|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-06-05 م |
خپرندوی : خلیل الله سروري |
چا پي بڼه |
شيطان څراغ (طنز) دا يې څلورم ځل و، چې د ماڼۍ د كړكيو د ماتو ښيښو پر ځاى يې نوې ښيښې اچولې وې. سره له دې چې ښيښې يې لا پرون پوره كړې وې او اوس دومره يخني نه وه، خو د كار او كادرونو د چارو وزير ناروغ و، نورو وزيرانو او مشرانو به ويل چې وزير په هغه شپه چې يو توغندى ګولۍ د كړكيو ښيښې ماتې كړې، په يوه كمپله كې ويده شوى او د خپلې سرزورۍ له امله زكام شوى دى. وزير دا څو ورځې د هغه او دغه له جېب څخه ډېرې ګولۍ خوړلې وې ا و خپل همېشنى شين چاى يې هم په تور چاى بدل كړى و، خو ناروغي يې لا پسې سخته شوې وه، د روغتونونو لارې د نورو وسلوالو ډلو په واك كې وې. وزير پكول ايسته كړى و او تر سر يې برګ دسمال ټينګ تړلى و، له ځايه راولاړ شو، له دروازې يې يوې او بلې خوا ته وكتل، پيره دار په دېګدان پسې اور اچولى و، وزير پرې غږ كړ: اشا شيرينه! دوا دې راوړه؟ اغاشيرين چې په يوه لمده لښته د اور په منځ كې لرګي سره اړول- رااړول، مخ راواړاوه: ټول پازور بند و، يو درملتون هم خلاص نه و. _ ولې، برچه او كلاشينكوف دې نه لرل چې كولپ (قلف) دې مات كړى واى؟ ها! چې هغه څه ونه ويل، په امرانه لهجه يې پسې زياته كړه: ژر لاړه شه، له يوه درملتون څخه د ټوخي او زكام دوا راوړه. اغاشيرين چې هماغسې په اور كې لرګى واهه، پوښتنه وكړه: ډاكټر خو به به وي، څه رقم دوا راوړم؟ ده د روغتيا له وزير څخه مرسته وغوښته، د روغتيا وزير نصوار اچولي وو، يوې بلې خواته يې وكتل، تفداني يې پيدا كړه، په ډكه خوله يې ځواب وركړ: زمرى چاپ ګولۍ، ”سلاتامول“ شربت او نورې هغه څه يې بولي، هغه د شنه پاكټ ګولۍ چې شا ته وزي. اغاشيرين ښايي د ده خبرې اورېدلې وي، خو د كار وزير لږ په لوړ اواز بيا تكرار كړې او ټوپكوال ته يې په منت وويل چې د ژمي په ګرمي او د دوبي په يخنۍ دې نه نازېږي، په حالاتو باور نه شته، تمبلي دې نه كوي، ګولۍ دې ژر راوړي. ټوپكوال زړه نازړه روان شو، له غوسې په ډك نظر يې وزير ته وكتل، چې مانا يې دا وه: وزير يې، څه قوماندان خو مې نه ېي، چې دومره نېغ- نېغ كېږې. په ښار كې برېښنا نه وه، وزير يې له څو نورو وزيرانو سره يوځاى خپل كور ته، چې په خارج كې و- تللى و. د برېښنا بندونه د يوې بلې وسلوالې ډلې په لاس كې و، هغوى هم په دې ماڼۍ كې برخه غوښتله، سره له دې چې څو ځله د پيسو په بدل كې برېښنا راپرېښې وه، خو څو ورځې وروسته يې بيا ودروله. د پوهنې وزير د ماڼۍ په كړكۍ كې د شبتو نيم پاتې بوتل تش كړ، د بوتل سر يې د مېخ په وسيله سورۍ كړ، بيا يې د خپل بالښت يوه خه راوسپخوله، يو موټى پنبه يې راوايستل، ويې ورېشل، بيا يې بېرته د تار په ډول مزى كړ، له ايشتوپ څخه يې په بوتل كې تېل واچول، څو ركعته مسافرانه لمونځ يې ادا كړ، اوس نو د ماڼۍ دا خونه بېخي تياره شوې وه. په خونه كې نور وزيران، معينان، رئيسان او قوماندانان هم وو، خو لكه چې د څراغ لګول د پوهنې د وزير دنده وي- ټول غلي ناست وو. وزير څراغ ولګاوه، له رڼا سره ټولو د پوهنې په وزير شاباس وايه، آن يوه نيم خو لاسونه هم وپړكول، د مركزي فرقې قوماندان په ټوكه وويل: يره رښتيا چې پوهنه رڼا ده، وګورئ د پوهنې وزير خپله وظيفه سرته ورسوله. وزير چې اورلګيت بېرته په كړكۍ كې ايښوده، په وياړ سره وويل: هو- نو ستاسو د وزير غوندې خو نه يمه. ټولو وخندل، د دوى له خندا سره د درنو وسلو غړمبهار هم پيل شو، له هرې خوا مرمۍ بادېدلې. د وزيرانو بېړنۍ غونډه د شيطان څراغ رڼا ته جوړه شوه، څراغ د رئيس مخې ته ايښى و، ځكه خو د ټولو څېرې سمې نه ښكارېدې، خو د دولت رئيس د خپلې اوږدې وينا په وخت كې هر يوه ته كتل، داسې لكه چې د دوى هر يوه څېره ښه ليدى شي او د هغوى په څېرو كې د خپلو خبرو د اغېزو د نښو په لټه كې وي. ده په خپلو خبرو كې د كارونو د ښه اجرا او حالاتو په باب خوښي وښودله او مخې ته د پراته كاغد له مخې يې هر يوه ته دندې وسپارلې، د برېښنا وزير نه و، ښار ته د برېښنا د بياراتلو په باب د تدبيرونو د نيولو د دندو يادښت د روغتيا وزير وليكه، د اقتصادي چارو د وزير د دندو د يادښت پر وخت يوه نابلد كس د شيطان څراغ رڼا ته رادمخه شو. د رئيس لومړى ورته پام نه و، د كاغذ له مخې يې د هغه د راتلونكو دندو په شمېرلو پيل وكړ: ”د اقتصادي امورو وزير وظيفه لري، چې د ښار يوه دكاندار چې موږ ته يې عريضه رسېدلې ده، د كانتينر د بېرته وركولو په باب اجراآت وكړي. د ده كانتينر زموږ يوه قوماندان په زوره ترې وړى دى، بايد چې دا...“ د رئيس د نابلده وزير څېرې ته پام شو، كښته- پورته يې ورته وكتل، كاغذ يې يوې خوا ته كړ، پوښتنه يې وكړه: ته څوك يې؟ _ زه د اقتصادي چارو وزير يم. _ عجيب، ته چا مقرر كړى يې؟ زه خو تا نه پېژنم. _ صاحب! زه والي صاحب مقرر كړى يم، هغه ما ښه پېژني. رئيس تلولى شو: عجب! نو هغه بل څه شو؟ _ خبره داسې ده چې پخوانى وزير ګاونډي ملك ته خپل كورته تللى دى، والي صاحب ويل چې هغه ورته ويلي چې بيا نه راځي. بس ما ته يې وويل چې ته هلته وزير شه. د ده په خپله هلته ښه ساعت... د توغندي لړزوونكي غږ وزير، نورو خبرو ته پرې نه ښود. د ماڼۍ نوې ايښوول شوې ښيښې دانه- دانه شوې. دوه كسه په وارخطايۍ لاولاړ شول، خو چې رئيس ته يې وكتل، بېرته پر خپلو ځايونو كښېناستل. يو ټوپكوال په بيړه كوټې ته راننوت، د ر ئيس په غوږ كې يې څه وويل، رئس مخې ته پراته كاغذونه سره راټول كړل، وسلوال ته يې وركړل او په خپله په بيړه ووت، تر ده وړاندې وروسته نور هم ووتل، شيطان څراغ يوازې پاتې شو. شا و خوا د توغنديو ګولۍ لګېدلې، داسې معلومېدل چې ټولو لار وركه كړې وي، بس يوازې بلې خوا ته يې منډې وهلې. تا به ويل د سپوږمۍ تتې رڼا ته په ګوليو د لګېدلې څيرې- څيرې بيرغ رتياړې او په ماڼۍ كې د باد په مخ كې د شيطان څراغ لړزېدونكې لمبې د ارګ په تللې برم پسې لاسونه اچوي. ۱۳۷۴ _۱۱_۱۹
علم ګل سحر بېرته شاته
|