د پت معيار
د ګلو بوټي او د بڼ وني تر څو چي مړې نه سي، د ودي او لويښت استعداد لري. د ګلو نيولو او پاڼي ايستلو استعداد لري، خو كله چي بيدې سي كه څه هم دا استعداد نه وي ځني تللى بيا هم خلكو ته سپكي ايسي او د "مني" په نامه يې له ميني څخه لاس اخلي.
د ژوند اوښتني دي، بيا چي كله دغه وني او بوټي له خوبه راوپاڅي او د خپل فطري استعداد مظاهر او د طبيعي واك نندارې څرګندي كړي، "پسرلى" يې بولي، هر څوك د بڼ او بوټو، ګلو او ونو سره مينه كوي، او په هوس يې څنګ ته ور درومي، له رنګ او بوى څخه يې خوندونه اخلي.
د انسانانو په ژوند كي هم دغسي ويښه او خوب د پت معيار دى.
سرطان 1331 ش
-----------------------
داسي وزيران هم پيدا كيږي
دا پېښه دوه ويشت كاله پخوا پېښه ده، خو زما د پرونۍ پېښي په شان په ياد ده، د ديارلس سوه شپږ څلوېښتم هجري شمسي كال دوبى و، د اسد د دوهمي هفتې پيلامه وه، په كابل كي د خطي نسخو نړيوال كنفرانس جوړ سو، د دوولسو هيوادو پوهانو ګډون پكښي درلود.
د جمعې په روځ د كنفرانس د ګډون كوونكو پوهانو په وياړ د پغمان په يوه شنه او سمسور بڼ كي غرمنۍ مېلمستيا جوړه سوې وه، زه هم دې مېلمستيا ته بلل سوى وم، په دغه روځ د پغمان هوا د كابل د ښار تر هوا تقريباً پنځه شپږ درجې سړه وه، د ګلو له تنكيو پاڼو سره د پستو وږمو شوخيو د مشكو نافې وېشلې، په لښتيو كي به د رڼو اوبو شور د نغمو له زړه وړونكي موسيقيت سره كله داسي هم آهنګي كوله چي تا به ويل دا هم د اركسټر جز دى، غرمه ډېگره ښه تېره سوه، پرېمانه خوندور خواړه وو، هري خوا ته د يارانو مجلسونه وو، ټوكي ټكالي وې، خندا وه، خوشحالي وه، ساز و سروز، اتڼونه وو، پاكه پرېولې او خوشګواره سړه هوا وه، د ګلو موج و، داسي ښكارېده چي طبيعت په دغه روځ د رنګ او بوى او طراوت هيڅ سامان نه و سپمولى.
هر څه تېرېده لري، مېلمستيا هم پاى ته ورسېده، مېلمانه يو په بل پسي رهي سول او بېنوا د كوربه په توګه ټولو مېلمنو ته په مسا او صميمانه لهجه په مخه ښه ويله، كرار_كرار مېگلمانه ټول له باغه ووتل، لوى استاد علامه حبيبي، بېنوا او زه سره پاته سوو او د څه به كوو؟ چيري به ځو؟ پوښتني را منځته سولې، بېنوا له خپل خصلت سره سم په ډېر صميميت وويل:
"زه وام په كابل ښار كي ګرمي ده، تر مازيګر پوري به دلته پاته سو، د پغمان دا سړه هوا او د طبيعت دا تازه ګي ګوره چي بيا كله ميسره سي؟ د ملا پير محمد كاكړ خبره ده:
درېغه ګل به د ګـــلزار وي مـوږ به نه يو
د بلبل به پرې چيـــــغار وي موږ به نه يو
د زړه يار به مو افسوس پر مزار كاندي
تور لـېمه به يې خونبار وي موږ به نه يو
نور نو ستاسو خوښه ده."
د بېنوا پيشنهاد ومنل سو او موږ درې سره د پغمان د تپې باغ ته راغلو، دوري هوري وګرځېدلو، تر مازيګره مو ښه سات تېر سو، لمر و غر چي سره نږدې سول، د تللو په تكل كي سوو، موټر ته راغلو، موټروان چي په ډېره تلوسه يې زموږ لار څارله، را ويې ځغستل، په ډېر ادب يې د موټر دروازه پرانيستله، بېنوا له خپل عادت سره سم د موټر په مخكي كښېناست، لوى استاد او زه د موټر په شا كي كښېنستلو، موټر مخ پر كابل را وخوځېد، خواجه مسافر ته لا څه څكل لار پاته وه، څو تنه سپاهيان مو وليدل، د سړك ښۍ څنډه يې اخيستې ده، يوستوي كتار غوندي پلي مخ پر كابل رهي دي او د هر يوه پر اوږه يوه_يوه كيزه ځړيږي، د سر سپاهي ته چي زموږ موټر ور ورسېد، هغه په ډېره چټكۍ يو ګام د سړك منځته را وړاندي سو او لاس يې داسي اوچت كړ چي د موټر د درولو مانا ځني اخيستل كېده، موټروان چي د هيواد ذ يوه وزير په څنګ كي ناست و، د سپاهي دغي غوښتني ته يې په خورا بېباكي وكتل او په ډېره استغنا يې د موټر سټرنګ كيڼ لور ته تاواوه، چي بېنوا پر ږغ كړه"ودرې !" موټر ودرېد، بېنوا د موټر دروازه پرانستله، په ډېره مينه او مهربانۍ يې پړك مشر صاحب وپوښتېد:
څه وايې؟ پړك مشر وويل :
"صاحبه ! څو سركاري اسان مو پغمان ته راوستل، چي دلته د پغمان په تازه او سړه هوا كي څو ورځي شنه وخوري، اسان مو مهترانو ته وسپارل موږ پلي پاته سوو، تاسو مو وينئ چي پياده مخ پر كابل رهي يو، لمر و غر سره ورغلى دى، را باندي شپه كيږي، هيچا موټر را ته و نه دراوه او موږ ...".
بېنوا د دغو خبرو له اورېدلو سره سم د موټروان څنګ ته ښه ور وڅخېدى او سپاهيانو ته يې وويل : "را خېژئ" دوه تنه له ده سره په مخ كي ځاى سول، څلور تنه د موټر په شا كي زما "رشاد" او لوى استاد سره د ارې د غاښو په شان تېر و بېر كښېنستل او درې تنه اسكېرلي سپاهيان تر موټر دباندي پاته سول، بېنوا موټروان ته وويل:
د شورليټ موټر ټول بكس لوى او پراخ وي، دوى هم هلته
ځاييږي. موټروان چي دا واروېدل هرياني يې نوره هم پسي زياته سوله، مګر څه يې كړي واى، مجبوره و جلالتمآبل حكم ومني،
سر يې وښوراوه، په خورا بې خوندي له موټره ور تا سو، ټول بكس يې خلاص كړ، دريو تنو پاته سپاهيانو ځانونه په ټول بكس كي داسي ځاى كړل چي سينې يې پر زنګنو ايښي وې، موټروان چي سپاهيان
په ټول بگكس كي سپاره كړل، له خوله خلاصي ټول بكس څخه يو
ګام تر شا سو، د موټر شا و خوا ته يې په ځير_ځير وكتل، په خورا حسرت يې سر وښوراوه، زما په خيال ده به په زړه كي ويلي وي:"دا د وزير
نازولى موټر، لس تنه د منځ سپرلي او درې تنه د ټول بكس سربارى ... )؟(
موټروان راغى پر خپل ځاى كښېناست او موټر مخ پر كابل وخوځېده، خو تګ يې تر پخوا ورو و، دا ځكه چي موټروان نه غوښتل په رڼا كوټه سنګي ته راورسيږو، ښايي دى به د خپل موټر په دغه بده ورځ شرمېده، مګر زموږ آرزو بيا دا وه چي ګړندى موټر نور هم ګړندى سي، يو خو به د ځاى د تنګۍ له عذابه ژر خلاص سو او بل به ژر خپلو كورو ته ورسېږو، نوري درېشۍ به واغوندو او پر وخت به هغې مېلمستيا ته ځانونه ورسوو چي د شپې له خوا د دغه كنفرانس د ګډون كوونكو پوهانو په وياړ د مطبوعاتو په كلپ كي جوړېدونكې وه.
د ماښام اذانونه نژدې و چي كوټه سنګي ته راورسېدلو، موټروان موټر كرار كړ چي ويې دروي او سپاهيان ځني كښته سي. بېنوا په دغه ترڅ كي له پړك مشر صاحب څخه چي اوږه يې د بېنوا په اوږه پوري كلكه نښتې وه، پوښتنه وكړله : "تاسي چيري ځئ؟"
پړك مشر صاحب ورته وويل : "موږ خو دهمزنګ ته ځو، خو ستاسي يې كور ودان چي تر دې ځايه مو راورسولو، موږ به دلته ..."
پړك مشر صاحب خپله خبره نه وه تمامه كړې چي نور نو د موټروان له توانه ووتل او بېنوا ته يې وويل :
"وزير صاحب ! تاسي خو د شپې بلي مېلمستيا ته تشريف وړئ، ښه نه ده چي پر وخت كور ته ورسېږئ او ..."
پړك مشر صاحب دغه وخت د خپل څنګ سړى د وزير په صفت وپېژانده، ځان يې څه سره ټول كړ او د كښته كېدلو اجازه يې په ډېر ادب سره وغوښتله، خو بېنوا د ده غوښتنه ونه منله، موټروان ته يې وويل : "دهمزنګ ته درځه !" موټروان له كوټه سنګي وخوځېده او دخلكو په ګڼه ګوڼه كي تېرېده، موږ ليدل چي د شاوخوا خلك د شپږ ګزي تور شورليټ موټر په ټول بكس كي ناست سپاهيان يو و بل ته د ګوتو په اشارو ښيي، او دغه بدعت )نوښت( ته د تعجب په سترګه ګوري.
موټر دهمزنګ ته ورسېده د موټر دروازې خلاصي سولې، سپاهيان كښته سول د ټول بكس سپاره سپاهيان هم په منډه راغلل د خپلو ملګرو څنګ ته ودرېدل، پړك مشر وزير صاحب ته عسكري سلامي وكړله نورو سپاهيانو چي پړك مشر ته وكتل هغو هم خپل لاسونه تنديو ته يووړل او د بوټو پوندي سره يې وجنګولې.
زموږ موټروان د مامورينو د كارتې په نيامت د عبدالوكيل خان د څلي پر چاپېره په راګرزېدلو پيل وكړ، تر څو چي موټر له سترګو نهامېده د سپاهيانو سترګو هغه بدرګه كاوه او زما باور دى چي تر دغه وروسته به يې هرو مرو يو و بل ته سره ويلي وي :
"وګورئ ! داسي وزيران هم پيدا كيږي !"
19 مېزان 1370
----------------------------
د جمنا پر غاړه
آجم _ آجمنا ! آبهانده جمنا !!
لږ تم سه ! واوره ! واوره !
زه يو نتلى پردېس پښتون يم، د دې سيمي هري كنډوالې ته چي ګورم د خپلي روښاني ماضي او تياره حال د مقايسې له شرمه د لېونيو په څېر له ودانيو تښتم او د وحشيو غوندي له سړو ترهېږم.
هو ! په رشتيا سره زه ګمان كوم، هر چاته به هغومره سپك ايسم لكه ماته چي خپل حال د خپل ماضي په نسبت سپك ايسي.
زما ټوكر ټوكر زړه د مات لاس په څېر ستا غاړي ته لوېږي او زه بلاوهلى د يوه ترټلي په شان ستا څنګ ته پنا دروړم.
نه پوهېږم ! هو _ نه پوهېږم ! چي ستا دريادلي به زما د وير لړلي زړه خواله واروېدلاى سي كه نه؟
آ - آ - آ - آ !
هيله لرم خپلو پرله ايشېدونكو څپو ته چي پله پسې د ساحل مچولو ته را اوږديږي او را لوړيږي، ووايې:
چي ما نتلى د يو څو دقيقو له پاره پر آرامه پرېږدي، دومره، فقط دومره چي تا ته د خپل خواشيني زړه غوندي وشنم.
ځكه چي په دې راڅخه پردۍ سوې مځكه كي هيڅوك نه لرم، له هيچا سره نه پېژنم، فقط يو ته ! هو يو ته اشنا غوندي رامعلومېږې او زړه ته مي لوېږي چي زما د تېر برم او اوسنۍ بې ارزۍ پرتله )مقايسه( به تا هم راسره وژړوي.
آ څپانده جمنا !
ستا مستي څپې چي پرله جاروزي، ځغلي، تېرېږي، ماته د خپل قام هغه زړه سپېڅلې مينه رايادوي چي د هغې په بركت به يې د يو و بل له پاره د خطر خولو ته په سيالي سره منډي وهلې او د تنګسو مقابلو ته به يو تر بل په شوق سره وړاندي كېدل.
ستا پرله ايشېدونكي څپې چي باډاسكي وهي او شڼا كا، ماته د خپل اولس هغه پخوانۍ تودې جذبې را په زړه كوي چي د هغو له فيضه به اوږده مزلونه ورته لنډېدل او ډېري سختۍ به پر اسانه كېدلې.
ستا د خولې سپين ځګونه چي د څپو په غېږه كي غورځي پرځي ماته د خپل تېر برم و پرتم هغه سرشاره مستي را يادوي چي بېره به يې له بيري ويلېده او سترګو به يې د سر ساتني ملاحظې په سترګو نه ليدلې.
ځكه ، هو ! ځكه مي سترګي ستا له څپاندي او ځلېدونكي سطحي څخه بلي خواته نه اوړي.
زه ستا د څپو پر مخ د خپلي شانداره ماضي لوستلى لولم او ستا په مستو غورځنګونو كي د خپلو تاريخي غورځنګونو نكلونه وايم.
خو افسوس ! كله چي يې له خپلي اوسنۍ بېوسۍ او بې پتۍ سره پرتله كوم وار په وار مي سترګي له حيرته ډكيږي د وجود تاو مي وجود په لړز راولي، بالآخره د نهايي ذلت سوځنده احساس او د هغه د ايسته كولو نامېندي مي د پښتني غيرت په حكم ورو ورو له ژونده مړوي.
هوا مي كيږي چي ستا له څپو سره غاړه غړۍ سم او ستا په مېړانه خپل آزاد پښتني روح د دې تياره او بې پته ژوند له سخت ګيرو منګولو خوشي كړم.
اما ! كاشكي زه نه پوهېدلاى چي پخپل مرګ سره د ژوند بدمرغيو ته خاتمه وركول مېړانه نه ده، او دا د هغو بې همتو كار دى چي د ژوند د ستونزو په مخ كي د زيار او مجاهدې توره او سپر ايږدي.
آ قهرېدلې جمنا ! بالآخره اجازه راكړه چي ستا په لمن كښي يو څو څاڅكي د زړه له تاوه را ايشېدلي تودې سرامني اوښكي تويي كړم، ګوندي دا له ګرومه سېځلى بدمرغه داغ داغ زړه مي )چي چاودلو ته نژدې سوى دى( لږ تش سي.
هله ! هله ! ژر سه اجازه راكړه ! كه نه ليري نه ده چي د خپل شوم او له پېغوره ډك ژوند راباندي دروند پېټى، ستا د څپو پر اوږو واړوم او د ځان وژلو بې همتۍ ته غاړه كښېږدم.
دهلي _ د جمنا سيند غاړه
25 جولاى 1948 ع
------------------------------
بې عمله شاعران
د ژوند په بهار كښي د هغه ګل نوم ارمان دى چي د ارمانجن لاس نه وررسيږي، ځيني داسي هوسناكه ارمانجنان سته چي د هغه ګل د حاصلولو له پاره بې عمله چيغي وهي، بې نتيجې آهونه كاږي او بې اثره اوښكي بهوي، دغو بې عمله چيغو، بې نتيجې آهو او بې اثره اوښكو ته خلك شعر وايي، ځكه چي كه ارمانجن د هغه ګل د حاصلولو له پاره د خپل عقل او دماغ په مرسته لاره وسنجوي علم باله كيږي او كه لاس و پښې پسي وخوځوي عمل ورته وايي.
مګر شعر د علم او عمل مخالف طرف دى له دغه امله نو د جهالت په دور او نهايي انحطاط، غفلت او جمود په زمانه كښي بې عمله چيغي او بې اثره آهونه ډېر ليدل كيږي او خلك يې د شاعرۍ عروج بولي.
شاعران د كاغذه په كښتۍ تر دريابونو پوري وزي او د نل پر آس قطب ته ځان رسوي، د مبالغې پر وزر اسمان ته الوزي او وچو غلو په زور او طاقت د طبيعت ټول ياغي قوتونه اېلوي.
-----------------------
د پښتنو كښتۍ
په نړۍ كي دريابونه ډېر دي او په هغو كي د كښتيو څه كمى نسته. زه چي ګورم په دغو كښتيو كي د پښتنو كښتۍ يوه خښمېدلي تند باد پسي اخيستې ده او په ډېره تېزي سره يې د نابودۍ د ګرداو لور ته پوري وهي، زموږ د درياب د اوبو پر مخ نوري كښتۍ هم ليدلي كيږي خو هغه دې توپاني بلا نه دي پسي اخيستي، زه نه پوهېږم چي د پښتنو په كښتۍ كي دا مقناطيسيت څنګه پروت دى چي زموږ د درياب له هري غاړي څخه هر توپان چي پيدا سي و خپلي خواته راكشوي، زما په خيال كېداى سي توپانونه د پښتو پر بلاوهلې كښتۍ مين وي او له هر لوره يې بادبانو مچولو ته په ډېره لېوالتيا رادانګي.
آ د پښتنو خواخوږو ! بلا مو واخلم ليڅي راوغړئ او پايڅې رابډ وهئ، يوه ډله د بدبختۍ د مقناطيس په لټه كي سئ كه مو وموند د درياب تل ته يې ارتاو كړئ چي بيا د نړۍ مخ ونه ويني، بله ډله د كښتۍ هغه بادبانونه وشكوئ چي د توپان بلا پر مينه ده.
8 ثور 1375 ش
خيرخانه _ كابل