Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-05  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

پوهنوال محمد رسول باوري

 بېنوا :

ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوري په ١٣٣٦ لمريز کال (١٩٥٧زېږديز کال ) د روزګان ولايت په دهراوت ولسوالي کي زيږيدلی، په ١٣٥٢ لمريز کال د تيرينکوټ د سيدالخان ليسې څخه فارغ او د ١٣٥٤لمريزکال د کانکور ازمويني وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی د تاريخ څانګي ته شامل شو ، په ١٣٥٨ لمريز کال يې دکابل پوهنتون د ليسانس دپلوم تر لاسه کړ. د همدې کال د کب په مياشت کي يې د کابل پوهنتون د علمي کادر لپاره په ازموينه کي برخه واخستل خو لا نتيجه څرګنده نه وه چي په ١٣٥٩ لمريز کال د غوايي په مياشت کي د مکلفيت چوپړ شپږ مياشتنۍ دورې ته وليږل شو ، دښاغلي باوري په وينا د چوپړ دا دوره هر شپږ مياشتي وروسته جبراْ شپږ مياشتي نوره اوږدېدله او د اتلسو مياشتو وروسته په ١٣٦٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کي يې د مکلفيت د چوپړ څخه د فراغت پاڼه تر لاسه کړه . د همدې کال د مرغومي په مياشت کي يې د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني ډيپارتمنت د علمي غړي په توګه دنده پيل کړه .
 ښاغلي باوري د خپلي دندي تر څنګ د ١٣٦٥ څخه تر١٣٦٧ لمريز کال د ماسټرۍ پروګرام بشپړ کړ او د کابل پوهنتون څخه يې د ماسټرۍ يا .ام . اې . دپلوم تر لاسه کړ.
 ښاغلي رسول باوري د ١٣٦٠ لمريز کاله څخه تر ١٣٧٧ لمريز کاله پوري يې بېله ځنډه دکابل پوهنتون اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني په ډيپارټمنت کي د استاد په توګه دنده تر سره کړېده .
 استاد رسول باوري د کابل پوهنتون د کړنلارو( لوايح ) سره سم د پوهيالي کانديد رتبې څخه بيا تر پوهنوالۍ پوري علمي رتبې يو په بل پسې ترلاسه کړيدي ، او په دې ترڅ کي يې تر شل عنوانه زيات علمي او تحقيقي کتابونه ليکلي چي له هغو څخه پنځلس عنوانه کتابونه د کابل پوهنتون ، علومو اکاډمۍ او يوشمير بهرنيو علمي موسيسوله خوا چاپ او خپاره شويدي .
 
 چاپ شوي اثار :
 ١ _ د روښانيانو غورځنګ ( مونوګراف چي وروسته خپور شو ) ١٣٥٨ .
 ۲ _ اصول وتحقيقات باستانشناسي ؛ کابل پوهنتون ١٣٦١ .
 ۳ _ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .
 ۴ _ باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٤ .
 ۵ _ باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٥ .
 ۶ _ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني . کابل پوهنتون ١٣٦٦ .
 ۷ _ افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه ١٣٦٧.
 ۸ _ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ) . کابل پوهنتون ١٣٦٨ .
 ۹ _ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم ١٣٦٩ .
 ۱۰ _ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٧١ .
 ۱۱ _ موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه ١٣٧٤ .
 ۱۲_ لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري ؛ په جرمني کي دافغانستان فرهنګي ودي ټولنه ١٣٨١
 ۱۳ _ په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤.( د ساپي پښتو خپرونو مرکز له خوا تر چاپ لاندي )
 ۱۴ - په انګريزي ژبه Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)
 ۱۵ - په هالنډي ژبه ( Samenwerken in Drenthe. 2003 .( Assen: Nederland
 
 خپريدو ته چمتو اثار :
 ١ _ په افغانستان کي سپړل شوي لرغوني سيمي .
 ٢ _ لرغونې نړۍ . ( د ژباړل شويو مقالو ټولګه )
 ٣ _ لرغونی افغانستان او ګاونډي هيوادونه .
 ٤ _ د مټن او لنډيانې بابوزي ( اتنوګرافيکي څيړنه )
 ٥ _ نيوکي او ګيلې . ( په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني . )
 
 تر دوه سوه زياتي مقالې يې دهيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کي چاپ شويدي . تر پنځوس زياتو ملي او نړيوالو علمي سيمنارونو کي يې ګډون کړيدﺉ . په ١٣٦٨ لمريز کال يې دکابل پوهنتون د ادارې له لوري د زيار کښ استاد ستاينليک تر لاسه کړﺉ او په ١٣٧٤ لمريز کال يې د محمود طرزي د ليکوالۍ دولتي نښان ګټلی دی .
 له بده مرغه دکابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي دغه استاد ( باوري) د ١٣٧٧ لمريز کال راوروسته د هيواده ليري او د يوشميرنورو افغان روڼ اندو په څېر په هالنډ هيواد کي کډوال دی ،اودا مهال دهالنډ د خروننګين ( Groningen) په ښار کي د لرغونپوهني انستيوت د لرغونپوهانو سره يوځای د هالنډ هيواد دبېلا بېلولرغونو سيمو په سپړنو تر څنګ دسلام فرهنګي ټولني د ويبپاڼي چاري هم پر مخ بيايي . عمر يې ډېر او پر قلم يې برکت !

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005