Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-04  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

ما ته غوږ شه

اوس كه بوډا شومه خو تا غوندې وم ځوان بچيه
دوست او غليم مې پېژانده، وم پهلوان بچيه
موږه له غصب او لا دينۍ سره كينه لرله
په دغه لار كې مو ښندلي مال و ځان بچيه
موږه سينه د مكناټن په سپين خنجر څيرې كړه
پك د وارسا مو كړ په دوو كې حيران بچيه
پر افغاني خاوره لوى شوى يې لږ فكر وكړه
يو څو ګيلې درته كومه مسلمان بچيه
له ”تېرې نام“ څڼو دې ځار شمه جينۍ غوندې يې
خپل افغاني كلتور دې ولې كړ ارزان بچيه
يخن دې چاك دى، دا بخمل د پېغلكو جامه ده
هار دې پر غاړه سبا اچوې پېزوان بچيه
پتلون دې چسپ كړ وروستۍ پښې دې د ملخ جوړې كړې
درپورې خاندي ايساف او انګرېزان بچيه
سينه دې خپله، انځور شوى پرې تصوير د چا دى
فخر پر بل كړې ځان په خپله جوړ كړه ځوان بچيه
ږيره راتراش كړې زنخدان ورته جارو جوړوې
وايه د كوم پيغمبر جوړ وه- داسې شان بچيه
”فوجي كټنګ“ كې دې څټ اوږد عليشنګۍ مولۍ شوه
سر په ګرېوان كړه ښه قاضي لرې وجدان بچيه
پاتې يو كار شو شنه خالونه دې پر زنه كښېږده
ورسره وټومبه په څڼو كې ګلان بچيه
خپله ګونګټ يې بار تر ځايه رسولاى نه شې
پر پاى جامه دې انځور شوي لړمان بچيه
نظر د سترګو دې لا ځوان، تورې عينكې څه كړې
كړ دې په خپله تروږمۍ پر ځان جهان بچيه
ستا ابادي د وطن هېره، بازسازي د ځان كړې
سرخي- پوډر درسره نه ښايي نادان بچيه
زه خو خوشحال يم، زوى مې لور شوه چې خدمت مې كوي
نه دى وطن د (نرښځو) افغانستان، بچيه
ما تهزينوال درته يو سوال د پلار په ژبه وكړ
اول افغان يې، بيا اولاد يې مسلمان بچيه.

عبدالاحد تهزينوال   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005