Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-13  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

شپه راوړه! ( لنډه كيسه)

د چكر په پلمه نن هم د ښار لوري ته روان و، د خپلې موخې د ترلاسه كولو هڅه يې كوله. سترګۍ (عينكې) په سترګو، نكټايي تړلې او درېشي يې اغوستې وه.
په كوڅه كې يې پر راروانې پېغلې سترګې ولګېدې. د هغې له دنګې ځوانۍ سره سور كميس او تور پړونى دى لا زيات ځان ته وركاږه. سګرېټ يې بل كړ. د پېغلې په رانژدې كېدو سره يې څو ځلې وټوخل. خو هغه داسې اېسېده، لكه هېڅوك چې نه ويني. ده هم شا ته ورپسې مخ وانه ړاوه، څو ګامه نه و تللى، ركشه يې تر څنګ تېره شوه، چكړې يې وروالوزولې. چپه پښه او بوټ يې ورككړ كړ. په ركشه پسې يې بد- بد وكتل. خو نه يې درولاى شوه، نه هم دومره لويه خبره وه چې د بل وخت لپاره يې ورته وساتي.
د پښې او بوټ د پاكولو هڅه كې و، يو بل خوا يې كتل، چې څه شى پيدا كړي، خو څه يې تر سترګو نه شول. د غوسې څپه پرې راغله. د ركشې لوري ته يې، چې اوس پناه كېدله، مخ واړاوه، لږ وړاندې يې يو كاغذ وليد، ورغى او راوايې خيست. په ټول سپين كاغذ كې دوو كرښو د ده پام ځان ته راواړاوه، چې پاس د ځايي (لوكل) ټليفون شمېره وه او كوز ترې كښل شوي وو:
له ماپښين تر ماښامه بېخي يوازې يم
فكرونو يووړ، كاغذ يې لټ په لټ واړاوه، ككړې پښې او بوټ ته يې وكتل. له ځان سره وبونګېد: "خوب وينې كه رښتيا دي؟".
عنايت څه ګرم نه و، د خوب ګومان به يې څنګه نه كاوه. څه يې چې په اسمان كې لټول، څښتن پر ځمكه وركړل. كاغذ يې لږ پو كړ، چې ګرد ترې لاړ شي، بيا يې جېب ته واچاوه او د ټليفون مركز پر لوري يې ګامونه ګړندي كړل.
***
د ځمكتلي (زېرزمينۍ) دكانونو ته كوز شو. د ټليفون مركز دړه (دروازه) يې پرانيستله: "سلام! غواړم لوكل ټليفون وكړم".
ټليفونچي د ورځنيو ټليفونونو حساب ليكه، سر يې رااوچت كړ:
"ستاسو په خدمت كې"
عنايت د ټليفون شمېره وركړه، هغه چې د كيڼې خوا درې شمېرې وليدې، پوه شو چې د حيات اباد سيمه ده. بېرته پر خپل حساب لګيا شو. عنايت د شمېرې په وهلو سره هغې وړې كوټې ته ننوت، چې ټليفون كوونكي يې د خصوصي خبرو لپاره كاروي. د زنګ په تېرېدو سره له هغې خوا غږ راغى:
"هلو!، څوك خبرې كوئ؟"
_ "سلام! څرنګه يې؟ ښه يې، جوړه يې؟"
_" تاسې څوك غږېږئ؟"
عنايت خبره بل لوري ته بوتله: "څومره پوست او له خوځښت ډك غږ لرې".
له هغې خوا خندا اوري: "هاهاهاها"
_"پوهېږې خندا دې څه راپه زړه كړل؟"
له هغې خوا په خندني غږ: "خندا مندا څه كوې، ځان راوښيه، ځان!"
_"زه او ته نه سره پېژنو، غواړم له تا سره كښېنم. يوه شپه سره وخاندو".
_ "ته به له ما سره ناسته او خندا غواړې، خو زه يې نه غواړم".
عنايت پوه شو، چې كلدارو ته چل جوړوي. ورته ويې ويل چې ښه شتمن دى، دوه وروڼه يې په نيويارك كې دي، دغه راز په لاهور كې د چپلكو كارځاى (شركت) لري. هرڅو روپۍ چې غواړي وربه يې كړي.
هغې ويل چې خاوند يې ډاكټر دى، روپيو ته هېڅ اړتيا نه لري. خو دى چې د دې د ليدلو دومره تږى دى، راتلاى شي او په دې يې هم خبر كړ، چې خاوند يې يونيم يكشنبه كور ته راځي. نور د هر اتوار (يكشنبې) شپه صدر ته وړي. بيا يې ورته وويل:
"سبا هسې هم اتوار دى. ټليفون راوكړئ. كه ډاكټر صدر ته تلو، رابه شې، له مينې ډكه شپه به سره وكړو".
_"سمه ده، زما نوم عنايت دى".
_"زه راضيه نومېږم. ګوره عنايته! په انكار كولو مې ته معلومولې، ما ويل چې كوم پوليس موليس نه وي. نور مو په مخه ښه !"
تر ټليفون وروسته يې د هر تېر مازيګر عادت پرې نه ښوده. د بورډ بازار كې ګرځېده. خو توپير يې دا و، چې پخوا به د بورډ په سوالګرو يا ډمو پسې لر و بر كېده. خو نن يې د هغوى هڅه نه كوله، بلكې كومه يوه به يې چې وليده، د ده خوشحالي به يې لا زياتوله، ځكه ده خو داسې شى درك كړ، چې ښه زړه راكښونكې او جذابه به وي. بل به ښه مسته وي. خاوند يې ډاكټر دى، په شېرپاو روغتون كې كار كوي.
دا خيالونه او سوچونه ځكه د عنايت پر زړه اورېدل، چې راضيه په كور كې ټليفون لري او ټليفون يوازې د شتمنو پر كورونو اورېدلى نعمت دى.
***
بله ورځ چې مازيګر څومره نژدې كېده. هغومره د ده پر زړه هيلې لا زرغونېدلې، تلوسه يې زياتېدله، چې كله به له راضيې سره يوځاى كېږي، غېږه به ترې چاپېره كوي، پر مړوند به يې سر ږدي. كله- كله به يې سوچ خراب شو او ډاكټر ته به په تشويش كې و، چې كه كور ته راشي. خو بيا به يې له ځان سره وويل: نه، نه! ويده بخت دې ويښ شوى، ډاكټر به صدر ته ځي.
درېشي يې اوتو كړه. سر يې ډاريي كړ. د تلو په وخت كې يې د خپلې كوټې د ملګري راډو ساعت په لاس كړ، له بكس څخه يې ټولې روپۍ راواخيستې، دا هغه پيسې وې، چې د ډرېور په لاس ده ته د خپل پلار له خوا رالېږل شوې وې، ها چې د راتلونكې مياشتې د پوهنتون او شپه غالي (ليليې) فيس پوره كړي. د تلو په وخت كې يې ملګرو ته پلمه وكړه، چې شېرپاو روغتون ته ځي، هورې د خپل ناروغو خپلوانو پوښتنه كوي.
پر لار يې په ذهن كې ډول- ډول اندېښنې تلې راتلې. څوك مې ونه ويني. كه ډاكټر صدر ته نه ځي، كه حيات اباد ته كوم ملګرى تللى وي، ومې ويني، څه به وايي. بېګاني ټليفونځاى ته په رسېدلو سره يې يو بل خوا وكتل، وېرېده چې كوم ملګرى ورسره يوځاى نه شي، بيا به نه ټليفون كړاى شي، نه به ترې بېلېدى شي، چې خاطر يې جمع شو، ننوت:
"السلام عليكم!، غواړم لوكل (ځايي) ټليفون وكړم".
ټليفونچي په كوم زاړه ټليفون كې پېچكش واهه، اشاره يې وكړه چې په خپله شمېره ووهي. د زنګ په تېرېدو سره له هغې خوا غږ راغى:
"هلو، څوك خبرې كوي؟"
_"زه يم، عنايت!".
خپلو كې يې ستړي مشي سره وكړه. له عنايت يې وار ړومبى كړ:
"ډېر بختور يې. ډاكټر نه راځي، شپه راوړه!".
دا خبره د هغه ارمان د لاسته راوړلو زېرى و، چې عنايت يې له مودو- مودو راهيسې هڅې كولې. د خوشحاليو او خوښيو څپې پرې اورېدلې. زړه يې نڅا كوله، په ټيټ غږ يې وويل: "څه شى دروړم؟"
راضيې ورغبرګه كړه: "يو ته نه يې، نور هرڅه شته".
د ټليفون كرښه يې چې دوى ته يې ريباري كوله، لږه نوره هم لګيا وساتله، بيا يې خپلو كې مخه ښه سره وكړه.
عنايت، د بورډ له ګگڼې ګوڼې نه ډك تمځي ته راووت. دلته د كارخانو باډرو موټر يوځاى، د ناران باغ او فيز شپږ موټر بل ځاى بشارت او فيز درې ته تلونكي موټر بل ځاى ولاړ وي، هر ګاډى (موټر) تر هغې سپرلى جګوي، چې بل نه وي راغلى. عنايت د بشارت له موټر سره ودرېد، يو بل خوا يې كتل چې كوم ملګرى خو به يې نه وي، بيا ګاډي ته وخوت.
***
د بشارت ماركېټ ته په رسېدو سره له ګاډي كوز شو. ماركېټ د سړك پر ښۍ غاړې پروت دى. نژدې خلك سودا په كې كوي.
دوه پاخه كړي چرګان، يو يو درځن كيلې او مالټې يې رانيولې، واپس لوى سړك ته راووت. په سستو ګامونو له مله سوچ سره ټيټ سر روان و او هغه ورته ويل: ښاري ډمه يا سوالګره چې لږه رنګينه وي، شپه ورسره تېره كړې، له پنځوسوو روپيو كمې نه غواړي، ته له هرڅه بچ يې، ښه رنګين شى دې هم درك كړ، تار به ورسره وغزوې، نه له حكومته ډار شته، نه له پښتو، د اېډميډ خطر خو ايسته پرېږده.
ورښودلې كوڅې ته په رسېدو سره له لوى سړك وغړېد (وګرځېد) څو ګامه نه و تللى، چې توره دړه يې مخې ته راغله. د دړې پر سر نومرې ته يې چې وكتل، لا يې زړه ډاډه شو، پر تڼۍ يې ګوته ټينګه كړه.  شېبه وروسته دړه پرانيستل شوه. لوړه دنګه ښځه راووته، چې د پېروي په څېر مخ، د ګلاب په څېر سرې شونډې، لكه مقناطيس، چې عنايت يې وار له واره وركاږه او په اغوستي درېشي كې يې تنكۍ ملا او راوتلې سينې د اتياكلن بوډا زړه، ها چې په لكړه (امسا) به ځي، هم هڅاوه. دا نو هماغه راضيه وه چې دى يې په ټليفون كې رابللى او ورته ويل يې وو، يو ته نه يې، نور هرڅه شته.
روغبړ يې سره وكړ، بيا راضيه چې د خواهشاتو او مستيو توپان په مخه كړې وه، مخته روانه، عنايت لكه د وچې مار چې له مودو- مودو راهيسې وږى تږى پاتې وي، له شا پسې رهي و. په  اړكيو (زينه) كې په مزه مزه دويم پوړ ته ختل.
په كوټه كې درې څوكۍ پر مېز ايښې، دوربين او څو كټونه پراته وو. راضيې لاس ونيو:
"وخت ناوخت د كوڅې ناروغان د درملنې لپاره دلته هم راځي".
عنايت سر وخوځاوه، په زړه كې يې ويل، ستا علاج خو له ډاكټره پاتې دى. زه به ستا علاج وكړم، تا رابللى يم.
پر اوار شوي سره توشك سره كښېناستل. شېبه وروسته راضيې له  مخا مخ المارۍ څخه د چايو ترموز او ميټايي راواخيستل. د پيالې په ډكولو سره يې وويل:
"له شيدو چايو پرهېزه يم. شين به په ګډه څښو".
_"فرق نه كوي، صحت دې غواړم".
بيا خاموشي ځاى ونيو، د دواړو په زړونو كې ډېر څه راتلل، خو د نورو مينانو په څېر چې په لومړۍ ليدنه كتنه كې يې زړه لړزېږي او څه نه شي ويلاى، دوى هم داسې وو، اخر عنايت زړه غټ كړ:
_"راضيه جانې! په يوه شپه به نه سره هېروو".
_"څه بازاري ډمه خو نه يمه. تر مرګه به سره ملګري يو". راضيه لږه غلې شوه، ساه يې تازه كړه.
_"له خبرو دې ښكاري چې تعليم دې كړى دى، د ټليفون نومره به زموږ دښمنانو اچولې وي...".
د ټليفون زنګ يې نورې خبرې ورغوڅې كړې. راضيه بلې خونې ته لاړه، چې ټليفون ځواب كړي.
عنايت لږ څه اندېښمن شو، راضيه ولې ووتله؟ ټليفون يې ولې دلته ځواب نه كړ؟ د چايو غوړپ يې وكړ، پياله يې كښېښوده، د ټليفون خوا ته ورغله، زنګ چې غلى شو، ورو يې غوږۍ غوږ ته كړه، د راضيې غږ يې تر غوږ شو.
"لږ وړاندې راغى".
_"څه دې وكړل؟"
_"په چايو كې مې ښه ډېر د بېهوښۍ دوا وراچولې ده".
عنايت ګومان كاوه، چې خوب ويني، خو نه، د نارينه غږ يې بيا تر غوږ شو:
"تر اوسه په حال دى؟"
_"هو!"
د ځوانۍ پر مستو او تودو احساساتو يې د وېرې سړې اوبه تويې شوې. وجود يې خولې- خولې شو. په يوه شېبه كې يې څو سوچونه ذهن ته ورغلل. وژلم يې، بيا يې پوډر په ما كې تېرول. زما پښتورګي يې ايستل، پوليسو ته يې د غلا په تور وركولم... ځان يې د ويده ښامار په خوله كې احساساوه. دا يې ښه ګڼله، چې نور حركت وكړي، له كوټې راووت. څومره چې دړې ته نژدې كېده، هغومره يې د راضيې له لومې څخه ځان ليرې كاوه.
ده چې د دړې بيلوټ كش كړ، پاس راضيې ټليفون كښېښود. له كړكۍ څخه يې چې عنايت وليد، نو لاسونه يې سره ومروړل. وپوهېدله كه د هغې بلې كوټې ټليفون كې دلته ايښى واى، خولې ته ورغلې مړۍ به يې له لاسه نه وتله.
01_02_18م كال، پېښور، بورډ تاج اباد
رياض هاسټل

غزانور حسين خېل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005