Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-30  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

د علامه رشاد بابا(رح) شعرونه

 

پسرلى سو

پسرلى سو، راسه غم كړو آواره
هر پلو ته د قدرت كړو ننداره
بل څه نه دى، حقيقي حسن و كمال دى
په جامه كښي د اجسامو سو ښكاره
څو تر څو د خوني ګوټ دى او وچ زُهد
سترګي و پرانځه زاهده  بېچاره !
ته راووزه دلته نوري نندارې دي
د غوټۍ ګرېوان هوس كا ورپاره
د پاكانو قدم ږدي خوبان پر سترګو
ګلو غېږ كړه د شبنمو ګهواره
ساقي ! واچوه هغه اوبه و جام ته
چي خمار له سره باسي يكباره
بورا زېرى مي درباندي راځه بڼ ته
ها نامرادو ښكلو ژوند موند دوباره
لطافت پر څپو راغى كه "رشاده" !
ښكلوي نسيم د ګلو رخساره؟

 

د كابل مجلې د مشاعرې په لړ كي 1323 ش

-------------------------------

انارګل

 راغلې په نڅا د ژوند وږمې ، خاندي ګلونه بيا
ويښ كړه پسرلي د ناز په خوب بيده ښاخونه بيا
پوري سرې لمبې كړلې په درختو د ، انار ګلو
كان د حسن وچاود را برسېر سول سره لالونه بيا
بيا د باغ نسيم د غوټۍ شونډو وته خوله وروړي
ايسته يې له مخه د ښايست كړه نقابونه بيا
مست يې بلبلان كړه په چيغارو په نارو سوله
توى كړه شنو جامو ته انارګل سره شرابونه بيا
پورته سوې وړانګې د ارغنداو د آسمان څنډو ته
ګورئ ! دا چي ښكاري د شفق خوني موجونه بيا
باد چي پر راوالوزي سرې څانګي په ټالونو سي
ته به وا څپې وهي د سرو وينو رودونه بيا
اې د ارغنداو په ګلو ډكي د خوښۍ سيمي !
اې په ميوو ښادي، د عشرت او خوشحالۍ سيمي !
كشكي ستا په غېږ كي د امان آرام خوبونه واى
كشكي په لمن كي ستا د علم څه ګلونه واى
كشكي ويني سرې واى ستا د خلكو په دوستۍ سره
كشكي تاوده زړونه واى په تا كي په خپلوۍ سره
اې د ارغنداو مسته روان په غورځنګو روده !
وګوره لږ ماته، اې د ننګي د اورشو روده !
وبخښه دې قام ته يوه مور "د زرغونې"(۱) په شان
لوى چي "احمدشاه" كړي بيا د پاكي پښتنې په شان
ولړزوي غرونه او رغونه سربازي وكړي
يو كړي پښتانه د پښتونخوا سرفرازي وكړي

 

7 د ثور 1356 ش

كندهار

 --------------------------------

د نارنج ګله !

 نه ځائيږي ستا د كمال ګنج په دې غوټيو كي
څيري كړه پردې، راځه نړۍ ته د نارنج ګله !
ژوند وكه، ژر وپاڅه، راووزه له شنو پاڼو څه
تږي دي وږمې ستا خوشبويۍ ته د نارنج ګله !
مستي كړه بيا زركي د سپين غره په خواږه بوى سره
وركړه ګبينه سوغات مچۍ ته د نارنج ګله !
مه پرېږده نامېنده، تش كچكول د خير وږي ته !
وركړه د نافې تحفې هوسۍ ته د نارنج ګله !
مه منه چي پاته سي ستا حسن پټ له سترګو څه
وركړه جام د ميني و ځوانۍ ته د نارنج ګله !
اور كه له غاټولو سو پيدا په مړو نغريو كي
ته وركړه د ژوند اوبه مستۍ ته د نارنج ګله !
باد كړه د لونګو درمندونه په دې غرونو كي
وپاڅوه هيلي د ژوندون په دې مړو زړونو كي

جلال آباد

1 د حمل 1356 ش

------------------------------

د نارنج ونه

ناڅي پكښي حوري د مستۍ، خو ليدل كيږي نه
دا د ميو خُم كه د نارنج د ګلو وني دي
وړي يې له ځانو سره وږمې د سوغاتو په رنګ
بوى د شګوفو يې د نافو د زړونو ستني دي
رسي لخلخلې د خوشبويۍ د خيبر څوكو ته
ډكي يې له عطره د سپين غره او كونډ(۲) لمني دي
ناز كړه ننګرهاره ! د دې ګلو په موسم سره
مستي يې له فيضه د بهار، د كابل جني دي
ورك دي وه اهاړ د بېكاريو، له باغو څخه
ليري دي خزان د ناروغۍ وه له راغو څخه
تل دي بزګران په غړو روغ په زړو خوشاله وه
تل دي مالداران په مال ماړه راضي له حاله وه

5 د حمل 1350 ش

ننګرهار _ د نارنج د ګلو مېله

---------------------------------
خزان

راغى خزان بيا د باغ و راغ دلربايي درومي
ښكل درومي، جمال درومي نشاط او تازه ګي درومي
ذوق چي يې ګرېوان له لاسه نه سو خلاصلولاى هيڅ
نن د بڼ د حُسن هغه مسته دلبري درومي
سترګي چي يې هيڅ نه مړېدلې په ليدو سره
ګوره وار په وار د ګلو هغه رنګيني درومي
زړه چي يې جنون تر پرده ايست(۳) په نندارو پسي
هغه چي د باغو د زڼيو(۴) هغه زيبايي درومي
كوكي د بلبلو يې جرس غوندي اعلان كوي
ميشتي قافلې د رنګ و بوى د پسرلي درومي
څيري كړه بوراو ځيګرونه په اغزو سره
نه غواړي ناكام د بڼ له غولي(۵) نه ژوندي درومي
ژبي د توتيانو د حيرت په رنجو ګونګي سوې
آه ! چي خوبرويان د چمن څومره په تادي(۶) درومي
څه درومي؟ هيڅ نه درومي، يو جذب و حرارت درومي
دا چي حُسنُ و عشق يې په جلب كي په سيالي درومي
راوړه ساقي راوړه هغه اور چي د غم كور سوځي
لمر د هوس لوېږي هله ژر كوه ځواني درومي
مه درومه ځوانۍ ! تر سر دي وګرزمه ژوند ته يې
ته درومې، نشاط درومي، لذت درومي مستي درومي
مه درومه چي نه درومي له ما څخه عالم د خوند


(۱) د زرغونې انا زيارت د ارغنداو د رود پر ښى غاړه باندي په كوهك كى دى.

(۲) كونډ : يو غر دى چي د جلال آباد شمال ته پروت دى.

(۳) ايست = ايسته، ايستى، يوست.

(۴) زنگى = حگلمى، حگوانان.

(۵) غولى = صحن.

(۶) تادي = تعجيل، شتاب.

 

خليل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005