زړه، زړه تنكۍ- تنكۍ يم، د غوټۍ غوندې يم
د څوارلسمې شپې په شان سپينې سپوږمۍ غوندې يم
پام كوه زور راته رانه كړې درنه ماته به شم
پرون د دوولسو كالو شومه، تنكۍ غوندې يم
د نوي وخت جامې بربنډې اغوستلاى نه شم
د تورو غرونو پښتنه يمه، كوچگۍ غوندې يم
زه يم پتپاله، پت به ساتمه په تورو غرو كې
ورانه جونګړه كې اوسېږم، شهزادګۍ غوندې يم
تور دېوان نه غواړم، زه ښكلې يم، ښايسته غواړمه
د ګل اندامې سكه خور يم، ښاپېرۍ غوندې يم
بغداده! سپين مخ ته مې ګوره چې ثواب دې وشي
بېګاه مې خوب كې كوثر وليد، جنتۍ غوندې يم.