Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

حكيم الله ساكن

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
حكيم الله ساكن د ښاغلي عبدالقدوس زوى په 1351ل/1972م كال د پښين په ملنګ اباد نومي كلي كې زېږېدلى دى، خپلې زده كړې يې تر څوارلسم ټولګي پورې رسولي او اوس د يوه ښوونكي په توګه دنده ترسره كوي، چې له خپلې كورنۍ سره په اقتصادي برخه كې مرسته وكړي، هم د خپلو هېوادوالو د بچيو زړونه د علم په رڼا روښانه كړي.
”د پښتو ادبي ستوري“ ادبي ټولنې غړى هم دى، چې د دغې ټولنې او د ټولنې د غړو په مرسته خپلې ادبي چارې روانې ساتي. شاعري يې هم له ډېرو كلونو راهيسې پيل كړې، چې په شعر كې يې د سوز و درد څپې غورځنګونه كوي. كه چېرې يې فكر نور هم له احساساتو سره غاړه غړۍ شو، له شك پرته چې هنري ارزښت به يې هم په كې څرګند او ځلاند شي.
ساكن، په خپل عملي ژوند كې ساكن نه دى، بلكې يو خوځند ځوان او هڅاند انسان دى. د ادبي او سياسي بحثونو مينه وال دى، خپله هم پر هنري مسايلو ډېرې خبرې اترې كوي، له منطق او دليل ويلو سره مينه ساتي، كه چېرې په پښين كې دغه ټولنه فعاله نه واى، نو خدايزده كه ساكن دې په ادبي ډګر كې اوسنى مقام خپل كړى واى.
له نېكه مرغه چې دغه ټولنه لا فعاله ده او كه نور څه نه وي، دومره خو يې كړي، چې يو څو ځوانان يې سره راغونډ كړي دي. اوس خو د پښتنو ځوانانو يوه بدمرغي همدا ده چې سره تاش په تاش او هره خوا خواره دي، چې په جغرافيوي لحاظ هم حالات خپل جبر چلوي او د دوى ترمنځ يې يوه توره كرښه راايستلې ده.
ځوانان كه هرڅومره د اتحاد او يووالي لپاره سره راټولېږي، هومره ستر اقدام او كار دى. په دې هيله چې دغه وړ نورې ټولنې هم د يووالي او د ځوانانو د اتحاد لپاره كار وكړي.


درد
درد راته نوې اعجوبه د شواخون وښوده
ما ورته هم يوه شېبه د زړه په خون وښوده
ژوب ژوبل شوى كوګل راوړه په تحفه كې راته
هجر هنوز توده لمبه د ځيګرخون وښوده
پستې نرۍ- نرۍ خولې مې پر تندي بهېدې
مست بلاڼه راته چمبه هم د ناخون وښوده
تاسې يې نه منئ، اسمان زما په وينو مړ شو
شفق لا هم درته لمبه سره پر تا خون وښوده
په دې زمان كې امتحان د خودغرضۍ پيل شو
ساكن كاميابه تجربه لكه اخون وښوده.

د اوسني انسان په هكله
هغه يار چې عشق پېغور ګڼي نو څه
د زړه نور كه يې خوله شور ګڼي نو څه
مه راوځه دلته داسې لېوني شته
د رضا ياري په زور ګڼي نو څه
پېشلمى په سپينه خوله كار د رضا كړي
ورځ روژه درباندې پور ګڼي نو څه
چې يې پټه وسيله درسره نه وي
مخامخ كه دې غمخور ګڼي نو څه
د تكرار جوهر چې نه لري ضمير كې
داسې مشر كه د كور ګڼي نو څه
چې لمبې يې تازه نه كړې په سرو وينو
مړې سكروټې كه سور اور ګڼي نو څه

څوك چې غواړي توره شپه ورځ كړي ساكنه!
چې په ورځ كې جهان تور ګڼي نو څه.

مينه
مېړنۍ يوه باتوره
په ښايست د جنت حوره
ښه په حُسن ده معموره
پيدا شوې ده له نوره
راته ګډه په نڅا شي
لكه لمر ځلا- ځلا شي
پرخپل ځان باندې شيدا شي
هم مجنون شي، هم ليلا شي
كله خار شي، كله ګل شي
تصور د يو چا خپل شي
كله خپل شي، كله بل شي
دا منم جوړ يو محفل شي
دا عجبه ننداره ده
هم رڼا ده، هم تياره ده
هم ده پټه، هم ښكاره ده
وړې چا په اجاره ده
جوړه شوې په هنر ده
همسايه د بحر و بر ده
هم ماغزه ده، هم ځيګر ده
هم ماښام دى، هم سحر ده
څوك يې شوق ګڼي، څوك مينه
چا ته پېغله، چا ته خوړينه
څوك يې سره بولي، څوك سپينه
هم پسته ده، هم اغزنه
له صفاته رحماني ده
هم په شكل انساني ده
كج باڼه يې خنجرونه
متصل كوي وارونه
ځنې پورته شي ږغونه
ويښوي د خلكو زړونه
يوه بله تماشه شي
خو يار پاڅي، ښايسته شي
خوبولې سترګې پاڅي
دلته بيا له شوقه ناڅي

صآلح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005