Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-04  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

بې سرليكه داستان (لنډه كيسه )

ليكوال: آنتون چخوف
ژباړن: عبدالحميد ترابي

 لمر په پنځمه پېړۍ كې هم بالكل د نن غوندې هر سهار له يوه اُفق څخه راپورته كېدئ او هر ماښام په بل اُفق كې ډوبېدئ. سهار وختي چې به كله د لمر لومړيو وړانګو له سهارنۍ پرخي سره په مچو پيل كاوه نو ځمكه به ژوندۍ كېده او فضا به خوښيو، خنداوو، چيغو او نارو پر سر اخيسته؛ خو ماښام_ماښام به بيا دا هر څه بيرته چوپېدل او تپي تيارې به پر ټولو خپل وزر غوړاوه. شپه د شپې غوندې وه او ورځ د ورځې غوندې.
يو وخت_يو وخت به د هسك مخ ورېځو پوښه او وېروونكو تالندو به په ټول آسمان کې  غړومبى كاوه؛ يا به كوم ستورى د خواشينۍ او بېحالۍ له امله له خپل مداره ختا او لاندې لوېدئ او يا به هم كوم راهب په الوتي رنګ د خانقا نورو ملګرو ته په منډه ځان رساوه او کيسه به يې ورته كوله چې دلته يې له خانقا سره نژدې پړانګ ليدلى دى. بس همدومره؛ نور نو ورځ د ورځې غوندې وه او شپه د شپې غوندې.
راهبانو به كار كاوه، لمونځونه به يې كول او د څښتن دربار ته به لاس په دعا وو، خو د خانقا پير به يې اُرګ  ږغاوه، د موسيقۍ صفتونه به يې كول او په لاتيني ژبه به يې شعرونه ويل. دې نادِره پير خورا عالي ذوق او فوق العاده استعداد درلود. اُرګ به يې په دومره مهارت ږغاوه چې حتى هغو زړو راهبانو به _چې پښې يې د ګور پر غاړه وي او غوږونه يې نيمه كاڼه وو_ هر ځل د ده له هوجرې څخه د ده نيولې نغمه اورېده، نو د خپلو اوښكو مخه به يې نه شواى نيولاى. د هر شي په اړه چې به ږغېدئ حتى د يوې ډېرې ساده موضوع په اړه لكه د يوه بوټى يا يوه حيوان يا سمندر نو شونې نه وه چې وينا دې يې د خلكو په سترګو کې  د اوښكو له راخوټولو او پر شونډو د موسكا له راڅرګندولو پرته بل اغېز ولري. په داسې حالاتو کې  داسې ايسېدله لكه په روح کې  چې يې د اُرګ د تارونو غوندې تارونه ترنګېدل. هر وخت چې به ډېر خوښ يا په غوسه كېدئ يا به د يوې موضوع په اړه ږغېدئ نو يوه له جوشه ډك الهام به يې پر ټول وجود سيورى غوړاوه: اوښکې  به يې په سترګو کې  ځلېدلې، څېره به يې سره ترينګلې او سره كېده، ږغ به يې د تالندې غوندې كېدئ او راهبانو به په داسې حال کې ، چې غوږ_غوږ به وو احساس كاوه چې د خانقا د دې الهام بخښونکي  پير له لوري يې ارواوې په ځنځيرونو تړل کېږي. پير به په داسې هيبتناكو او جلالي مهالونو کې  خورا نادِره توان پيدا كاوه مثلاً  كافي وه پر خپلو مريدانو امر وكړي چې ځانونه سمندر ته واچوي او هغوى ټول يې هم دا امر له (څنګه او ولې) پرته د سترګو په رپ کې  پر ځاى كړي.
د هغه نغمه، ږغ او شعرونه چې د آسمانونو، ځمکې  او څښتن(ج) په ستاينه کې  به يې ويل د خانقا د راهبانو د خوښۍ يوه نه تمامېدونكې سرچينه وه. كله_كله به د خپل يكنواخت ژوند له امله ونې، خاوره، پسرلى او منى ورته تكرار او نفستنګي ايسېدل او تر دې چې د سمندر ځوږ او د الوتونكو نغمې به يې هم پر غوږونو ښه نه لګېدې، خو په هر حال؛ د خانقا د پير نبوغ، ذوق او استعداد ته به يې د ماښامنۍ غوندې اړتيا درلوده.
لسګونه كلونه وروسته بيا ورځ د ورځې غوندې وه او شپه د شپې غوندې. له الوتونكو او ځناورو پرته بل هېڅ شى هم د خانقا خوا ته نه ورتېرېدئ. د اوسېدنې تر ټولو نژدې ودانۍ له خانقا څخه نژدې سل ورسټه  ليرې وه چې لار يې په يوه وچ سوځوونکې  دښت کې  تېرېدله. بس يوازې له ژونده ماړه او خواتوري خلك وو، چې په داسې دښت کې  يې د تېرېدو زړه كولاى شواى تر څو خانقا ته _چې په اصل کې  يې د قبر په مانا وه_ ورشي او له ځانونو راهبان جوړ كړي.
 نو له همدې امله كله چې يوه شپه يوه ښاري سړي _يوه معمولي ګناهكار بنده_ چې پر ژوند مين و د خانقا ور وټكاوه، نو راهبان ډېر حيران او وارخطا شول. ښاري سړي وړاندې تر دې چې د خانقا له پير څخه د خير دعا وغواړي او لاسونه په دعا پورته كړي شراب او خواړه وغوښتل. كله چې يې ځنې وپوښتل چې څنګه يې له ښاره دې وچ ډاګ ته مخه كړې ده؟ نو ځواب يې د ښكار په يوې اوږدې کيسې وركړ: ښكار ته تللى و، پياله يې زياته څښلې وه او آخر په دښت کې  ورك شوى و. كله چې يې بلنه وركړه چې راهب شي او خپله اروا سپېڅلې كړي ويې موسكل او ځواب يې وركړ: "زه ستاسې غوندې نه يم".
 تر خوړلو او څښلو وروسته يې هغه ټول راهبان چې چوپړ ته يې لاس پر نامه ولاړ وو، تر نظر تېر كړل او سر يې د طعنې په توګه وخوځاوه او ويې ويل:
 _"تاسي راهبان خو د هېڅ شي هم نه ياست؛ بس مازې مو دومره زده دي چې خړو مړه كړه خړو بيده كړه! آيا د اروا د سپېڅلتوب لار همدغه ده؟! لږ فكر وكړئ: همدا اوس چې تاسې دلته د دنيا له غمونو بېغمه ناست او په خوړلو_څښلو بوخت ياست او له نېكمرغۍ پرته په بل هېڅ شي کې  فكر نه كوئ، تاسو ته نژدې په يوه بله ګوښه کې  خلك تباه كېږي او دوزخ ته ځي. يو څه خو ښار ته هم پام وكړئ او وګورئ چې څه په کې  روان دي! ځينې له لوږي مري او ځينې بيا چې پيسې يې تر حساب تېرې دي ځانونه په فسق او فساد کې  ډوبوي او لكه مچان چې د عسلو په لوښي کې  لوېدلي وي، له منځه ځي. انسانان نه ايمان لري نه حقيقت! او څوك دى چې بايد همت وكړي او ويې ژغوري؟ د چا دنده ده چې نېکې  لارې ته يې راوبولي؟ آيا دا زما غوندې د يوه شرابخور دنده ده؟ فكر كوئ چې څښتن عاجزه اروا او مهربان زړه او ايمان د دې لپاره دركړى چې په دې څلوردېوالۍ کې  پښه پر دا بله راواړوئ او په هېڅ شي کې  رى ونه وهئ؟!"
 سهي ده چې ښاري سړي د خپلې مستې وينا پر مهال د ادب او نزاكت هېڅ خيال نه ساته خو له دې سره_سره يې د خانقا پير ډېر اغېزمن كړ، هغه پر خپلو مريدانو نظر واچاوه او وروسته يې په الوتې څېره وويل:
 _"زما وروڼو، دى له حقيقته پرته بل څه نه وايي! په حقيقت کې  غريب او بېوسه خلك د كمزورۍ او بېعقلۍ له امله د كفر او ګناه په كندو کې  تباه كېږي او موږ هم داسې لاس تر زنې بېكاره ناست يو، لكه دا موضوع چې هېڅ په موږ اړه نه لري. آښه په دې اړه مو څه نظر دى چې زه خپله لاړ شم او سپېڅلى مسيح _چې بېخي يې پاك صاف له ياده ايستلى دى_ ورياد كړم؟".
 د خانقا پير يې ډېر سخت د وينا تر اغېز لاندې راغلى و. په سبا يې خپله لكړه ورسره واخيستله او له مريدانو سره يې تر مخه ښه كولو وروسته د ښار لار په خوله وركړه. په دې ډول د خانقا مريدان د ده له موسيقۍ، ويناوو او شعرونو څخه بې برخې شول. هغوى دوې، دوې نيمې مياشتې د خپل پير د جدايۍ نفستنګۍ وزغملې خو پير له ښاره راستنېدونكى نه و. آخر د درېيمې مياشتې په پاى کې  د هغه د لكړي آشنا ږغ د مريدانو غوږونو ته ورسېد. راهبان يې هركلي ته ورووتل او د پوښتنو باران يې ورباندې پيل كړ. خو پير پر ځاى د دې چې د خپلو مريدانو په ليدو خوښ شي په سرو اوښكو يې وژړل او څه يې ونه ويل. راهبانو ته خپل پير خورا ډنګر او له كاره لوېدلى په نظر ورغى؛ ستړې او پېزۍ څېره يې د يوه ژور غم او درد ښكارندويه وه او كله چې يې په ژړا پيل وكړ، نو څېره يې د يوه رټل شوي او توهين شوي سړي غوندې شوه.
 راهبانو هم وژړل او له غمرازۍ څخه په ډكه لهجه يې د پير د ژړا او نيولې پېزۍ څېرې لامل وپوښت، خو هغه، چې همداسې چوپ وغوړپ و، خپلې هوجرې ته پناه يووړه او ور يې په ځان پسې پورې كړ. اووه شپې او ورځې له خپلې هوجرې څخه دباندې راونه وت. نه يې خوراك و نه څښاك او نه يې هم اُرګ واهه، بس يوازې يې اوښکې  تويولې. هر ځل چې به يې ور ورټكاوه او زارۍ به يې ورته كولې چې له هوجرې څخه راووځي او هغوى په خپل غم ورشريك كړي، نو د پير له ژورې خاموشۍ پرته به يې بل هېڅ غبرګون نه ليده.
 آخر له هوجرې څخه راووت. ټول راهبان يې شا وخوا كښېنول او په اوښلنو سترګو يې له درد او غوسې څخه په ډكه لهجه هغه ټول څه ورته وويل چې په دې درېيو مياشتو کې  پر تېرې  شوې وې. لومړى يې په ارام ږغ او موسكو سترګو ښار ته د خپل سفر د پيل په اړه خبرې وكړې. ويل يې چې په لار کې  الوتونكو ورته سندرې ويلې، ويالو ورته سُر_سُر كاوه او خوږو او تنکې و هيلو ډاډ وركاوه او په هيجان يې راوستئ؛ روان و او ځان ورته يو سرتېرى ايسېدئ چې په برياليتوب باندې له پوره باور سره_سره د جګړې ډګر ته درومي؛ له خانقا څخه د ښار تر منځ د لارې په اوږدو کې  دومره په فكرونو کې  ډوب و او دومره سندرې او شعرونه يې وويل چې هېڅ يې د لارې خلاصېدو ته پام نه شو.
 خو همدا چې يې د ښار او ښاريانو په اړه په خبرو پيل وكړ ږغ يې ورېږدېد، سترګې يې وځلېدې او غوسه_غوسه شو. هغه څه چې يې په ښار کې  ليدلي وو نه يوازې دا چې وړاندې يې هېڅكله نه وو ليدلي بلکې  تر اوسه يې په ذهن کې  د هغوى د راګرځولو زړه لا هم نه و كړى. هلته يې په ښار کې  د لومړي ځل لپاره _او هغه هم په سپين ږيرتوب کې _ د شيطان قدرت ليدلى او درك كړى و، د لومړي ځل لپاره يې د شر په جادو سر خلاص شوى او د آدمزاد په پستۍ، ذليلتوب او كمزورۍ پوهېدلى و. له بده مرغه په ښار کې  چې يې په دا لومړي كور کې  اوسېدنه غوره كړه، هغه رنډۍ خانه وه. هلته نژدې پنځوس ډېر شتمن خلك اوسېدل چې كار يې شراب څښل او كبابونه خوړل وو. هغوى به په شرابو مست چپه وراسته تلل او ګډېدل به؛ خبرې به يې دومره ناوړې او زړه بدوونکې  وې چې د يوه مومن او خداى پرست اورېدونکې  پر بدن به يې ورېښتان جګ_جګ درول. دا خوښ خوشحاله او آزاد خلك نه له خدايه وېرېدل، نه له شيطانه او نه هم له مرګه، بلکې  هر څه چې به يې زړه غوښتل هغه به يې كول او ويل او هر ځاى ته چې يې شهوت تګ غوښتل هلته به تلل. د هغوى پاك شراب برېښنا غوندې و او بڅرکي  ځنې غورځېدل او په غالب ګومان ډېر خواږه او د ښكلي بوى لرونکى  و، ځكه په هر ځاى کې  به يې د هغوى تر څښلو وروسته په ډېرې خوښۍ خندل او بيا به يې د هغوى د بېرته څښلو هوس كاوه.
 د هغوى شرابو د انسان د موسكا په بدل کې  موسكل او هر ځل چې به څښل كېدل په دومره خوښۍ به يې بڅرکي  غورځول لكه خپله چې هم پوهېدل چې څومره خوږوالۍ او شيطاني جادو په کې  پټ دى.
 د خانقا پير، چې د ډېري غوسې له امله يې لپې_لپې اوښکې  تويولې هماغسې خپل داستان پسې اوږد كړ. هغه ويل چې يوه لوڅه_پوڅه بدلمنې ښځه پر مېز ولاړه وه او شا وخوا شرابيان پر راڅرخېدلي وو. بېخي ليرې ده چې انسان دې تر دې ښكلې او په زړه پورې منظره په ذهن کې  انځور كړي، يا دې د هغې سارى په طبيعت کې  ومومي. هغه زهرجن مار او هغې لړلې ځوانې غنمرنګې ښځې چې اوږده وېښتان، تورې سترګې او غوښين شونډان يې لرل خپل واوره غوندې سپين غاښونه په خورا بېشرمۍ او ګستاخۍ داسې ښكاره كړي وو او داسې يې موسكل لكه غوښتل چې يې ووايي: "راته وګورئ، څومره ښكلې او څومره بېشرمه يمه!" زرين ورېښمين ټوكر يې پر اوږو په ډېر ښكلي ډول راځړېدلى و، خو مرمرين جسم يې نه غوښتل چې تر جامو لاندې يې پټ شي بلکې  د يوه نوي رازرغون شوي بوټي غوندې، چې په پسرلي کې  ځمكه چوي او ورځنې راوځي د جامو په چينونو کې  څرګند ښكارېدئ. بېشرمې او لړلې ښځې به د شرابو ګيلاسونه يو په بل پسې تشول، سندرې به يې ويلې او هر چا چې به وغوښتله د هغه په غېږ کې  به پرته وه.
 د خانقا پير په داسې حال کې  چې په غوسه يې لاسونه دورې او ايسته كول د آس ځغلونې د سياليو، د غويانو د جنګونو، د تياتر او  انځورګرۍ د مركزونو _چېرې چې د لوڅو ښځو له بدنونو څخه تابلوګانې او مجسمې جوړېږي_ په اړه هم خبرې وكړې. په خورا خلاصه ژبه او احساساتي لهجه ږغېدئ _لكه شهباز چې په ډېر جوش پر تارونو خوځېږي_ او نورو راهبانو يې څرګندونو ته په وازه خوله او خورا تلوسه غوږ نيولى و، تر دې چې د ډېر اغېز او هيجان له امله يې ساوې بېخي بندې_بندې كېدلې . . . .
 پير د ابليس د ټولو جادوګريو او د ښځې د نازونو، اداوو او د هغې د كرکې  وړ اندامونو تر تشرېح كولو وروسته پر شيطان لعنت ووايه او خپلې هوجرې ته لاړ . . . .
 په سبا چې له هوجرې څخه راووت په خانقا کې  يې هېڅوك هم ونه ليدل؛ ټولو راهبانو پښې سپکې  كړي وې او ښار ته تښتېدلي وو.

 

 

عبدالحميد ترابي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005