Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-04  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

د كاڼي اوښكې (لنډه کیسه )

ليكوال :    بالتا ارتيقوف
ژباړن    :    ب. مياخېل

ښاغلى بالتا ارتيقوف پر 1924م كال په سمرقند كې د يوه موڅي په كور كې و زېږېد. د لسم ټولګي تر پاسېدو وروسته يې په يوه اجتماعي فارم كې كار وكړ. په 1952م كال كې يې د سمرقند له (ټيچرس كالج) څخه د ژبو او ادبياتو په څانګه كې ډګرۍ واخيسته. د (سكول ټيچر) او (جمهوريه تاجيسكستان) د ورځپاڼو د خبريال په توګه يې كار كړى. لومړۍ ليكنې يې په 1953م كال كې په كتابي بڼه خپرې شوې دي چې تر هغه وروسته يې د لنډو كيسو او ناولونو څو مجموعې چاپ شوې دي. عموماً د كليوال ولس او ځوانانو د ژوند په اړه يې ډېر موضوعات را برسېره كړي دي. 
                                                                                                (د تاجيك ليكوالو لنډې كيسې)

 
د سړك پر څنډه يوه هواره پرښه پرته وه، چې له لرې توره ښكارېدله، خو په اصل كې خړبخونه وه. د هغې پر پورتنۍ برخه د وينه لرونكيو دارو او كاڼي ماتېدونكيو ځايونو نخښې ډېرې ليدل كېدې، خو ژور او پراخ درزونه نه وو. دا داسې د څلورپوړيزې ودانۍ غوندې هسكه وه او په “ غټه پرښه“ بلل كېده.
دا پرښه له كلي ښه ډېره لرې پرته وه او ستړي ستومانه لارويان به يې د دمې لپاره پر سيوري تم كېدل. په دوبي كې به دې هغوى ته سيورى وركاوه او د ژمي په زيات يخ كې به يې له باران او واورې ژغورل.
يوه ورځ يوه كارغه د زڼغوځي غوندې كوم شى په مښوكه كې را اخيستى د دغې پرښې پر سر كښېنوست. هغه يوې بلې خواته په كتلو سره تر دې باور وروسته چې د خطر ځاى نه دى، خپل مال غنيمت په څپړو (پنجو) كې ټينګ كړ او پر هغه يې مښوكه وهل پيل كړل. اخر يې پټوكى سپين كړ او كارغه په بيړه- بيړه په هغه كې دننه د خوندورو زړيو (بيجانو) د خوړلو هڅه وكړه چې تر دې منځ يو زړى د پرښې په تنګه چوله (درز) كې ولوېد. د كارغه تېزو سترګو  زړى ښه ليده، خو په ډېر چورت وهلو سره هم د هغه د را ايستلو هيڅ لاره نه وه، ځكه نو هغه د كوم بل شي د خوړلو په لټه كې والووت.
دا د مني موسم و. بيا يخونه پيل شول او له هغه سره بارانونه او واورې هم. كوم زړى چې باد د غټې پرښې منځ ته ور غورځولى و، هغه وچ شو، خو د كارغه ور لوېدلى زړى سلامت پر ځاى پاته و او د دوبي له پيلېدو سره په هغه كې يو تنكى غوندې بوټى را شين شو. په لومړي سر كې هغه ډېر كمزورى، پوست او نازك غوندې و، باد به هغه يو مخ پرې ايست. لمر په بې رحمۍ سره هغه سوځاوه او له غرمې سره- سره به مړاوى او د هغه سړي غوندې بې توانه شو كوم چې له خپل ټول سېك څخه بې برخې شوى وي، خو له ماښام كېدو سره به په هغه كې يوه نوې ساه و غوړېده او د اسمان پر لور به هسك سر د غشي غوندې سيخ و درېد.
څو ورځې وروسته په بوټي كې تنكى كلك،  د ستنې غوندې د پاڼو يو كوچنى ښاخ ښكاره شو او خلكو وليدل چې په غټه پرښه كې د زڼغوځيو يوه ونه را شنه شوې ده. زڼغوځى د دغې سيمې پر غرونو باندې له ولاړو ښايسته ونو څخه يواځينۍ ونه ده او ځايي خلك دې ته “د غرونو ناوې“ وايي. په څو كلونو كې دننه دا ښه غټه شوه او د دې ريښې بېخ ته په څوړېدلو- څوړېدلو سره وچ د پرښې زړه ته ورسېدې.
يوه ورځ ونې غټې پرښې ته وويل :
_ “ اى زڼغوځيه وروره! اخير دا څنګه كار دى؟ دا ستا ريښې ولې د ډېرو چينجيو غوندې په رغړېدلو سره زما بدن ته را ننوځي؟ “.
ونې ځواب وركړ :
_ “ زما ريښې خو به نو تر بېخه پورې ځي نو، كه داسې ونه شي نو زه به مړه شم، د ژوندۍ پاتېدلو لپاره زه خوراك او اوبو ته په هر حال كې اړتيا لرم“.
پرښه له ځان سره و گوڼېده :
_ “ مځكه څومره پراخه او وسروره ده، زما په تن كې د شنه كېدلو پر ځاى تا ولې كوم بل ځاى ونه لټاوه؟.
_ “ په دې كې زه هيڅ ملامته نه يم خورې!. زه خو يوه كارغه دلته راوړم. ته بايد له هغه پوښتنه وكړې چې هغه داسې ولې وكړل“.
_“ ښه نو ته اوس له ما سره خبرې اړوې را اړوې؟“ غټې پرښې په كاوړ (غوسه) سره ورته وويل او د ونې ريښې يې ټينګې او كښېكښلې.
ونې ماتې ونه خوړه او د خوراك په لټه كې يې په پرښه كې د خپلو ريښو د ننه ايستلو نوې لارې ولټولې. هغې د ژوند كولو زياته هيله لرله. اخير پرښې د ريښو له پرېښوولو چاره نه لرله. هغې زڼغوځي ته وويل :
_ “ ښه خبره ده، نو بيا همدلته اوسېږه“.
په شاوخوا سيمه كې دومره ښايسته ونه بله هيڅ ځاى نه وه، كوم لاروى دي د هغې له جادوګرې تنې څخه پرته له اغېزمنېدا تېر شوى واى، دا كېدى نه شوه. د شنه اسمان په فضا كې به د هغې زمردي سايوان ډېر زيات څرګند و او له لرې څخه په كتلو سره به پرښه د دغې ونې توره د مرمر له كاڼو جوړه څوكۍ ښكارېدله.
ډېر كلونه تېر شول او هغه ورځ راغله چې د پرښې د اړخ په پرې كولو سره به تېر شوى تنګ سړك پراخېده. يو انجينر د راتلونكي د لويې لارې د ځاى په كتلو سره پرښې ته په ور رسېدو سره پر ځاى و درېد. سړك پراخ او سيخېدونكى و، خو پوښتنه دا وه چې له دغې پرښې سره بايد څه چل وشي؟ هغه د پرښې د اړخ په پرې كولو سره مخ ته تلونكى سړك جوړولاى شو، خو كه يې پرښه له منځه وړې واى او يو مخ سيخ سړك جوړ شوى واى نو خرڅ به يې كم شوى واى.
انجينر تر ډېره پورې د پرښې جايزه واخيسته او دوه ځله پر هغې شاوخوا هم را وګرځېد، وروسته هغه غره ته وخوت او په مهربانه نظر ونې ته په كتلو سره درك ورته ولګېد چې بېچارګۍ د خپل وجود لپاره څومره ستړې پر ځان وړې دي. ته وا پرښې دا مهال خپلې هڅې ختم كړې وې، هغې خپلې تېرې برخې د ونې په ډډ ور ننه ايستې وې، تا به ويل چې پر منځ يې سره څيرې كوي. هماغه شېبه انجينر ته داسې څرګنده شوه چې هغه يوه پرښه او د زڼغوځي يوه ونه نۀ، بلكې دوه تكړه پهلوانان ويني، چې له يوه بل سره په جګړه اخته دي. اوږې له اوږو سره لګوي او هره يوه هڅه كوي چې هغه بله را و پرځوي. انجينر ونې ته د لاس نه ور وړلو له پرېكړې سره امر وكړ چې سړك څلور ميټره د لاندې غره خواته په پرې كولو سره بايد جوړ شي، خو په سروې كوونكيو كې يوه تن د اعتراض په توګه وويل چې پرښه په ليدلو كې د خاك د ډبرې غوندې مالومېږي، دا بايد له منځه يووړل شي.
انجينر ورته وويل :
_“ سوال نه پيدا كېږي د دې د له منځه وړلو، لږ ورته وخو ګوره، څومره ښايسته ده دا ونه“.
ډېرو كسانو د انجينر د خبرې پلوي وكړه او سړك د هغه له لارښوونې سره سم جوړ شو. غټه پرښه هم پر خپل ځاى پاته شوه او زڼغوځى هم.
سړك دوه كاله وروسته بشپړ شو، غټې- غټې لارۍ او له مساپرو ډك بسونه به پر دغه سړك تېرېدل. د دغو موټرو تر مخنۍ بادنيوونكيو ښيښو به داسې څرګندېدله، چې تا به ويل دا ونه په فضا كې را ځړېږي. بسونه به له پرښې سره و درېدل، د دې لپاره چې مساپر ليږ ګړۍ هوسايي تر لاسه كړي او له قدرتي منظرو څخه خوند واخلي. د پرښې پر سر به سوړ باد چلېده او د زڼغوځي ښايست به خلكو ته خوښي ور بخښله. په ځانګړي ډول سپين ږيري به ډېر ورته خوشاله وو.
_“ دا وګورئ! د ژوند لپاره سړى بايد څنګه زيار وباسي! “.
خلك په پرله پسې توګه تلل راتلل، د مساپرو د بېلا بېلو ډلو له دغې پرښې سره د ليږ ګړۍ لپاره د تم كېدلو دا لړۍ به ټوله ورځ روانه وه. سوكه- سوكه دې ځاى د سيلانيانو د هوسايۍ “د عام ځاى“ په توګه ډېر ارزښت وگاټه، خو د دغې نوې لويې لارې د سموالي ارزيابي تر دا مهاله د سركاري كارپوهانو ډلې نه وه كړې. دا ډله څو مياشتې وروسته جوړه شوې وه. د دغې څلوركسيزې ډلې مشر يو چيرمين و او يوه ورځ دا خلك د نوي سړك د كتنې لپاره رهي شول. چيرمين په ډېره هوښيارۍ سره يوې بلې خواته كتل، چې چېرې كومه خامي پيدا كړي.
دوى به په موټر كې نيمه لار وهلې وه خو چيرمين ته هيڅ كومه خامي په نظر ور نغله. هغه ته كه لومړى لا دا څرګنده شوې واى چې سړك د خپل سينګار او جوړښت له مخې دومره بې عيبه دى، نو هغه به د كارپوهانو د ډلې چيرمېني هيڅكله هم نه واى قبوله كړې. نو دا څنګه كېدى شوه چې دومره اوږد لوى سړك دي پرته له كومې سترې ستونځې بشپړ شوى وي!، له كاركوونكيو به ارومرو يو نه يو ځاى هېر شوى هم وي! په داسې خبره به نو څوك باور وكړي؟ هغه خلك خو به نو دغه وايي چې چيرمېن خپله كار په سنجيدګۍ سره نه دى تر سره كړى، د لوى سړك كتنه يې په غور سره نه ده كړې.
چيرمين د دې هر څه په اړه چورت واهه چې ناببره د هغه سترګې پر غټه پرښه او زڼغوځي باندې ولګېدې. هغه سمدستي ډرېور ته وويل :
_“ دلته و درېږه“.
تر چيرمين وروسته د كارپوهانو د ډلې نور غړي هم له موټره را كښته شول. هغوى اوس هم د كومې نابرابرۍ ليږ احساس هم نه كاوه. هغوى ته ښه و ايسېدل چې د پښو د خلاسولو ځاى يې پيدا كړ، خو چيرمين سمدستي د پرښې خواته ورغى، سر يې د شا پر خوا كوږ كړ، پورته يې وكتل او تر ډېرې ګړۍ يې ونې ته په غور سره تر كتلو وروسته په لوړ ږغ وويل :
_“ ليږ خو دلته ورته وګورئ! خلك دا انجينر په څه= څه نخرو اسمان ته خېژوي. د ده د پوهې څنګه= څنګه سندرې وايي، مګر تاسې خو ليږ دلته ورته وګورئ، له هغه څخه څنګه سنګينه غلطي شوې ده! “
_“ تاسې ښه واياست“. د كارپوهانو د ډلې يوه تن هغه ته په ور رسېدلو سره وويل .
_ “ بېخي رښتيا ده“. دويم يې ملاتړ وكړ.
خو درېيم دا خبره ورسره ونه منله :
_“ په دې خبره زما سر نه خلاسېږي، چې تاسې د څه شي په اړه خبره كوئ“.
چيرمېن د ده د دې خبرې هيڅ ځواب ور نه كړ. وروسته هغه د ځان د باور تر لاسه كولو لپاره، چې د ده ملاتړ كوونكي رښتيا له ده سره په يوه خوله دي، وپوښتل :
_“ له انجينره دلته كومه غلطي شوې ده؟“.
د ډلې غړيو هيڅ ځواب ور نه كړ. د چيرمېن څېره له غوسې تكه سره واوښته او هغه په تونده لهجه سره د پېغور په ډول وويل :
_“ د سړكونو جوړولو د كارپوهانو په حيث ستاسې هم كوم ځواب نه شته! “.
خو د كارپوهانو د ډلې غړيو په وارخطايۍ سره يواځې وموسل، ځكه نو چيرمېن ډرېور را وباله او په هغه باندې يې له نژدې كلي څخه ارۍ را وغوښته. ډرېور داسې شل منټه وروسته راغى نو چيرمېن ونې ته په اشاره كولو سره وويل :
_“ دا پرې كېدل غواړي“.
د ډلې دوو تنو په يوه ږغ د هغه تايد وكړ :
_“ ته ښه وايې، دا بايد پرې كړل شي او را و غورځول شي“.
درېيم تن د اعتراض په توګه وويل :
_“ خو ولې؟ ونه ډېر ته وا چاته تاوان ور رسوي“.
چيرمېن په خندا سره وويل :
_“ نو ته اوس هم پوه نه شوې چې دلته ستونځه څه ده؟، كېدى شي چې دا اوس د چا لپاره د زحمت وړ نه وي، خو دا به ارومرو نوره هم لوړېږي، د دې ښاخونه به يوه ورځ دومره غټ= غټ شي چې د موټرو او لاريو په تګ راتګ كې به ستونځه پېشه وي. ښكاره خبره ده چې دې انجينر په خپل پلان كې راتلونكي ته هيڅ پام نه دى كړى او همدا د ده غلطي ده. سر مو خلاس شو اوس؟“.
لومړي وويل :
_“ هو خود، بې شكه“.
دويم د تايد په توګه وويل :
_“ بېخي دي رښتيا خبره وكړه“.
خو درېيم غړي دا ځل هم د اعتراض په توګه په “يه“ كې سر و ښوراوه، چيرمېن بيا هم د هغه دليل اورېدلو ته انتظار ونه كړ. هغه د هغو دواړو خواته چې له ده سره همږغي وو، مخ ور واړاوه او امر يې پې وكړ چې ونه پرې كړي او را ويې غورځوي.
په هغوى كې يوه غړي ارۍ ور واخيسته او د غټې پرښې خواته ورغى، خو تر دې منځ هغه خپله اراده بدله كړه. هغه له ځانه سره سوكه وويل :
_“ تر څو چې دا چاته زحمت ونه رسوي، تر هغو پورې ولې همدغسې ولاړه نه پرېښوول شي“.
چيرمېن په كاوړ سره په بيړه ورته وويل :
_“ اووۍ ته هم عجيبه سړى يې، پر مازي ونه باندې ترس كوې!، ستاسې وينا به لا څه وي“.
هغه په خپله ارۍ ور واخيسته او پاس پرښې ته ور وخوت. ونه د ده په ليدلو سره و رېږدېدله، پاڼو يې په دردناكه توګه سورندې پيل كړې، لكه هغه چې به د ترس غوښتنه كوي، خو چيرمېن ډېر سخت زړى شوى و. هغه پر دې خبره ډېر وياړ كاوه، چې هغه د انجينر يوه ډېره غټه تېروتنه نيولې ده. اوس به هغه خپل رئيسان له دې تېروتنې خبرولاى شي، هغوى ته به ويلاى شي چې د كارپوهانو د ډلې غړي بېخي د هيڅ كار نه دي، ونه هم ده په خپله پرې كړه.
ارۍ د ونې زړه ته ور دننه شوه. چيرمېن د ارۍ په كشولو را كشولو سره په خولو لوند خيشت شو او هغه تر ټولو غوټ (پريړ) او اوږد ښاخ د هغې تر منځنۍ برخې پورې پورې پرې كړ. ښاخ ټخ را پرې شو او لاندې را ولوېد او له ځانه سره يې د غټې پرښې يوه ټوټه هم په را ماتولو سره لاندې را و غورځوله.
د ټولو سترګې په ناڅاپي توګه په هغه ځاى كې ښخې شوې، له كومه ځايه چې ډبره را جلا شوې وه. هملته د اوبو څاڅكي و برېښېدل او پر ډبره باندې په را ښويېدو سره لاندې را و څڅېدل : لومړى يو څاڅكى، بيا دويم او وروسته درېيم څاڅكى....
خو آيا دا رښتيا هم د اوبو څاڅكي وو؟ آيا دا اوښكې نه وې چې دغو خلكو وليدې؟ ښايي پرښې پر ونه باندې د نازل شوي وير له امله په غمجنېدو سره اوښكې څڅولې... ښايي هغې ته د دې سړي پر جرم باندې، چې پر انسان كېدلو برسېره يې په سينه كې د كاڼي زړه درلود، زيات درد ور رسېدلى وي.
له همدغې ورځې دغې غټې پرښې ته “ اوښكلنه پرښه“ وويل شول

بارکوال مياخېل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005