زه چي دشپې په يوه خاموش سكوت كي
ستا درڼا شمعي ته ودريږم
دخپل زړګې په تاروګوتي كښېږدم
په خپلواوښكوګريوان ولمبوم
بيا په سينه كي مې يوشورپيداشې
غيږه كې خلاصه ستا دنورسمند ر
په خوله مي ګرځي دښكلا ترانې
دخيال په پښوكې پايزيب ونڅوم
ستا عبادت ته مې زړه وغوړوم
خو!شونډي وچي شې ناتوانه شې
له سينې والوزي دشورترانې
خيالونه وتښتي رنځورجهان ته
پايزيب لمبه شي دخيالونوپښوكې
هغه وخت اوښكي خپلولې نشم
لمن مي ډكه شي دنورپه رڼا
اوبيا لاسونه په دعاپورته كړم
دخپل تقدير تندى په ځمكه كښيږدم
په غوږو،واورم داغيبې ږغونه
چي ته دكومي ګناه اجرغواړي ؟
تا په دعا كي رڼا واخيستله
ستا دګناه زولنې ماتي شولې
ستا دزړګې آئينه پاكه شوله
ته خوپه وينه كي يوه مينه لري
ته دګناه دخپلولونه يې
ته جنتې يې دسوځلونه يې