بس هم تۀ زما جانان یې
ګرانه ډیر راباندې ګران یې
د زړۀ کور کې مې ودان یې
بې لۀ تا مې بل څوک نشته
بس هم تۀ زما جانان یې
بس هم تۀ زما جانان یې
يو سا عت مې نۀ يې هير
ر ا يا د یږ ې بيخي ډ ير
تۀ او خدای يوڅل خو راشه
پۀ زړګي کې مې ارمان يې
بس هم تۀ زما جانان یې
زړۀ مې مينه درنه غواړي
ستا پۀ مينه باندې وياړي
لږ ديدن مې زړۀ ته ورکړ ه
للمو ځمکو ته باران يې
بس هم تۀ زما جانان یې
راته خانده چې راګورې
د سپږمۍ سکنۍ خورئې
ستا د سترګو بلا واخلم
ښا پرۍ د بدخشان يې
بس هم تۀ زما جانان یې
زړۀ مې غواړي چې دې ښکل کړم
خو نو څنګه به دې خپل کړم
ر سيدۀ و تا ته ګران دي
زۀ پۀ ځمکه تۀ اسمان يې
بس هم تۀ زما جانان یې
ا ننګي دې سرۀ ګلونۀ
نرۍ سرې شونډې اورونه
سپين رخسار دې سپينه واوره
پۀ هر لوړ قيمت ارزان يې
بس هم تۀ زما جانان یې
ستا سپين مخ لکه کتاب دی
زۀ يې لولمه ثواب دی
ستا کو څه زما کعبه ده
او تۀ خوږ لکه ايمان يې
بس هم تۀ زما جانان یې
ستا غمونو يې زړۀ شين کړو
ليونی دې ( لعل الد ين )کړو
ورشه غيږ د مينې ورکړه
تۀ يې درد لره درمان يې
بس هم تۀ زما جانان یې
( کابل پوهنتون )