Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-05  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

لطيف بهاند

بېنوا :
 ښاغلی لطيف بهاند د ۱۳۳۱ لمريز کال د جدي په مياشت کي چي د ۱۹۵۳ زېږديز کال د جنوري سره برابره ده د کابل په بريکوټ کي زېږيدلی دی . په ۱۳۵۱ لمريز کال کي يې د کابل د حبيبيې په لېسه کي زده کړي پای ته ورسولې او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی ته لاړ .
 ښاغلي لطيف بهاند په ۱۳۵۵ لمريز کال کي هغه وخت پوهنتون پای ته ورساوه کله چي په کابل پوهنتون کي د پښتنو او پارسي ادبياتو له پاره د ماسترۍ زده کړي پيل شوې ، ښاغلی بهاند له همدې کال ( ۱۳۵۵ ل ) نه لومړی د پښتو ټولني دعلواکاډمۍ غړی او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانګي استاد شو او د تدريس تر څنګ يې په ۱۳۵۸ لمريز کال په پای کي د ماسترۍ دوره پای ته ورسوله .
 ښاغلي لطيف بهاند د خپل ژوند په نولس کلني کي د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو د (ډرام او ديالوگ) په څانگه کې کار پيل کړ. او دپوهنتون ترپای ته رسېدو وروسته يې د راډيو افغانستان لپاره د کره کتني، پر له پسې داستانونو او درامونه د ليکلو دنده پر مخ بېوله ، او دماسترۍ تر پای ته رسېدو وروسته يې د ادبياتو د پوهنځی د استاد په توګه دنده پيل کړه .
 
 علمي ، ادبي او هنري خدمتونه او آثار:
 په پښتو ادبياتو کي د لنډي کيسې تاريخچه، د ليسانس د دورې مونوگراف . ١٣٥٥ لمريز کال.
 د ادبياتو تيوري،د ماسترۍ د دورې تيزس. ١٣٥٨لمريز کال .
 په پښتو ادبياتو کې د کره کتنې تاريخ،په روسي ژبه،١٩٩١ زېږديز کال .
 په کابل پوهنتون کي د زده کړي او وروسته د استادۍ تر څنگ د راډيو افغانستان د پر له پسې داستانو پروديوسر، د کره کتني د خپرونې لپاره د کره کتني ، ډرامونو او داستانونو ليکل، د ((نړ ۍ د شهکارونو)) د خپرونې لپاره د نړيوالو شهکارونو په پښتو ژباړل او راډيويي کول.
 د راډيو افغانستان د((شعرونو او بهيرونو)) د اوونيزې خپرونې لپاره د کره کتني ليکل.
 د افغانستان د ليکوالو د ټولني غړيتوب .
 په ١٣٦٥لمريز کال کې د دوکتورا د زده کړو لپاره مسکو ته تگ.
 د مسکو په راديو کې د وياند په توگه د کار پيلول.
 
 خپاره شوی آثار:
 ۱ - د راحت زاخيلي پر((ناول د ماه رخي)) اثر د سريزې ليکل، اوپه ١٣٦٣لمريز کال کې د کابل پوهنتون له خوا خپرول.
 ۲ - د اشرف خان هجري منتخبات:
 دا د هجري د شعر منتخب دی چې په پښتو ادبياتو کې د هجري د اثارو يادون او څېړنه دهغه سريزه کې راټول شوي او١٣٦٣لمريز کال کې د اشرف خان هجري د علمي سيمينار په وياړ د قومونو او قبايلو وزارت د خپرونو او فرهنگي چارو د رياست له خوا چاپ شوی دی.
 ۳ - د رڼا ناوې:
 دا د کوزي پښوتنخوا د نامتو شاعرانو د شعرونو غور چاڼ دی چی په ١٣٦٥ لمريز کال د افغانستان د ليکوالو د ټولنې له خوا خپور شوی دی.
 ۴ - د پښتو ژبې گرامر او ادب:
 دا يو درسی کتاب دی چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځی له خوا په ١٣٥٩لمريز کال کې،د کابل پوهنتون له خوا خپور شوی دی.
 ۴ - د خيرالبيان منتخبات :
 دا د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانگې لپاره درسي کتاب دی، چې په ١٣٦١ لمريز کال د کابل پوهنتون له خوا خپور شوی دی.
 -٦ څلور اورني کلونه:
 دا اثر د دويمي نړيوالي جگړې د تاريخ په اړه يو څېړنيز اثر دی، چي دافغانستان دکورنيو چارو د وزارت له خوا په ١٩٦٥ لمريز کال کې خپور شوی دی.
 -٧رياليزم او ضد رياليزم:
 دا يو ژباړل شوی اثر دی چې په ١٣٦٦ لمريز کال د قومونو او قبايلو وزارت د خپرونو او فرهنگي چارو د رياست له خوا خپور شوی دی.
 -٨ پل:
 دا شعرونو ټولگه ده، چې په ١٣٦٥ لمريز کال د افغانستان د ليکوالو د ټولني له خوا خپره شوې ده .
 ۹- د کابل مجلی ٥٠ کلن فهرست:
 دا د کابل مجلې د مضامينو فهرست دى.
 دا پنډ کتاب د کابل په مجلې کې د ٥٠ کلونو (١٣١٠-١٣٦٠) خپرو شويو مضامينو بشپړ فهرست دى.دا فهرست د الفباء په ترتيب ليکل شوی و، او بيا دکابل مجلې له خوا د ضميمې په بڼه له (الف) نه تر (پ) پورې په بېلا بېلو گنو کې خپور هم شو. دا اثر وروسته، په هماغه وخت کي د سانسور له کبله له چاپ نه پاتی شو.
 ۱۰ - کلتور پوهنه:
 دا يود فرهنگ،د فرهنگ د پيدايښت او فرهنگى اصطلاحاتو درسی مرستندوی کتاب دی چې په ٢٠٠٠ زېږديز کال په مسکو کې خپور شوی دی.
 ۱۱ - نا آشنا ليک:
 دا د يو په زړه پورې هنری ناولگوټى ژباړه ده چې په ٢٠٠٠ زېږديز کال په مسکوکې خپور شوی دی.
 ۱۲ - د ښکلا فصل:
 دا د شعرونو ټولگه ده، چی په ٢٠٠٢ زېږديزکال په مسکو کې خپره شوی ده.
 ۱۳ - نوی روح :
 دا د افغانستان د نوميالی شاعر او ليکوال، ښاغلی سليمان لايق پر ژوند، شعر او شاعر ۍ يو تحليلی او څېرنيز اثر دی چې په ٢٠٠٥ زيږديزکال په پېښور کې خپور شوی دی.
 ۱۴ - په پښتو ادب کی د آزاد شعر تاريخچه:
 دا په پستو شعر او شاعر ۍ کې د آزاد، سپين او منثور شعر تاريخچه ده چې د يوې رسالې په بڼه په ١٣٦٠ لمريز کال د (افغان ياد) په نامه کتاب کې خپره شوی ده.
 ۱۵ - موچی:
 دا د نور محمد تره کی د لندو کيسو ټولگه ده. دغه اثر د شوروی اتحاد د ليکوالو او پښتو پوهانو د نظرياتو او يوې سريزي په ملتيا په ١٣٨٣ لمريز کال په مسکو کی خپره شوی ده .
 
 ناچاپ اثار :
 آزادی شکست ناپذير:
 دا په پارسي ژبه د امريکا او د هغې د پوځي ټلوالي له خوا په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د پو ځي عملياتو له پيل نه نيولې بيا د هغوی تر را پرزېدو پورې د دغو عملياتو د بهير کرونولوژیکه تاريخچه ده.
 په پښتو ادبياتو کې د څلوريزی تاريخ.
 په پښتو ادبياتو کې د کره کتنی تاريخ.
 د گناه فصل: د څلوريزو جونگ.
 منثور شعرونه: دسلو په شا و خوا کي د ادبي ټوټو او منثورو شعرونو يوه ټولگه ده.
 د چونغر ترانی: دا د سليمان لايق د چونغر د ترانو اوډنه او پر هغو يوه اوږده شننه او په پښتو ادب کي د طبيعت د انځورنې څېړنه ده.
 پښتو ته دروسي هنري آثارو د ژباړل شويو آثارو فهرست:
 په دې کتاب کي د ټولو هغو روسي هنري آثارو نومونه را ټول شوي و، چي له روسي ژبي نه پښتو ته اړول شوي وو .

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005