Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-04  م  خپرندوی : ډاکټر حمید شجاع ځاځی چا پي بڼه

دشاعر ارمان (لنډه کیسه )

لیکوال : رابندرنات ټاګور

ژباړن : ډاکټر حمید شجاع ځاځی

دشاعر ارمان ( لنډه کیسه)

د شاهي محل مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه وه . یوه ځوان په شپیلۍ کې له مینې ډکه سندره غږوله . د شپیلۍ خوږ غږ د هوا څپو سره هرې خواته خور شوی و. خلک ورته ګوته په خوله ولاړ وو او له دې منظر څخه یې خوند اخیست .

سندره ختمه شوه او خلک هم د حیرت له خوبه راویښ شول . له هرې خوانه پر ځوان باندې د روپیو باران وشو . له دې سره د خکلو ګڼه هم ماته شوه او ټول خپل کار پسې روان شول . ځوان خپلې مخې ته پرتو روپیو ته وکتل او ځان سره یې وخندل . ټولې روپۍ یو ځای ته راغونډې کړې او بیا یې خپلوپښو سره بیرته وشیندلې . خپله شپیلۍ یې راواخیسته او روان شو .

------ ۲------

شهزادګۍ مایا هم د ځوان سندره اوریدلې وه . خلک به هره ورځ د ځوان شپیلۍ اوریدو لپاره هماغه ځای کې راغونډیدل . خو چې ځوان به رانغلو نو د خلکو زړونه به مات شول او بیرته به ولاړل .شهزادګۍ به هم هره ورځ دمحل په کړکۍ کې ناسته وه او د ځوان لاره به یې څارله او د محل مخې ته به یې کتل .خو چې د شپې تیاره به خوره شوه او ځوان به رانغلو نو شهزادګۍ به یو سوړ اسویلی وکړ او له کړکۍ څخه به پاڅیده .

ورځې ،اونۍ او میاشتې تیرې شوې . کال هم واوښت .خو ځوان شپیلۍ غږونکی بیا تر سترګو نه شو .خلکو هم اوس هغه هیر کړی و او د هغه شپیلۍ اوریدو لپاره به د محل مخې ته نه راغونډیدل .خو شهزادګۍ مایا هغه نه و هیر کړی او اوس یې هم د هغه لاره څارله .

ځوان د شهزادګۍ په زړه کې ځای کړی و او تصویر به یې تل د هغې په سترګو کې ځلیدو. وخت تیریدو سره شهزادګۍ هم سندرې ویل پیل کړل او هره ورځ به یې په باغ کې دسندرو مشق کاوه .

----- ۳ -----

دشاهي دربار شاعر اننګ شیکر نومیده . اننګ شیکر هم ښایسته ځوان و. شعر یې هم اثر درلود او ښه تکړه شاعر و. کله به یې چې په دربار کې خپل شعر په ترنم کې اورولو نو پر اوریدونکو به یې جادو کوله . ټول دربار به یې شعر ته ګوته په خوله و . شهزادګۍ مایا هم له شعر سره مینه درلوده . هغه به هم اکثر د اننګ شیکر شعر اوریدو لپاره د دربار په یوه بیله برخه کې ناسته وه .

خو د شهزادګۍ په شتون کې به د اننګ شیکر ژبه بندیدله .هغه به له ځانه بې خبره شو او هماغه شیبه به یې جذبات راویښ شول . بیا به یې شعر کې داسې تشبیهات او استعارې کارولې چې خلک به هک حیران پاتې شول . د شهزادګۍ هم همدا حال و .هغې به هم خپل ځان هیر کړ او زړه کې به یې مینه راوټوکیده. کله کله خو به یې پر اننګ شیکر مینه راتله . خو زر به یې سترګې پرانیستې اوځوان شپیلۍ غږونکی به یې نیغ سترګو ته ودریدو . داسې وخت کې به یې سترګو کې اوښکې راغلې . اننګ شیکر به چې کله د شهزادګۍ په سترګو کې اوښکې ولیدې نو خپلې سترګې به یې هم نمجنې شوې . هماغه شیبه به یې ژبه ګونګه شوه او خپله ماته به یې ومنله .

د شپې په تیاره کې د باغ د ګلونو وږمه هرې خواته خوره شوې وه . شاعراننګ شیکر دیوې ونې سیوري ته ولاړ واو خپل شعر یې زمزمه کولو . هرې خواته چوپتیا خوره وه . شاعر پام شو چې مخې ته یې یو کاغذ پروت دی . هغه یې راواخیست اودنظم څو شعرونه یې پرې ولیکل . هماغه شیبه یې باغ کې یو خوږ غږ تر غوږ شو .یو چا له ځانه سره سندره ویله . شاعر خپل خیال کې ورک شو او ډیره شیبه همداسې ولاړ پاتې شو . کله چې یې سترګې پرانیستې نو ټکان یې وخوړ . څه ګوري چې شهزادګۍ مایا یې مخکې ولاړه ده . هغې ترینه پوښتنه وکړه .

ــ اننګ شیکره ! ته دلته څه کوې ؟

شاعر شهزادګۍ ته وکتل . خو په خوله یې هیڅ ونه ویل .

هغې بیا ترینه پوښتنه وکړه چې دلته څه کوې ؟

دا ځل شاعر زړه غټ کړ او هغه پاڼه یې شهزادګۍ ته ورکړه پر کومه پاڼه یې چې لږه شیبه وړاندې څو شعرونه لیکلي وو. شهزادګۍ هغه نظم ولوست . غوښتل یې چې له ځان سره یې کیږدي .خو له لاسه یې ولوید او باد په هوا کړ .شهزادګۍ هم د سترګو په رپ کې له هغه ځایه لاړه . شاعر ورپسې ډیرې چیغې وکړې . خو مایا تللې وه .

------ ۴ -------

یوه ورځ شاهي دربار ته یو ځوان راغلو . دربار کې ناستو خلکو چې هغه ته وکتل نو حیران شول چې دا خو هماغه ځوان دی چې د ربار مخې ته یې شپیلۍ غږوله . باچا پوښتنه وکړه چې دا ځوان څوک دی . ځوان ځواب ورکړ .

ــ زه یوشاعر یم .

شهزادګۍ هم د ځوان په لیدو سره حیرانه پاتې شوه .خو د اننګ شیکر د مخ رنګ پيکه شو. په ناستو خلکو کې یو غږ وکړ چا دا خو یو فقیر دی . خو اننګ شیکر ورته وویل چې نه دا یو شاعر دی او باید چې سپکاوی یې ونشي . باچا ځوان ته وویل خپل کلام واوروه . ټول خلک غلي شول .

ځوان څو ګامه وړاندې شو . هغه او شهزادګۍ یو بل ته وکتل . هغه نوره هم وړاندې راغلو . اننګ شیکر هم هغه ته کتل .

ځوان خپل شعر پیل کړ . په هر بیت یې د واه واه چیغې پورته شوې . ناستو خلکو خپل ژوند کې تر اوسه داسې خوندور کلام نه و اوریدلی .

د ځوان په څیره کې فخر او خوښي ځلیدله . هغه بیرت راغلو او پر خپل ځای کښیناستلو. یو ځل یې شهزادګۍ ته او بیا یې اننګ شیکر ته وکتل .

باچا له درباري شاعر اننګ شیکر څخه غوښتنه وکړه چې ته هم خپل شعر واوروه .

اننګ شیکر وارخطا شوی و او له څیرې یې ناکامي تر سترګو کیده . باچا بیا پرې غږ وکړ.

ــ اننګ شیکره ! په کومو فکرونو کې ډوب یې ؟ د دغه ځوان د شعر ځواب ورکولی شې او که نه ؟

اننګ شیکر لپاره دا سپکاوی د زغملو نه و . مخ یې تک سورشو . په لړزیدونکو ګامونو وړاندې راغلو. بیا پر خپل ځای ودریدو او د زړه له تله یې خپل کلام واورولو . ټول خلک ورته حیران پاتې وو او لکه د بتانو پر خپل ځای ناست وو.

شاعر چې خپل شعر ختم کړ نو غلی شو . یو ځل یې شهزادګۍ ته وکتل .د هغې د څیرې رنګ زیړ شوی و . د هغه ځوان فخر هم مات شوی و . ورو په ورو ناست خلک د حیرانۍ له خوبه راویښ شول . له هرې خوانه د ستاینې غږ راپورته شو . باچا له خپله ځایه پاڅید او شاعر ته یې غیږه ورکړه . دا د شاعر وروستۍ بریا وه .

باچا شاعر ته وویل .

ــ اننګه ! نن چې ته هر څه وغواړې زه یې درکوم . ووایه څه دې پکار دي ؟

شاعر لږه شیبه فکر وکړ . بیا یې باچا ته وویل .

ــ زه نور هیڅ نه غواړم . بس د شهزادګۍ لاس زما لاس کې راکړه .

باچا چې دا خبره واوریده نو له قهره یې مخ سور شو. خو شاعر ورته وویل چې تا خپله راته وویل چې هر څه وغواړم راکوې یې . بیا شاعر هغه ځوان راوغوښت او وېې ویل .

ــ زما د ژوند لوی مقصد دا و چې د شهزادګۍ مینه ترلاسه کړم .تاسو خبر نه یاست چې زه له شهزادګۍ سره څومره مینه کوم .د شهزادګۍ د خوښۍ لپاره زه له خپل سره هم تیر یم . لږه شیبه پس به تاسو خبر شی چې زه رښتیا وایم .

دې سره شاعر یو ځل بیا خپل شعر پیل کړ او داسې یې وویل .

ــ تاسو خبر یاست چې نن ما څه ولیدل ؟ نه تاسو نه پوهیږی او بهتره ده چې تاسو پوه نشی . ما داسې ګڼله چې ژوند به په ارامه تیر شي . خو دا هیله مې نیمګړې پاتې شوه . ما چې له چا سره مینه کوله هغې خپل زړه بل چاته ورکړی دی . اوس که شهزادګۍ زما هم شي نو زه به خوشحاله نه وم ، ځکه چې شهزادګۍ به خوشحاله نه وي .اې ځوانه ! ته به له ما څخه کرکه کوې . خو راشه چې زه نن خپله ټوله هستي تاته درکړم .

دې نه پس شاعر لږه شیبه غلی شو . بیا یې باچا ته وویل .

ــ زه له تا څخه یوه هیله کوم . هغه دا چې زما پر ځای دا ځوان د دربار د شاعر په توګه وګماره .

دې سره د شاعر پښې په لړزاشوې او پر ځمکه راولوید . وروستي ځل لپاره یې شهزادګۍ ته وکتل . دا کتل یې له مطلبه ډک وو . هغه په سترګو سترګو کې شهزادګۍ ته ویل .

ــ زما خوشحالي همدا ده چې ته خوشحاله وې .

پس له دی شاعر سترګې پټې کړې او داسې یې پټې کړې چې بیا ونه غړیدې .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پای ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ژباړې نیټه

د جون ۴م

۲۰۰۶

حیاتآباد - پیښور

ډاکټر حمیدشجاع ځاځی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005