Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-04  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

موقع

  موقع
  چې ستره لار دپر مختګ دکارونو نه ويني
  لوي جنبشونه شور او زوږ دزمانو نه ويني
  هغه قومونه دي ړانده يا په غلطه روان
  چې ګرداو دوړئ څوک دمخکئ قافلونه ويني
  دبل دلاس په اشارو چې قوم پرې پرې شي
  له لوګو پرته به بل څه په اسمانو نه ويني
  قوم دې دخپلې ناروغۍ اعلاج په خپله وکړي
  په خپل کاله کې دې نوکر ځان دپردو نه ويني
 څوک چئ طلب دځلاندلمرکړي لاردئ يوه کړي خپله
   نو به ګلونه د سپرلي په  تؤيدو نه و يني
 دچا چئ خوښې وي دسرو شونډو پيالې دميو
 بئ ميخانې نه رندان لار بله دتلو نه ويني
 دلوي افغان قسمته پاڅه وخت دخوب پوره دئ
   دوښمن دې خوب ديو کيدو بې ورک کيدو نه ويني
 ته  د ختيځ ،لوديځ ،بلا، لر نه تر بر، وخوړئ
 يي بئ خبر څه طريقه د پاڅيدو نه ويني
               که درنه داموقع خطا شوه واردې ونه کړلو
              نوخدمتګاره پښتولاړه بياپښتو، نه وين
کلاکرويک ناروې

محمد يوسف خدمتګار   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005