چا خو ويل چې اوس راغلى دى د زړو سوداګر
خو دلته ګرځي هسې مست لا د سرو سوداګر
موږ په كوڅه د قصابانو كې چړې پېژنو
كله به راشي زموږ خوا ته د بنګړو سوداګر
په دغه ښار كې ښايي ټول لا مجرمان اوسېږي
ښه كار و بار كوي همدا د زنځيرو سوداګر
په هغه وخت كې چې مو يو بل ته مورچې نيولې
له هرې خوا به راروان وو د وسلو سوداګر
په خاموشۍ يو بل ته غېږ وركړي، رخصت ترې اخلي
چې كله وويني نښتر مو د لرګو سوداګر.
ش. م. زرمت