صياده !
ته پتڼ غوندي مين پر هغه شم يې؟
چي شرر يې د شهباز د ځالۍ اور سي؟
تر ښارګ درباندي ګراني يې رشتې دي؟
هغه دام چي حريت پكښي نسكور سي؟
هغه ويني ستا د لومو سرخرويي ده؟
چي دارۍ وهي د مات وزر تر څوكو؟
چي وهې سي د چمن په بېلتانه كښي
ته لذت مومې له هغو سوو كوكو؟
ته د ښكلو د نڅا په سترګه ګورې؟
د قفس د نيم بسمل پر فشانۍ ته؟
د عراق(1) د ازانګو په خيال غوږ نيسې؟
د زندان د زولنو خودنمايۍ ته؟
ته هغه ګړى بهار ګڼې د عمر؟
په اهاړ چي د ګلونو بربادي سي
جمعيت دي د خاطر هغه ښادي ده؟
چي په غم د تورو زلفو پرېشاني سي
ته يې بولې د بهار د فيض اوريځي؟
دا آهونه چي تميږي كوه و كاړ ته؟
په آرزو د مرغلرو لمن نيسې؟
د بېلتون پر ګرېوانه د اوښكو لاړ ته
ګوره ! ګوره ! د دې طور د تورو غرونو
په هر كاڼي كي بكرۍ غوندي شرر سته
چي سېځه سي د باطل پرې افسونونه
د سينا د هر هر بوټي دا اثر سته
دا اتڼ د سپېلنيو دى په اور كښي
د بسملو پتڼانو اضطراب دى
د ځبلو پښتنو د ننګ جرګې دي
په طلب د آزادۍ كښي تب و تاب دى
يوه ورځ به دا حلقې وي ستا د لومو
چي به ستا و خپلي غاړي ته زندۍ سي
دغه اوښكي چي نن ستا له ځوره اوري
سبا ګوره بيرته ستا د باغ ژلۍ سي
يوه ورځ به دا د خوږو زړونو توښ وي
چي به ... مينو
هغه جام چي تا د بل له وينو ډك څكه
ژر به نورو لره ډك سي ستا له وينو
يوه روځ به دا نامېنده اسوېلى وي
چي به ستا د عيش ډېوې ته د مرګ باد سي
دغه لومي به دي كښې باسي په لومه
دغه صيد به آخر ستا د ځان صياد سي