ساقي، سرو شونډو او تورو سترګو يادونه كړې ده، د دې تر څنګ يې د پاك څښتن او مقبول رسول ثنا و ستاينه هم نه ده هېره كړې. كه له يوې خوا يې د ځلاند سباوون سندره ويلې، له بله پلوه يې د جهل د غرونو دنړولو داستان هم په خپل شعر كې رااخيستى، چې د موضوع دايره يې پراخه ښيي، خو اوسنيو ولسي شاعرانو او هغو شاعرانو ته چې نالوستي دي، په كار ده چې نويو موضوعګانو ته هم نظر ولري، نوي لفظي جوړښتونه دې وكاروي، د اوسنيو انسانانو او نړۍ ستونزې دې وڅېړي، راودې سپړي او خلكو ته دې وړاندې كړي.
قلممل خو لا ځوان دى او ذهن يې د نورو بېشمېرو هڅو او زيار لپاره ډېره انرژي لري، كه چېرې يې خپل ليك لوست پرېنښود او خپل رياضت يې همداسې روان وساته، نو څرګنده ده چې نور پرمختګ به يې هم په نصيب شي، ځكه لا يې د شاعرۍ لومړني پړاوونه دي.


لاهو
ښكلى مى دي، ښكلى جام، ښكلى ساقي دى
خماري يې په اميد د صراحي دى
ميكده كې زاهد ناست دى، نشه زانګي
سر پر سر څښي جامونه شرابي دى
ماته وايي د شرابو څښل ګناه ده
نه پوهېږم چې پرسد كه سودايي دى
د مرګ بحر به د ژوند كښتۍ لاهو كړي
د حباب په څېر حيات هومره باقي دى
راكوه يې د اجل قاصد به راشي
ساقي! ژوند مې په مثال د سېرابي دى.

هيله
د معارف لمر كړه څرګند په غېږ كې د شبستان
د تورو شپو پر لمن وكره زرين كهكشان
ماڼۍ د جهل د رڼا په تبر ورانې كړه ته
د دې بلا له شرارته كړه خپل ځان په امان
عمل له علم سره مل كړه چې مقام شي تا ته
چې لوڅې پښې ځې په اغزنه لار هدف ته روان
په خوشبويي يې د دماغ هر عقل وزنګوه
داسې هر عقل معطر كړه لكه ګل د بوستان
د زړه سيند ته يې شېوه كړه دغه ښكلى ګوهر
ګوهر مسلك شه غواصان ګوته پر غاښ كړه حيران.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005