Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-13  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

د پرېشانۍ لامل (لنډه كيسه)

ليكوال : سعادت حسن مـنټـو
ژباړن : باركوال مياخېل، كندهار
 
--------------------------------------------------------

نعيم زما خونې ته راننوت او پټه خوله پر څوكۍ كښېناست. ما سترګې پورته كړې او د هغه پر لوري مې وكتل، د ورځپاڼې وروستۍ پاڼې لپاره مې چې كومه ليكنه كوله، بېرته مې دوام وركړ، خو ناڅاپه مې د نعيم په څېره كې څه ناڅه بدلون احساس كړ. ما له سترګو څخه سترګۍ (عينكې) ايسته كړې، بيا مې د هغه پر لوري وكتل او ورته ومې ويل: "څه خبره ده نعيمه!. داسې ښكاري چې چورت دې خراب دى".
نعيم پر خپلو وچو شونډو ژبه تېره كړه او ځواب يې راكړ: "څه ووايم، په عجبه ستونزه كې راګير شوى يم. په نه څه باندې يوه داسې خبره شوې ده، چې زه اوس چا ته د خپل مخ د ورښكاره كولو جوګه هم پاته نه شوم".
ما چې د كاغذ څومره پاڼې ليكلې وې، ټولې مې يو ځاى كړې او يوه څنګ ته مې كښېښووې، په زياته تلوسه مې ترې وپوښتل: "كومه پېښه خو به نه وي شوې... د فلم په كمپنۍ كې خو دې له كومې فلمي ستورې سره.....".
نعيم سم له لاسه راته وويل: "نه وروركيه! د فلم له كومې ستورې سره مې هېڅ نه دي شوي. په يوه بله ستونزه كې راګير شوى يم. كه ته وخت لرې نو غواړم چې خپل ټول داستان درته واوروم".
نعيم زما ملګرى دى. له هغه راهيسې چې بمبيي ته راغلى، نو زما ملګرى دى، ځكه چې هغه له خپل راتګ سره سم زما په ورځپاڼه كې كار پيل كړ او ځان يې د ډېر وړتياوو څښتن كړ. وروسته سوكه- سوكه چې كله زه د هغه له لوړې كورنۍ څخه خبر شوم او همداسې يې ځينې نور اړخونه راته څرګند شول، نو زما په زړه كې د هغه عزت نور هم زيات شو، په هر حال، خو تر شپږو مياشتو په لنډه موده كې هغه زما ډېر ښه ملګرى شو.
نعيم زما د ورځپاڼې د لا ښه كېدو او معيار لپاره تر ما ډېرې هڅې وكړې. هره اوونۍ چې به هغه يوه نوې كيسه ليكل پيل كړل او ما چې د هغه درې څلور كيسې ولوستې، نو ما دا احساس كړل، چې كه نعيم همداسې په ورځپاڼه كې بوخت وي، نو د هغه ټوله پوهه به بېځايه شي، همداسې په يوه فلمي كمپنۍ كې مې ورته د كار غوښتنه وكړه او هغه سم له لاسه هورې د مكالمه ليكونكي په توګه په كار وګومارل شو.
دا چې د فلمي كمپنۍ د كار پر مهال نعيم د هغه ځاى پر مشرانو او شتمنو څومره اغېز وكړ، په دې اړه زه هېڅ نه يم خبر. زه بېخي بوخت سړى يم، خو له نعيم څخه يو دوه ځله راته دومره څرګنده شوې ده، چې هلته د ده كار خوښ كړاى شوى دى، اوس نه ده څرګنده چې ناببره څه پېښه شوې ده، چې د هغه رنګ د كوركمن غوندې داسې زېړ اوښتى دى.
نعيم خورا ښه سړى دى، له هغه څخه د كوم ناوړه كار هيله نه شي كېداى، زه زيات په فكر كې شوم، چې داسې كومه ستونزه رامنځته شوې چې نعيم يې له كبله چا ته د خپل مخ د ورښكارولو جوګه نه دى پاته شوى. ما له هغه څخه اجازه وغوښته، ژر- ژر مې د وروستۍ كاپۍ لپاره د ليكنې پاته برخه بشپړه كړه او ټولې پاڼې مې كاتب ته وركړې، اوس نو له نعيم سره كښېناستم". وروركيه! وبخښه ما دستي ستا داستان وانه ورېد... خو دا پوښتنه بايد وكړم چې دغه داستان څنګه رامنځته شو؟... ته.... ته.... خير پرېږده دغه كيسه، ته دې ما ته ټوله كيسه تېره كړه".
نعيم له خپل جېب څخه سګرېټ راوايست، بل يې كړ او ويې ويل: "اوس زه تا ته څه ووايم، هغه څه چې وشول، زما له ناپوهۍ څخه وشول. زموږ په فلمي كمپنۍ كې يو فلمي ستورى دى. عاشق حسين نومېږي چې اولنومره ناپوه دى، خو بيا هم د نورو په څېر زه هغه نه ځوروم، ځكه هغه له ما سره په ناسمه توګه مينه كوي، دغه "مينه كول" مې ځكه وويل چې هغه له ما سره داسې خبرې كوي، څنګه چې له ښكلو ښځو سره كېږي".
ما وخندل : "ته دومره ښايسته خو هم نه يې".
د نعيم پر ژېړبخونه څېره باندې هم د خندا سرې- سرې كرښې خورې شوې. "هېڅ نه پوهېږم، چې دا څه دي؟. په اصل كې هغه د خپل اخلاص او خپلې تلپاتې مينې څرګندول غواړي، له همدې امله له دې طريقې سره نه دى اشنا، ځكه د هغه مينه هماغه بڼه غوره كوي، چې هغه يې ښايي له خپلې مېرمنې سره لري... نو دغه عاشق حسين صاحب چې د لومړۍ درجې نڅاګر دى او له نڅا پرته يې نور هېڅ نه دي زده، وړمه ورځ مې تر نندارې وروسته ورسره وليدل. د ملګرتيا په خاطر مې د هغه د مكالمو د سمون لپاره زيات زيار وايست. د دې حق د اداينې لپاره هغه سم له لاسه فكر وكړ او ويې ويل : "نعيم صاحب! زه له تا څخه يوه غوښتنه كوم. ما ورته  وويل: "ووايه!". هغه بيا لږ فكر وكړ او ويې ويل:
"د ټولې ورځې تر كار وروسته زه ډېر ستړى شوى يم. ته به هم ارو مرو ستړى شوى يې. ځه چې لږ وګرځو بېرته به راشو". اوس زه خپله يوه كمزوري درښيم، كه هوا ښه خوندوره وي، نو زه زيات وخت له ځانه ورك غوندې شم. د ماښام تور څادر ورو- ورو غوړېده، نرمه- نرمه هوا چلېدله او په فضا كې يو ډول عجيبه چوپه چوپتيا خپره وه. د هغو ځوانانو په زړونو كې، چې ودونه يې نه وو، ارومرو داسې اندېښنې وې، چې وبه غوړېدې، نو په داسې ځانګړي مهال به يې زياته پراختيا وموندله. زما بدن يو ډول لړزه پيل كړه. كله چې ما د جوهو د سمندري غاړې تصور وكړ، چېرې چې ماښام مهال وږمينه هوا داسې چلېږي، لكه ښځو چې د ورېښمو درنې- درنې ساړۍ (چپنې) اغوستې او روانې وي، نو سم له لاسه تيار شوم: "ځه چې ځو، خو دا راته ووايه چې چېرې به ځو؟" عاشق حسين بيا فكر وكړ او ويې ويل : "چېرې چې غواړې هملته به لاړ شو... له دې ځاى څخه خو دباندې ووځو".... موږ دواړه له لويې دروازې څخه ووتو او د سړك پر څنډه مو د بس راتګ ته انتظار وايست.
تر همدې ځايه ږغېدلو، وروسته نعيم ودرېد. د هغه له څېرې څخه اوس ژېړوالى تښتېدلى و. ما د هغه له سګرېټ ډبلي نه يو سګرېټ راوايست، بل مې كړ او ورته ومې ويل : "تاسې دواړه له لويې دروازې څخه بهر راووتئ او بس ته مو انتظار وكړ".
نعيم سر وښوراوه ويې ويل : "له بده مرغه هلته د عاشق حسين يو مارواړى دوست تېرېده. هغه په موټر كې تهْ، چې ناڅاپه د عاشق حسين ورته پام شو. سم له لاسه هغه په مارواړي ژبه كې خپل دوست ته وويل، چې ودري. موټر ودرېد، عاشق حسين په مارواړي ژبه كې له هغه سره څو خبرې وكړې، بيا يې زما پر لوري رامنډې كړې او ويې ويل : "ځه چې ځو! كار جوړ شو، موټر مې پيدا كړ، په همدغه موټر كې ځو".
زه ورسره روان شوم. په موټر كې تر كښېناستلو مخكې عاشق له خپل مارواړي دوست سره، چې له څېرې او بڼې څخه موټروان ښكارېده، زما پېژندګلوي وكړه او د پخوا په شان يې له مبالغې څخه په كار اخيستنې سره وويل : "دى د مارواړ ډېر ستر شتمن سړى دى. دلته د يوه كار په ترڅ كې راغلى دى. زما ډېر مهربان دوست دى". او زما په اړه يې خپل دوست ته وويل:
"دى د هندوستان ډېر ستر كيسه ليكوال دى".
د هندوستان ستر كيسه ليكوال او د مارواړ ستر شتمن لاسونه سره وركړل. دواړه پر خپلو- خپلو ځايونو په رسمي توګه خوښ شول او موټر روان شو".
د دې خبرو په اورېدلو سره موسكى غوندې شوم: "نعيمه! د دې مارواړي شتمن په هكله ستا رايه ډېره خرابه او ناسمه راته ښكاري. آيا مخ ته په تللو سره خو به د فلم د ويلن كار نه تر سره كوي".
_  "ته لومړى ټول داستان واوره! وروسته بيا فكر وكړه چې ويلن څوك دى او اتل څوك، خو په دې كې هېڅ شك نه شته چې د دې داستان اتله زهره ده... زهره چې ما په خپل ژوند كې په لومړي ځل پرون د قاضي په يوه پوځي محكمه كې وليده... خو د يوې مجرمې په توګه".
له دې خبرې سره د نعيم غوږونه له شرمه تك سره شول. د داستان اورېدلو پر مهال په لومړي ځل د زهرې په ناڅاپه يادولو سره تعجبه راته ښكاره شوه. ما وويل:
"نعيمه! دا خو بېخي د الكساندر پو كيسه معلومېږي. دا زهره خو بېخي د "پو" د كيسو د ناڅرګند پاى په څېر په دې داستان كې راغلې ده... دا څوك ده؟".
_  " زه يې بېخي نه پېژنم، يانې كه ما ته د دې ښځې په اړه څه معلومات وي، نو پر ما دې لعنت وي. خداى خبر څوك ده؟ خو اوس يې زه دومره پېژنم، چې هغې پر موږ باندې پوځي دعوه پيل كړې ده، د جرم، شكونې او غلا دعوه ده".
_  ما په حيرانۍ سره وپوښتل: "شكونه او غلا!!"
د نعيم لهجه دومره جدي (سنجيده) شوه، چې په هغه كې د اروايي ستړيا څرك له ورايه ليدل كېده. ويې ويل : "هو! شكونه او غلا. زما هغه پېښې ښې په يادې نه دي، خو د هغوى موخه دا ده، چې موږ بېگځايه ګډون په كې وكړ. د زهرې كور مو وشكاوه او د هغې څه لوړبيه شيان مو غلا كړل او يو مو وړل، خو همدا خو د داستان پاى دى. يو ځل به لومړۍ پېښې درته واوروم، وروسته بيا دې خوا ته راځم، ما څه ويل؟".
ما ځواب وركړ: "دغه چې ته د هغه مارواړي په موټر كې كښېناستې".
"هو! زه هم د عاشق حسين په وينا د هغه منحوس مرواړي په موټر كې كښېناستم، هغه خپله موټر چلاوه. د هغه څنګ ته يو بل سړى هم ناست و، چې تر ده كم منحوس نه و. عاشق حسين ښايي د هغه په هكله ويلي وو، چې هغه موټر جوړوونكى دى. خير خو موټر له بېلابېلو بازارونو تېر شو او د دادر پر لوري رهي شو.  څرګنده وه چې موږ به جوهو ته ځو، په هر حال خو زه ډېر خوښ وم. د جوهو د غاړې له لانده رېګ سره زما ډېره مينه وه. كله- كله چې هلته لاړ شم، نو پر هغه لانده رېګ ارومرو پرېوځم او تر ډېره پورې د پراخ آسمان پر لوري ګورم، چې دومره له اسراره ډك او نارسا څرګندېږي، څومره چې د يوې نابلدې  ښځې تصور وي. مخامخ د شپې په سوربخونه رڼا كې سمندر په څپو- څپو اوښت، پورته پر خواشيني غوندې آسمان باندې ستوري داسې ځلېدل لكه د يوه زلمي په زړه كې چې نيمګړې خبرې ځلېږي. يو عجيبه حالت وي. ليرې، له هغې غاړې څخه چېرې چې آسمان او سمندر له كومې څرګندې كرښې ايستلو پرته په خپل منځ كې سره ګډ شي. يوه داسې تته رڼا ښكارېږي چې د ښكلو شعرونو په څېر مصنوعي غوندې وي،  زه د جوهو د ليدلو په خيال كې ورك وم، چې عاشق حسين موټر هملته په دادر كې يو ځاى ودراوه او ما ته يې وويل : "ځه چې يو څه وڅښو". څنګه چې تا ته څرګنده ده، زه له شرابو سره مينه لرم، عاشق حسين ته خدايزده څنګه د دې خبرې درك ولګېد، چې زه هم شراب څښم، خير، خو موږ څلور واړه شرابخانې ته ننوتو، يو بوتل شراب ما او يو عاشق حسين وڅښل. مارواړي شتمن او موټرجوړوونكي هېڅ ونه څښل. موږ ژر خلاص شوو. بېرته په موټر كې كښېناستو او د جوهو مخه مو ونيوله، خو عاشق حسين ته ناڅاپه يو كار ور ياد شو : "اوه! زه خو به خپلې شاګردې زهرې ته ځم. ما له هغې سره نن د ليدلو ژمنه كړې وه، نعيم صاحب! كه تاسې خپه كېږئ نه، نو يوازې پنځه دقيقې لګېږي. د هغې كور بېخي نژدې دى".
زه به ولې خپه كېږم، خو هغه موټر په يوه كوڅه كې ودراوه او يوازې د هغه مخامخ كور پر لوري رهي شو".
_ ما ترې وپوښتل : "دا كوڅه كوم لوري ته ده".
نعيم ځواب راكړ: "په دادر كې ده، هلته چې د پارسيانو بېشمېره كورونه دي، غالباً دغې سيمې ته پارسي كالونۍ وايي".
_ ښه، نو عاشق حسين له موټر څخه را ووت او د مخامخ كور پر لوري رهي شو. يو كوچنى غوندې دوه پوړيز كور و. تر باغچې چې تېر شو، نو يې ور ور وټكاوه، چې هېچا هم ور ورخلاص نه كړ، نو عاشق دويم ځل په زوره ور وروټكاوه. له دننه څخه كومې ښځې ږغ ور وكړ : "څوك يې ؟".
عاشق حسين په لوړ ږغ ځواب وركړ: "عاشق".
له دننه څخه غوسه ناك ږغ راووت : "د عاشق....". عاشق حسين چې دغه ښكنځا واورېده، نو يې زموږ پر لوري راوكتل او په زوره يې د وره ټكول پيل كړل : "ور خلاص كړه، ور خلاص كړه".
د دې خبرو په اورېدلو سره مې وويل : "هغې ښځې ښايي له عاشق څخه غلطه مانا اخيستې وي، ګنې نو څنګه چې تا اوس وويل، هغه د عاشق شاګرده وه".
" څه كار، څه و او څه دي؟ كېدى شي چې عاشق حسين درواغ ويلي وي او تر يوه بوتل شراب څښلو وروسته د زهرې خيال د هغه مغزو ته ورغلى وي. كوم چا به كله ورته ويلي وي چې په پلاني نمبر كور كې يوه ښځه اوسېږي... ګنې نو دا څه خبره ده".
_ عاشق حسين شور او ځوږ جوړ كړ. له دننه څخه ښكنځاوې ورته كېدلې او مخكې له دې چې ما هغه راګرځولى واى، د درېيو څلورو ديكو په وهلو سره هغه ور مات كړ او په زور سره كور ته ورننووت. كله چې دا ځوږ شو، نو شاوخوا مېشت پارسيان راټول شول. زه بېخي ډېر پرېشان شوم، خو په همدغه پرېشانۍ كې له موټره راڅوړ شوم او د عاشق د راايستلو په موخه هغه كور ته ورننوتم. په ما پسې تر شا- شا د عاشق دواړه ملګري هم راغلل. ما د هغه كور درېواړه كوټې وكتلې، خو نه عاشق په نظر راغى او نه هم د هغه شاګرده. خدايزده چېرې ورك شوي وو، د كور بل لوري ته دويمه لاره هم وه، شونې وه چې هغوى له دغې لارې دباندې وتلي وي. زه څو دقيقې په هغو درېيو كوټو كې وګرځېدم، كله چې يې هېڅ درك ونه لګېد، نو دباندې راووتم او په موټر كې كښېناستم. هغه پارسيان چې په كوڅه كې سره راټول شوي وو، برګ- برګ يې ما ته كتل. زه نور هم پرېشان شوم. د شرابو ټوله نشه مېچې په ماغزو كې وه، پښو ته راڅوړه شوه. زړه مې و چې عاشق، د هغه ملګري او موټر هملته پرېږدم او لاړ شم، خو په يوه عجيبه ستونزه كې راګير شوى وم. كه مې په منډه د تېښتې هڅه كړې واى، نو يقيناً هغو پارسيانو به، چې لكه د ژوبڼ بيزو غوندې يې برګ- برګ راته كتل، نيولم. لس دوولس دقيقې په همدې شش و پنج كې تېر شول. تر دې وروسته عاشق او د هغه دواړه ملګري له هغه كوره راووتل او په موټر كې كښېناستل. ما له عاشق څخه هېڅ پوښتنه ونه كړه. موټر روان شو او كله چې د دادر سيمه راورسېده، نو ما هغه ته وويل :
_  " ما همدلته كښته كړه، زه به په بس كې كور ته لاړ شم".
د عاشق له مغزو څخه د جوهو د سيل خيال وتلى و، هغه خپل مارواړي دوست ته وويل، چې موټر ودروي، موټر ودرېد او ما له هغوى څخه رخصت واخيست، كور ته لاړم او دا پېښه مې هېره كړه".
نعيم يو بل سګرېټ بل كړ او د يو څو شېبو لپاره پټه خوله شو. ما وپوښتل:
_ "له هغه وروسته څه وشول ؟"
_  "زه ونيول شوم". نعيم په ډېرې بې خوندۍ سره وويل:
"هغه د احمق له زوى عاشق حسين څخه چې كله پوليسو وپوښتل چې له تا سره نور څوك وو، نو هغه د خپل مارواړي دوست، د هغه موټر جوړوونكي او زما نوم وراخيستى و، موږ درېواړه په يوه ساعت كې ونيول شوو".
ما وپوښتل: "دا د څه وخت خبره ده؟ تا ولې زه خبر نه كړم".
نعيم راته وويل: پرون د دوو- دوه نيمو بجو په شا و خوا كې.
ما به ارومرو تاسو ته په ټليفون خبر دركړى واى، خو كه زما حواس پر ځاى واى. په خداى زه ډېر پرېشان وم. د پوليسو مشر موږ ټول په ټكسي كې تاڼې ته يووړو. هلته چې بيانونه وليكل شول، نو ما ته درك ولګېد، چې د عاشق حسين هغه مارواړي دوست چې د كوم كاروبار په ترڅ كې راغلى و، د زهرې بادپكه يې له ځانه سره راوړې وه. د برېښنا دغه برېښنايي پكه پوليسو له هغه څخه تر لاسه كړې وه".
د دې خبرې په اورېدو سره مې په تلوسه سره ورته وويل: "له دې څخه خو ښكاره غلا ثابتيږي".
_"چې غلا ښكاره شوې ده، بيا هم زه دومره پرېشان يم او كه مې رښتيا وپوښتې نو كه چېرې دغه غلا هم نه واى ثابته شوې، نو زما پرېشاني به همدومره واى. تاڼې او محكمې ته تلل بېخي د شرم وړ خبره ده، خو اوس سړى څه وكړي، چې څه كېدل هغه وشول. له هغې شرمندګۍ څخه زه ځان نه شم ژغورلاى، كومه چې به زه قبلوم او همدا دى پر ځان يې وړم. زه يو مخ بېګناه يم، يانې څرګنده ده، چې زه زهره هېڅ نه پېژنم، د هغې كور ته كه زه ورغلم، نو تش د عاشق حسين له امله، د هغه احمق په وينا، چې يو بوتل شراب هم نه شي هضمولاى".
د نعيم پر څېره باندې د كركې او غوسې د ګډو- وډو جذباتو په ليدلو سره ما ته ناببره خندا راغله: "وروركيه! ډېر بد ګير شوى يې".
نعيم په هماغه ډول وويل: "په خندا كې ګيرېدا دېته وايي. پرون ما په خپل ژوند كې لومړى وار د محكمې مخ وليد او هغه زهره هم لومړى وار راتر سترګو شوه".
ما سم له لاسه ترې وپوښتل: "څنګه ده؟"
نعيم په بې پروايۍ سره ځواب راكړ: "بده نه ده، يانې د څېرې او بگڼې له مخې ښه ده. ګردۍ څېره يې ده، چې د ځوانۍ د دانو داغونه هم پرې ښكارېږي. اوږده- اوږده تور وېښتان يې دي، تندى يې ووړ دى، ځوانه ده. داسې څرګندېږي چې دا دنده يې نوې پيل كړې ده".
ما له كوم مطلبه پرته داسې وپوښتل: "څنګه دنده؟"
نعيم وشرمېد: "اى وروركيه! هماغه چې ښځې يې كوي. د زهرې پر څېره باندې هغه ټاپه سړى له ورايه ليدلاى شي، ما ته به پر هغې ښځې هېڅ كاوړ (غوسه) نه واى راغلې، خو كله چې قاضي زما خوا ته په اشارې سره له هغې وپوښتل:
"ته دى پېژنې"، نو زهرې په خپلو غټو- غټو سترګو زما لوري ته په كتلو سره وويل: "هو صاحب! پېژنم يې. دغه زما لوړبيه سپين زر په زوره وړي وو. كله چې هغې دا درواغ وويل نو قسم دى زړه مې وغوښتل چې د دغې پليتې په حلق اوږده اوسپنه ورومنډم. دومره زيات درواغ!!"
په دې خبره ما ورته وويل: "وروركيه! درواغ خو به نو وايي، دغسې نو كار كله كېږي. هغه خو به خپله دعوه هم پياوړې كوي، اوس خو به ته هغه د چا خبره "قهر دروېش بر جان دروېش" هر څه اورې".
_"سمه ده". نعيم په ډېرې پرېشانۍ سره وويل: "هر څه چې كېږي هغه به په هر حال كې زغمم، خو... خو... زه څه ووايم چې زه څومره پرېشان شوى يم، هېڅ نه پوهېږم، كه كوم نارينه پر ما باندې داسې دعوه كړې واى، نو زه به دومره پرېشان نه واى، خو ته لږ فكر خو وكړه، هغه ښځه ده او زه د ښځو درناوى كوم".
ما وپوښتل :"ولې؟".
نعيم په ډېرې سادګۍ سره ځواب راكړ: "ځكه چې زه ښځې پېژنم هم نه. ما ته له كومې ښځې سره د ليدلو او آزادو خبرو موقع كله هم نه ده را ترلاسه شوې. اوس په ژوند كې لومړى وار ښځه راسره مخ شوې ده، هغه هم د دعوه ګرې په توګه".
ما ته خندا راغله. نعيم په كاوړ (غوسه) سره وويل: "ته خاندې خو دلته زما پر تن ناڅاپي مرګ تېرېږي. له دوو ورځو راهيسې كمپنۍ ته نه ځم. هلته به دا خبره ارومرو رسېدلې وي. د كمپنۍ د مشر مخې ته به په كومو سترګو ورځم. كه هغه پوښتنه راڅخه وكړه، نو زه به څه ځواب وركوم".
ما ورته وويل : "رښتيا خبره څنګه ده، هغسې ورته ووايه".
"هغه خو به زه ورته ووايم، خو د خداى لپاره لږ فكر خو وكړه، چې زما څه حال دى، زه د كمپنۍ د مشر بېخي ډېر عزت كوم، ځكه چې هغه زما مالك دى، كه چېرې هغه ما بدعمله وګڼي او ومې باسي نو پر ما به د ټول عمر لپاره تور ولګول شي. د دندې په له لاسه وركولو به زه دومره اندېښمن نه شم، خو دلته د عزت او ناموس پوښتنه ده، هغوى به ارومرو بدګومان شي، ما ته د هغه طبيعت ډېر ښه معلوم دى، زما رښتيا خبرې به هم هغه بيا درواغ ګڼي. په فلمي كمپنۍ كې هر څوك درواغ وايي، خپله هغه هم تل درواغ وايي، اوس زه څه وكړم، هېڅ نه پوهېږم".
ما په هره ممكنه لار د نعيم د اخلاقي زړورتيا د لوړولو هڅه وكړه، خو بريالۍ نه شوه. هغه بېخي ډارن دى، په تېره بيا د ښځو په چاره كې. په اصل كې دا پېښه هم سنګينه وه، كه برېښنايي پكه يې نه واى ځنې ترلاسه كړې، نو دعوه به ارومرو وړوكې واى، خو پوليسو له مارواړي څخه پكه ترلاسه كړې وه، ځكه نو ښكاري چې زهره تر يو څه حده رښتينې ده.
نعيم تر ډېره له ما سره تم نه شو او لاړ. دويمه ورځ ماښام هغه بيا راغى. د هغه پرېشاني نوره هم پسې زياته شوې وه. له راتګ سره يې وويل: "وروركيه! په يوه ستونزه كې خو راګير وم، اوس مې يوه بله بلا په غاړه كې ولوېده".
ما په تلوسه سره ورته وويل: "څه وشول!، آيا كومه بله دعوه راپورته شوه؟".
" نه، دعوه هغه ده، خو يوه داسې خبره شوې ده، چې زما په وهم او ګومان كې هم نه وه". نعيم پر څوكۍ باندې په كښېناستلو سره په ناكرارۍ سره پښه ښورول پيل كړل: "نن ګهيځ د كمپنۍ مشر په ما پسې موټر راولېږه، زه ورسره لاړم، حال دا چې ما هوډ كړى و، چې زه به كله هم ورنه شم. په خداى فلمي كمپنۍ ته د ور ننوتلو پر وخت زما حالت هماغسې و، لكه د حساسو مجرمانو. له شرمه مې حلق وچ- وچ كېده، سر مې رادروند شو. ځوړند سر چې كله زه د مشر كوټې ته ورننوتم، نو هغه سم له لاسه ولاړ شو او په ډېره مينه يې لومړى ځل له ما سره په لاس روغبړ وكړ او په خندا سره يې وويل: "منشي صاحب، تا خو كمال وكړ. ته خو په پټه كې ډېر هوښيار وختې، مهرباني وكړه كښېنه". زه په شرم كې ډوب پر څوكۍ كښېناستم، هغه هم كښېناست، وروسته هغه داسې خبرې پيل كړې، چې زما هوش او حواس خطا شول. ويې ويل: "ته وارخطا كېږې ولې، هر څه به سهي شي. ته دا راته ووايه، چې دا زهره څنګه ده؟، لږ څه ښه ده؟، وروره! تا خو كمال وكړ. ما واورېدل، چې تا په څښلو سره هغه شور او ځوږ جوړ كړ، چې د پارسي كالونۍ ټول خلك هلته راټول شول. چا راته وويل چې له زهرې څخه دې ساړۍ كښلې وه او وړې دې وه، مخكې خو به دې هم له هغې سره تګ راتګ و، بيا نو كنجرۍ پوليسو ته خبر ولې وركړ، بيا څه معلومه ده تا به ډېر بد كړي وي". داسې ډېرې خبرې هغه له ما سره وكړې، زه پټه خوله وم. وروسته هغه چاى راوغوښتې، يوه پياله يې زما لپاره جوړې كړې او بيا يې خبرې پيل كړې: "لوړبيه سپين زر چې تا وړي وو، كه يې ته ما ته راوړې، نو زه به تا خپل وكيل ته ورولم، داسې ښه وكالت به دې وكړي، چې د زهرې طبيعت به پاك شي، ما اورېدلي چې زهره له څېرې او بڼې څخه ښه ده، نو وروره تر دعوې وروسته هغه دلته راوله. په خپل فلم كې به هغې ته كوم كوچنى رول وركړو .... او ها، دا دې ښه وكړل چې د هغې شراب دې وڅښل او د هغې شيان دې غلا كړل!، نو تا يو درځن كسان ولې له ځانه سره بېولي وو؟ بېچارګۍ به د دومره كسانو په ليدلو سره وارخطا شوې وي".
په خبره- خبره به هغه خندل، لكه د خبرو لپاره چې يې يوه ډېره ښه موضوع موندلې وي. عجيبه ده، چې تر دې مخكې هغه هېڅكله زما د سلام ځواب هم نه و راكړى".
ما ورته وويل: "نو څه وشول. ته بايد خوښ شې، چې هغه پر تا خپه نه شو".
نعيم په كاوړ سره وويل: "دا هم تا ښه وويل، چې زه بايد خوښ شم. هغه زه مجرم ګڼلم، چې زه يم نه.... ما څه ويلي واى. پټه خوله وم. لږ ګړۍ وروسته هغه پانګوال راوباله او ما ته يې سل روپۍ پېشكي راكړې، حال دا چې له دوو مياشتو راهيسې هېڅ يوه مامور ته هم معاش نه و وركړل شوى".
ما ورته وويل: " نو څه بد وشول؟"
"اې وروركه! ته ټوله خبره خو واوره".
 "نعيم ته كاوړ ورغى: "سل روپۍ يې راكړې او ويې ويل: "دا له ځانه سره كښېږده، په دعوه كې به دې په كار شي، زه درته همدا اوس د وكيل چېټه (بندوبست) تړم". سم له لاسه يې پر ټليفون باندې له وكيل سره خبره وكړه، بيا يې زه په موټر كې هغه ته وروستم. په ټولو خبرو يې هغه پوه كړ او ورته ويې ويل: "ګوره! په دې دعوه كې به ځان جنګوې، مازې وړوكې خبره ده، ځكه چې له منشي صاحب سره د زهرې ډېرې پخواني اړيكي دي"..... ما به څه ويل. هلته هم پټه خوله پاته شوم".
" ما په خندا سره نعيم ته وويل : "اوس هم پټه خوله اوسه. ستا څه تاوان شوى دى؟"
نعيم سم دم ولاړ شو او ناكراره غوندې يې ګامونه اخيستل : "اوس هېڅ هم وران شوي نه دي. په محكمه كې به زه بيان وركوم، چې زهره له ما سره اوسي او زه هغه له ډېرې مودې راهيسې پېژنم او... او... د كمپنۍ مشر نن ماښام زه مېلمه كړى يم. ويل يې چې ګرين ته به ځو. هلته به څه شغل وشي ..... زه په يوه عجيبه ستونزه كې راګېر شوى يم، نه پوهېږم چې څه كېږي..."


13 جولاى 2004م كال
 كندهار

باركوال مياخېل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005