د فلم پيل ته لا ښه وخت پاتې و، چې سګرېټ پلورونكى سينما ته راورسېد. د سينما مخ زيچ له خلكو ډك و. زښته ډېر خلك: نر، ښځې، زاړه، ځوانان، لكه ټول ښار چې د فلم ليدو ته راغلى وي. ان د سينما له مخې پر لږ رادېخوا ميدان لا ډلې ډلې خلك ولاړ وو.
سګرېټ پلورونكي خبر و چې فلم نوى لګول شوى، ده ته دا هم ورمالومه وه، چې پر هر نوي فلم د خلكو ډېره ګڼه ګوڼه وي او د دې فلم خوږې سندرې خو ده خپله هم له څو مياشتو راهيسې د ښار له نژدې هر رستورانه اورېدلې وې. خو د دومره ډېرو خلكو د ورته راتلو ګومان يې بيا هم نه شو كولاى. ناباوره يې له ځان سره وويل: ".. دومره ډېر خلك؟ په دې ساړه ژمي كې؟..." او خوږې هيلې يې په زړه كې راوټوكېدې. ده فكر وكړ چې په دومره ډېرو خلكو كې به ضرور ښه ډېر سګرېټ وپلورلاى شي. له خپل فكره يې خوند واخيست. خوشاله يې د سينما دواړو غاړو ته د ټكټ پلورلو غرفو ته وروكتل. دلته خو بيا بېخي بد حال جوړ و، خلك د مچيو د ځالې غوندې يو د بل پر اوږو ورختل او په نه درېدونكي شورماشور او ټېل ماټېل كې يې همدا هڅه كوله، چې كوم ټكټ ترلاسه كړي. د سينما مخې ته پر لږ رادېخوا ميدان هم ټكټونه خرڅېدل. خو هغه د تور بازار په بيه وو، چې د اصلي بيې څلور پنځه چنده پيسې پرې اخيستل كېدې او دا بيه پرې كول د هر چا د وسې كار نه و. سره له دې د ټكټونو تور بازار هم خداى شته ښه تود و.
سګرېټ پلورونكى دغسې پر خپل ځاى ولاړ و، څو شېبې يې په تعجب او خوشاله زړه د سينما مخې ته ګڼه ګوڼه وڅارله. بيا يې خپل واړه خيرن لاسونه خولې ته ونيول، څو ځله يې ساه پرې وروكښه، چې نرۍ ګوتې يې لږ سره تودې غوندې شوې، د زړې كورتۍ جېب ته يې لاس ننويست. يو د سګرېټو تيار خلاص كړى ډبلى يې ترې راوايست. د ډبلي خوله يې پرانيستله، يو دوه سګرېټه يې نيمايي په ډبلي كې نيمايي دباندې ترې راوايستل او بيا نو مخامخ د خلكو په ګڼه ګوڼه ورګډ شو.
هرځاى چې د خلكو ډله په مخه ورتله، ورته وبه درېد، سګرېټ به يې مخې ته ورته ونيول، په نري ماشومانه ږغ به يې وويل:
_ سګرېټ، سګرېټ... دغه دى تازه سګرېټ، پيلتر (فلتر) داره سګرېټ، مزه دار سګرېټ.
كه به يې كومه دانه سګرېټ وپلورل، خوشاله به يې پيسې له سګرېټ پېرونكي څخه واخيستې، د كورتۍ په بغل جېب كې به يې واچولې، بېرته به وخوځېد، د خلكو بلې ډلې ته به ترې ورغى، بيا به يې نارې كړې:
_سګرېټ، سګرېټ... دغه دي تازه سګرېټ... پيلترداره سګرېټ، مزه داره سګرېټ... واخلئ سګرېټ...
سګرېټ پلورونكى همداسې د ولاړو خلكو له يوې ډلې څه بلې ته ورته، هرځاى يې د سګرېټو د خرڅلاو هڅه كوله او چې فلم پيلېده، نو اټكل يې رښتيا هم سم ختلى و. ښايسته ډېر سګرېټ يې پلورلي وو. هاغه لومړى خلاص ډبلى ټول خرڅ شوى و. د دويم ډبلي سګرېټ يې هم تر نيمايي زيات پلورلي وو. سګرېټ پلورونكي له دې امله خوشاله و، خو يو څه ستړى شوى هم و او لنډه نرۍ پزه يې سړو تكه سره وراړولې وه. چې خلك سينما ته ننوتل، دى هم د سينما دالان ته ورغى. زړه يې و چې هلته لومړى ځان يوڅه تود كړي. بيا به د ورپاتې سګرېټو د پلورلو فكر هم وكړي. د سينما دالان ښه تود و. اوس دومره خلك نه وو پكې. فلم څو شېبې مخكې پيل شوى و. ږغ يې دلته هم ښه هوسا اورېدل كېده.
سګرېټ پلورونكى د دالان په يوه ګوښه ګوټ كې ودرېد. دواړه لاسونه يې په تخرګونو كې ونيول، چې له سړو كرختې ګوتې يې تودې شي. د دالان تودوښې يې نور بدن هم ورو ورو غوړاوه. اوس يې ژامه دومره نه رېږدېدله. ده له دې تودوښې خوند اخيست. خوشاله يې لږ بړوتې راوتلې سترګې د سينما په دالان كې وغړولې. دالان ټول د پخوانيو او نويو راتلونكو فلمونو له پوسټرونو ډك و. راز راز لوى او واړه پوسټرونه. په هر يوه كې د يوه بېل فلم كيسه. په هر يوه كې د يوې بېلې صحنې انځور.
دلته چا يوه ښايسته نجلۍ په غېږ كې نيولې وه، په مينه وړو سترګو يې يو بل ته سره كتل. هلته د چا غښتلي ځوان ماشينګڼ په لاس كې مخامخ يې پر ورته ولاړو كسانو بريد ورووړ او تر دغو ورهورې بيا د فلم يو "هلك" په زنځيرونو تړلى څو نېزه لرونكو كسانو خدازده كومې خوا ته كشاوه. سګرېټ پلورونكى همداسې له يوه پوسټره بل ته وركتل. هر يوه ته به لنډه شېبه ځير شو، بيا به يې آبل پوسټر ته سترګې ترې واړولې. خو په يوه پوسټر كې يې سترګې ښخې پاتې شوې، په دې پوسټر كې هم ژمى و. مځكه تكو سپينو واورو پوښلې وه. ان د ونو پر څانګو لا دومره واوره پنډ وه، چې ځينې يې لاندې راكږې كړې وې او د پوسټر په منځ كې د فلم "هلك" او "نجلۍ" يو بل د واورو په غونډارو سره ويشتل. دواړه خوشاله وو. د دواړو خولې په خندا خلاصې وې او دواړو ښه تاوده كالي اغوستي وو. هم د فلم هلك، هم د فلم نجلۍ ښه پنډ بالاپوښونه په ځان او نوي نزي موزې يې په پښو وې. د فلم نجلۍ خو آن يو ښكلى مفلر لا له غاړې راتاو كړى و، د هغوى دې تودو جامو ته د سګرېټ پلورونكي زړه هوس وكړ. ځان ته يې وويل چې كاشكې ده هم داسې پنډ بالاپوښ او تودې موزې درلوداى. بيا خو به يې نه سړو داسې هډونه وركرختول او نه به د ژمي خټې چيكړې، د زړو بوټونو له سوريو پښو ته ورتلې، بيا خو به يې ضرور ښه ډېر سګرېټ پلورلاى شواى او ښې ډېرې پيسې به يې ګټلې. دومره ډېرې چې ان خپلې مور او كشر ورور ته به يې لا بالاپوښونه او موزې پرې اخيستي واى.
له دې سره يې خپله كورنۍ سترګو ته ودرېده. څه باندې يو كال مخكې يې پلار مړ شوى و. له هغې ورځې راهيسې د كور ټول بار د ده د مور او ده پر اوږو لوېدلى و. خو دوى همت نه و بايللى، چې د پلار له ښخولو او ماتمه راخلاص شول، لستوڼي يې رابډوهل، په كلكه يې د ژوند بار ته اوږه وركړه. مور يې د خلكو كالي مينځل پيل كړل او ده څو اوونۍ وروسته همدا سګرېټ پلورل، دى هره ورځ ښار ته راته. هلته يې له يوه مهربان دوكانداره د سګرېټو څو ډبليه اخيستل، هغه يې په دانه يي ډول پر خلكو پلورل. په دانه يي ډول د سګرېټو د خرڅلاو او پر يوه ځاى د بشپړ ډبلي د خرڅولو د بيې ترمنځ يو څه توپير و او همدا د بيو د توپير چې څه پيسې كېدې هغه د سګرېټ پلورونكي ګټه خته.
سګرېټ پلورونكى به له همدې امله هره ورځ تر مازديګره د ښار ګوټ- ګوټ د سگګرټ پلورلو په هيله تر پښو لاندې كړ. مازديګر چې به كور ته د تلو وخت شو، سګرېټ پلورونكى به لومړى دوكاندار ته ورغى. هغه ته به يې ورپاتې سګرېټ او د پلورل شويو سګرېټو پيسې وركړې او چې كومې پيسې به ده ته پاتې شوې، هغه به يې مخامخ كور ته ورسره يووړې. په دا بله ورځ به همدا وضعيت بېرته له سره پيل شو.
دا، د كور په خرڅ كې د ده ونډه وه. كه څه هم اكثره وخت دومره لويه ونډه نه وه، په تېره بيا په هغو ورځو كې چې مور يې هم كار كاوه. خو اوس چې يې مور له يوې اوونۍ راهيسې په كور كې ناروغه ورته پرته وه، د ټول كور خرڅ بايد له همدې پيسو پوره شوى واى. اوس يې هم د مور، هم د كشر ورور سترګې يوازې ده ته وراوښتې او دې كار د ده پر اوږو بار لاوردرناوه. همدغه نن سهار ورياد شو. مور يې سخته ټوخېده، ورور يې ښار ته له تلو مخكې ورته ويلي وو:
_ چې بازال ته لالې، لز خوزې هم دل سله لاوله. (چې بازار ته لاړې، لږ خوږې هم درسره راوړه).
پر ده د هغه دا خبره دومره ښه نه وه لګېدلې. مور يې خدازده ولې ورور داسې په خوږو ورته اموخته كړى و، چې اوس يې له ده څخه هم خوږې غوښتې. سره له دې يې منت نه و ورباندې كړى. مازې يې ورته "ښه" كړې وه. بې له دې چې خپله يې هم د خپلې ژمنې پوره كېدل زړه ته لوېدلي وي. خو اوس چې يې د خپلې نن ورځې سودا ته كتل. دا هيله وركې راولټېده چې ښايي نن د خپل ورور غوښتنه هم ترسره كړاى شي. نن يې كار و بار ښه و، تر اوسه لا مازديګر ته ښايسته وخت پاتې و او ده، دا و ښه ډېر سګرېټ پلورلي وو، دې فكر د رضايت او غرور خوندور احساس وركې وځغلاوه. سګرېټ پلورونكى په همدې چورتونو كې ډوب و، چې يوه بړزن ږغ يې د فكرونو لړۍ وشلوله:
_دلته چې شى (څه شى) كيې (كوې)؟
سګرېټ پلورونكي وارخطا د سينما كاركوونكي ته وكتل، چې ناببره يې مخې ته شين شوى و. تلولى يې ورغبرګه كړه:
_ هېڅ.
او چې د هغه سترګې يې بيا هم دغسې نېغې وركتونكې وليدې، پرې ورزياته يې كړه:
_مازې لږ ځان تودوم، بېرته ځم... دباندې ډېر ساړه دي.
د سينما كاركوونكي په ملنډو وويل:
_ځان تودوې؟... دا څه حمام دى، چې ځان پكې تودوې؟ ځه ووزه!... لنډه غره.
سګرېټ پلورونكي ته د كاركوونكي وروستى لوز خوند ورنه كړ. خو څه يې ونه ويل، د سر په خوځولو يې ورته "ښه" كړه. دغسې غلى د سينما له دالانه ووت.
دباندې هوا هماغسې سړه وه. خو سګرېټ پلورونكى اوس ښايسته ډېر تود شوى و. له ځان سره يې فكر وكړ، چې د فلم د تفرېح تر وخته په ښار كې څه سګرېټ وپلوري. بيا چې د فلم د تفرېح وخت شي، بېرته به سينما ته راشي. په همدې نيت مخامخ د سينما اړخ ته پر دوكانونو وررهي شو. هلته يې هم هرځاى چې پر خلكو ورپېښېده، د سګرېټو ډبلى مخې ته ورته نيوه، هماغه هر وختنۍ خبر يې ورته تكراروله:
_سګرېټ، سګرېټ... دغه دي تازه سګرېټ... پيلترداره سګرېټ... مزه داره سګرېټ... واخلئ تازه سګرېټ....
سګرېټ پلورونكى ښايسته ډېر په ښار كې وګرځېده، چې د فلم د تفرېح وخت يې رارسېدونكى وګاڼه، راتاو شو، بېرته يې د سينما لار په مخ كې واچوله، هغه اوس لا خوشاله و. بخت يې رښتيا هم نن ياري ورسره كړې وه. د سګرېټو دويم ډبلى يې غونډ پلورلى و. له درېيم ډبلي څخه يې لا څو دانې پلورلي وو، د دې ډبلي ټولې پيسې د ده برخه كېدې. دې فكر يې نرۍ موسكا پر شونډو وغوړوله. ځان ته يې وويل د فلم د تفرېح پر وخت به دغه پاتې سګرېټ هم په منډه وپلوري، بيا به نو كاله ته له خيره ځي. يو ځل خو يې خدازده ولې زړه ته دا هم ورتېره شوه، چې كاشكې يې نن لږ څه ډېر سګرېټ ورسره رااخيستي واى. په داسې ښه ورځ يې ښايي هغه هم پلورلي واى. خو بېرته يې ځان په دې قانع كړ، چې همدا پيسې يې هم تر تېرو ورځو ښې دي. دى اوس ډاډه و چې ښايي نن ورور ته څه خوږې وپېرلاى شي. ګامونه يې لا پسې چابك كړل. په لار كې يې په احتياط ګامونه اخيستل. هرځاى چې څه خټې چيكړې په مخه ورتلې لار يې ترې چپوله. سره له دې يې پښې بيا هم لندې شوې وې، خو ده اوس دومره رى نه په كې واهه.
دغسې د سګرېټو ډبلى په لاس كې ګړندى او راضي وړاندې ته. چې د سينما مخې ته تېرېدونكي سړك ته ورتاو شو، غاړه يې لږ اوږده كړه، په ځير يې مخامخ وكتل. هلته ليرې يې سينما تر سترګو شوه. تر اوسه لا د خلكو ګڼه ګوڼه نه پرې مالومېده. خوشاله يې ځان ته وويل: "ځه شكر، لكه چې ښه وخت ورته راورسېدم" او پرې وررهي شو. په همدې وخت كې يې له څنګ ته خامه سړكه يوه موټر ته پام شو چې د ده پر لوري پاخه سړك ته رادرومي. موټر نور هم وړاندې راغى. سګرېټ پلورونكى د سړك څنډې ته پر خپل ځاى ودرېد. فكر يې وكړ هسې نه چې موټر يې څنګ ته د تېرېدو پر وخت د سړك اوبلنې چيكړې جامو ته وروشيندې ځكه يې ښه وګڼله چې لومړى موټر پاخه سړك ته ورننوتو ته پرېږدي، بيا به د سړك ابلې غاړې ته ورواوړي. خو موټر لا پاخه سړك ته نه و رارسېدلى، چې هلته پنځه شپږ ګامه وړاندې پر هماغه خامه سړك ورته ودرېد. سګرېټ پلورونكى لږ حيران غوندې شو. ګونځې ټنډه يې په ځير موټر ته وروكتل. ښايستوكى تك سور موټر و. د مخ په سيټ كې دوه همدا شل پنځه ويشت كلن ځوانان ناست وو. د شا سيټ يې هم ډك مالومېده. سګرېټ پلورونكي همداسې دوى ته وركتل، چې موټرچلوونكي د لاس په اشاره ځان ته وروغوښت. سګرېټ پلورونكي شا و خوا وكتل، هسې نه چې بل چا ته يې اشاره كړې وي. خو چې موټرچلوونكي بيا لاس ورته وښوراوه، دى هم نور ماتل نه شو. په بيړه د موټر خوا ته ورغى، د موټرچلوونكي كړكۍ ته ودرېد. موټر چلوونكي كړكۍ خلاصه كړه. ده دننه موټر ته وروكتل. د شا په سيټ كې هم درې تنه ناست وو. ټول همدا د موټرچلوونكي په منګ. ټولو سرې ځلنده سترګې دغسې جينګه خوله ده ته وركتل.
موټر چلوونكي وپوښتل:
_ نوم دې چگي شى دى؟
ده وويل:
_ سيپودين (سيف الدين).
موټر چلوونكي تكرار كړه:
_ سيپودين؟
او له دې سره ټولو په كړس وخندل. سګرېټ پلورونكى د دوى د خندا په مطلب پوه نه شو. په تعجب يې زړه ته ورتېره شوه چې په دې كې نو د خندا څه خبره ده، خو څه يې ونه ويل. دغسې پر خپل ځاى ولاړ يې دوى ته وركتل. موټرچلوونكي بيا ده ته مخ ورواړاوه. سر تر پايه يې له نظره تېر كړ، پسې وې پوښتل:
_ څو كلن يې؟
_ لس كلن.
موټرچلوونكي بيا تكرار كړه:
_ لس كلن؟
او بې له دې چې د ده ځواب ته ماتل شي، پرې ورزياته يې كړه:
_ بيا خو نو غټ سړى يې... واده دې كړى؟
دا وخت بيا د ټولو خندا كړس وهل. داسې په تاو يې ورباندې وخندل چې له زوره يې د يو دوو تنو په سترګو كې اوښكې راټولې شوې. سګرېټ پلورونكى پوه شو چې دا خلك خوشې ملنډې ورباندې وهي. نور يې دلته خپل پاتې كېدل بې ګټې وګڼل. د بېرته ترې تلو تابيا يې وكړه. خو دى لا نه و ترې خوځېدلى، چې موټرچلوونكي يې د سګرېټو ډبلي ته وكتل:
_په دې سګريټو څه كيې؟
_خرڅوم يې.
د موټر د شا له سيټه يوه ټنډمخي ځوان په ماناداره لهجه ورغبرګه كړه:
_ښه؟... ماسكه ويلي خپله يې څكوې.
او له ورسره ناست ځوان سره يې په كټكي ورباندې وخندل. سګرېټ پلورونكى تريو هغوى ته وروكتل. د هغوى دا هر واري خندلو خلق ورتنګ كړى و. له ځان سره يې بې اختياره وويل چې په دې خلكو خدازده څه شوي، چې هسې په خوشې او بېځايه خبرو خاندي. په همدې وخت كې يې موټرچلوونكي د فكرونو لړۍ پرې كړه:
_نو بيا ولې داسې نېغ راته ولاړ يې. راكه يو كوتى (قوطي) سګرېټ چې ورځ مو همدلته تېره شوه.
سګرېټ پلورونكي هغه ته مخ ورواړاوه، حيران يې وويل:
_ يو كوتى؟
چې هغه وويل:
_ هو كنه.
سرګردانه يې پرې ورزياته كړه:
_ يو پوره كوتى خو نه لرم.
دې ځواب موټر چلوونكي ته خوند ورنه كړ. بې حوصلې يې وويل:
_نو څومره سګرېټ لرې؟
ده د سګرېټو خلاص ډبلى ورته ونيو:
_مازې دغه.
موټر چلوونكي ناراضه سترګې سره تاو راتاو كړې. بيا يې قارجن غوندې ده ته وروكتل، ويې ويل:
_راكه همدغه.
سګرېټ پلورونكى وروړاندې شو. د سګرېټو ډبلى يې لومړى د موټر چلوونكي بيا د آنورو مخې ته ونيو. له دې سره يې د هغوى له خولو څخه د سركې غوندې يو تېز بوى هم تر سوږمو شو. پر سګرېټ پلورونكي دا بوى ښه ونه لګېد، چې هغوى هر يوه يو يو دانه سګرېټ ترې واخيست، ده هم تريو تندى ځان ژر بېرته د دوى له خولو څخه راليرې كړ. ټولو سګرېټونه ولګول. موټرچلوونكي ښه غټ كش له سګرېټو وكړ، په څنګ يې ده ته وروكتل. په داسې حال كې چې د دود لوخړه يې پرمخ ورپو كوله، وې ويل:
څه داسې رډ رډ راګورې؟
سګرېټ پلورونكي وويل:
_پيسې!
او چې موټرچلوونكي وپوښتل:
_د څه شي پيسې؟
د سګرېټ پلورونكي زړه "شړق" ورته ولوېد. حيران يې له ځان سره وويل څنګه د څه شي پيسې، وارخطا يې لاړې تېرې كړې ورغبرګه يې كړه:
_د سګرېټو پيسې.
موټرچلوونكي په كش داره لهجه تكرار كړه:
_د سيګ... رى... ټو.. پيسې؟!
او ماناداره يې خپلو انډيوالانو ته وكتل. هغوى هم ماناداره موسكا په شونډو يو بل ته سره وكتل. څنګ ته ناست ځوان يې وويل:
_رښتيا وايي كنه.. وركه پيسې.
ده په نرمه هغه ته "ښه" كړه، ده ته يې وويل:
_راشه!
سګرېټ پلورونكي د پيسو په تمه وروړاندې شو. خو موټرچلوونكي ناببره له جاغور راونيو، په زوره يې ځان ته راكش كړ. بيا يې په داسې حال كې چې تېرې سترګې د هغه ډارېدلو سترګو ته نيولې وې، وويل:
_واخله!
او په تاو يې بېرته له ځانه پورې واهه. سګرېټ پلورونكى شا په تخته د سړك په خټو كې ولوېد. يوه سوي درد يې په ملا كې څړيكه كړه. په خټو لوند خيشت پړنګ په ژړا شو. د هغه د ژړا سوى ږغ د دوى د خندا له كړس سره په سړه هوا كې خپور شو. خو په شدت د موټر د خوځېدلو غرهار دا دواړه ږغونه په ځان كې ومروړل
28/2/1358هـ ل كال
كابل- افغانستان