د ارغند د څپو ژبه ( دوهم ) :
تنكى شاعر حكمت الله سروش د حبيب الله زوى په 1367ل كال د كندهار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى. زده كړې يې د نازو انا عالي لېسه كې پيل كړي، چې اوس هم په خپلو زده كړو بوخت دى.
هغه كسان چې لمرخاته د شعر لپاره د د الهي طبيعت ستره ښكلا ګڼي، نو دا خبره به هم په ذهن كې ورګرځي، چې د شعر لپاره تر يوه حده عمر او مشرتوب مطرح نه دى، بلكې هنر يوازې د انسان د شعر په رښتيني او فطري استعداد پورې اړه لري. كه چېرې ښه شاعر ته د عمر د ډېروالي شرط كښېږدو، بيا به مو ډېر داسې شاعران راياد شي، چې د عمر په پرتله يې شعر ډېر خام او كمزورى دى.
سروش، كه د عمر په لحاظ كشر دى، شعر يې بيا د ده تر عمره پښه اړوي او دا په ګوته كوي، چې حكمت به تر دې زيات پرمختګ وكړي، ځكه اوسني شعرونه يې لا د لومړنيو تجربو او مشاهدو نتيجه ده. كه چېرې يې د وخت په تېرېدو سره لرغوني او اوسمهالي شعرونه په غور سره ولوستل، نو باوري يو چې تاند شاعر حكمت الله سروش به د راتلونكي لپاره له غوره او پخو شاعرانو څخه وي.
نوموړي كه په دې څوكلن بهير كې له سياسي، شعاري او تشو خبرو پرته نور څه نه دي اورېدلي، خو بيا يې هم خپل دريځ ساتلى دى. ځكه د يوه شاعر خبره ده: رښتينې شاعري هغه ده، چې ورځنيو پېښو ته د هنر جامه ور واغوندي او داسې يې ښكلې كړي، چې هر زړه ته لار پرانيزي. نو د سياست، اقتصاد او شاعرۍ ترمنځ د هنر لويه پوله ولاړه ده، كه چېرې په شعر كې كوم وچ سياسي بحث راشي، يا هم د اقتصاد حساب و كتاب د شعر په ژبه بيان شي، بيا به شعر د هنر له مخې ډېر ټيټ او پرېوتى شي.
سروش هغه تاند شاعر دى، چې د كندهار د تنكيو شاعرانو په مخكښو كې راتلاى شي. د ده ځينې همزولي شاعران په كندهار كې شته چې په همدې كشرتوب كې يې د هنر ماهيت پېژندلى او اوس هم د هنر په ځلا كې برخه اخلي.
اشنا
پټ يمه د سرو سترګو رڼا مې شه
رنځ يمه، علاج مې شه، دوا مې شه
ګرانه! لادرك شوم په دې كلي كې
توره تاريكه كې روڼ سبا مې شه
لږ خو بنده ګانو كې راياد مې كړه
زه به دې رنځور شم، مسيحا مې شه
لږ مې د حباب و ژوند ته وګوره
خير، خير درته وايمه بقا مې شه
2001_7_4م كال- كوټه
شخ برېتونه
ستا خوږه موسكا جانانه! ستا دروغجنه غوسه ياره!
د الهام دوې سرچينې دي، چې غيبي غزل ترې اوري
چې په ياد يې له هيبته "رقيب ولوېږي له كټه"
زموږ د شخو برېتو تاو دى، كنداري غزل ترې اوري
پښتنې كې دوه صفته: تورې سترګې او سرې شونډې
نرګسي غزل ترې اوري، ګلابي غزل ترې اوري
خدايه! داسې يوه ښكلې كړې پيدا چې دا دعا كړي:
بس يو داسې سروش غواړم، چې دى ځي غزل ترې اوري.