|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-06-13 م |
خپرندوی : خلیل الله سروري |
چا پي بڼه |
سور مامور (لنډه كيسه) د ده خداى وهلي سره او سرو ته ورته ټول رنګونه بد اېسېدل، سره ګلونه سره ټيکري، سرې شونډې، سرې سترګې، سره وېښته دا ټول يې دومره بد راتلل، چې ورسره کلکه دښمني يې وه. سهار او ما زيګر چې به روان و سر يې ځوړند نيوه. د جومات ملا صاحب ويل مراقبه کوي. خو نورو بياويل په دې وختونو کې د اسمان څنډې سرې وي، دى سرو ته نه شي کتلاى. او کېدى شي له همدې امله يې نوم له سرمامور نه په سور مامور اوښتى و. بيا هم مخامخ خلکو سرمامور باله، خو چې سترګې به يې پناه وې نو لويو، وړو، ښو او بدو ټولو په سور مامور ياداوه. د ده ژېړ ځبېښلي رنګ بېخي چيغې وهلې چې نه يې د سور مامور لقب د رنګ له امله ګټلى او نه يې لوړ ژور مخ سوروالى درلود. خو په دې بيا هېڅوک نه پوهېده چې له سرو رنګونو سره يې نو ولې دومره کلکه ورانه ده، خو له سرو او سوروالي سره د دښمنۍ ډېرو کيسو يې د مازيګر تر لمانځه وروسته د جومات مخې ته بنډار تود ساته، .له کليوالو چې به د ټوکو لړ وشلېد د سور مامور کيسو ته به يې خوله اړوله او دې کيسې خو يې په ټول کلي کې د لوى اختر درې ورځې د ټوکو او خنداګانو بازار تود وساته، چې حاجي صاحب احمد ويل د قربانۍ هغه خيالي ګر پسه يې چې د نورو کليوالوپرخلا ف يې پرې د نکريزو پر ځاى شنه او ژېړ رنګونه راکښلي وو، مردار کړ. کيسه يې داسې کوله چې د ه د قربانۍ پسه راڅملاوه، ښځې ته يې هم وويل چې راشي تکبير ورسره ووايي او پر پسه لاس کښېږدي چې ثواب يې وشي، دى پر پسه ورټيټ شوى و، په يوه لاس يې چاړه او په بل يې ورته مرۍ نيولې وه، تکبير يې ووايه، چې چاړه يې پرې راکش کړه ماشوم زوى يې د پسه مخې ته راغى. ښځې پرې غږ کړل… مه راځه… اغېړ به شې وپوهېده چې اغېړ نه پېژني، نو ورسره غبرګه يې کړه جامې دې سرې کېږي د(سرې کېږي) له اورېدو سره ده پسه پرېښود اوپه کنځلو يې پيل وکړ، ښځې يې پرې بړچ وهل: څه کوې، لېونى خو نه شوې، ژر كوه پسه مردارېږي، کنځلې به بيا وکړې، پسه حلال کړه د ده له پرېښودو سره پسه خوځېدلى و، ده پرې چاړه راکش کړه، خو د څټ له خوا. ما چې له هغې ورځې وروسته ليده خندا مې ورته راتله، چې يوه ورځ د کلي خلک زموږ هوجرې ته رابلل شوي وو، هېر مې دي چې څه جرګه وه که د چاخوړه، خو دى هم په حاجي احمد پسې راروان و. هوجرې ته راننوتل، ناست خلک ودرېدل . حاجي صاحب ټغرته وکتل، نرۍ غوندې موسکا يې وکړه او ويې ويل: سرمامور صاحب! دا هوجره خو يې داسې سره کړې لکه سور الوان. ده بوټونه نيم کښ غوندې پښو ته کړل، له ځان سره يې څه وويل او چټک ووت. خلک له خندا رغړېدل چا حاجي ته وويل: دا که ستا نه پرته بل چا ويلي واى، څومره ښکنځلې به يې ورته کړې واى. هغه پر خپله شنه ږيره لاس راتېر کړ، ويې ويل: زما خو يار دى، خو دغه د ټوکو او خندا احساس مې هغه وخت ورسره په کينه بدل شو، چې ما او زما ملګرې زرمينې مالونه د تل په شان څړ ته بېولي وو. زرمينه تر ما دوه کاله کشره وه، خو داسې ښکارېدل لکه هغه چې پنځلس کلنه وي او زه ديارلس کلن. هر مازيګر به هغې خپل مست سخوندر او ما خپله ترنده خوسۍ يوځاى د کلي چپې ډډې ته پرتې غونډۍ ته بېوله، د غونډۍ لمنه يوې ښې ورشو ته پاتې کېده، څنګ ته يې يو لښتى تل له اوبو ډک بهېده او په لښتي پسې د سور مامور ځمکه وه، ما خپله خوسۍ په يوه لوى پړي وتړله، چې خوا و شا واښه وخوري، خو د چا پټيو ته وانه وړي، راغلم ډډه مې ووهله، مخامخ مې پټيو ته کتل لا وږي يې نه وو ايستلي چې ګورم سور مامور په غنمو کې درېږي، ټول پټي ته ګوري بيا ورځي د غاټول ګلونه راباسي او کوده ترې جوړوي، ما چې وليد خندا راغله له ځان سره موسک شوم، زرمينه هم راغله چې زما موسکا يې وليده، له خندا شنه شوه، خوسۍ او سخوندر ته يې وکتل راته يې وويل: نن خو ته هم پسې خاندې. چې ومې کتل سخوندر خوسۍته ورنژدې شوى، داړې يې جينګې کړي او خوله يې پورته اسمان ته نيولې ده. د زرمينې د بې حيا سخوندر همدا عادت و چې زما له خوسۍ څخه نه کرارېده، ان چې خوارکۍ ته خپلې تشې متيازې هم لوى پسات ګرځېده.بيا به يې څړ ته نه پرېښوده،کله به يې ورته يو ځاى، كله بل ځاى بوى کاوه، کله به يې ورسره هسې ځان سولاوه او کله به يې پښې ورته وراوچتې کړې … د دې په ليدو به زما سترګې خړې شوې، له زرمينې به مې سترګې اړولې، خو هغه به رانه تاوېده او سترګو، سترګو ته به يې راته کتل، په خوله به يې هېڅ نه ويل خو سورکى سپين مخ به يې لاپسې سور شو او له خندا به شنه وه، د تېر په څېر زرمينه راغله، زما سترګو ته يې وکتل، ما چې سخوندر وليد چې په بې حيايۍ يې شونډک د خوسۍ تر لکۍ رسولى، سترګې مې خړې شوې، يو کاڼى مې راواخيست چې سخوندر وولم، زرمينې مې لاس ونيو او شيطانې سترګې يې راته سترګو ته نېغې کړې، موږ لا په دې کې وو چې کتل مې سور مامور راغى چې زرمينې وليد، پټه- پټه خندېده خو زما لاس يې پرېښود، هغه تر لښتي راورسېد او غوښتل يې چې د غاټولو کوده لښتي ته وغورځوي چې زرمينې ترې پوښتنه وکړه: کاکا په دې څه کوې؟ -دى اوبو ته يې غورځوم. دا په بيړه ورروانه شوه . ورته ويې ويل: اوبو ته يې مه غورځوه، ما ته يې راکړه. د دې په اورېدو د هغه رنګ والوت، پوهېدم چې غوسه ورغله…. د غوسې په ليدو يې ما ته خندا راغله، خو- له خولې مې ختو ته پرې نه ښوده. کښته- پورته يې ورته وکتل، غوسه يې پټه کړه په ارامه يې وويل: ته پرې څه کوې؟ -شونډې پرې سرې کوم. له دې سره يې تښتېدلى رنګ لا پسې ژېړ شو، برند- برند يې ورته وکتل، ويې ويل: په دې نه سرې کېږي. ما ته يې اشاره وکړه. دغه سخوندر ته ووايه چې درته سرې يې کړي. د غاټولو کوده يې اوبو ته وغورځوله، له ځان سره يې نور هم څه وويل او چټک روان شو. زرمينه. هکه پکه ودرېده … په خندا مې ورته وويل: راځه چې شونډې دې درته سرې کړم… ترخه موسکا يې وکړه او تر څنګ مې کښېناسته … چې څومره مې ورسره سترګې جنګولې، سترګې يې خړې وې. که څه هم هغې خبرې ښه مزه راکړې وه، خو نه پوهېږم ولې مې ورسره دومره کينه پيدا شوه، چې ومې ويل خامخا به له سره رنګ سره د ده د دښمنۍ په راز ځان پوهوم. د کلي له مشرانو- کشرانو هر چا چې مې پوښتنه کوله هېڅوک په دې راز نه و خبر، چې ولې ده ته سور مامور وايي، چا خو لا سور مامو د سرمامور اوښتې بڼه ګڼله او ويل يې چې دى ښايي د سور مامور له نومه خبر وي او له دې امله يې له سره رنګ سره هم دښمني وي. خو بيا راته چا وويل چې د سور مامور نوم پرې حاجي احمد اکا ايښى دى او که تر شا يې هر څه کيسه وي هغه ته به معلومه وي. خو چې حاجي صاحب ته به مې هر څومره وويل، موسکى به شو: ”وراره! څه يې کوې، په کيسو پسې يې مه ګرځه“ يوه ورځ چې حاجي صاحب د جومات له خوا د پټيو پر لوري روان شو، په زړه کې مې وويل دى اوس له خپل عادت سره سم ځي او پر خپلو پټيو به ګرځي، د کيسو لپاره ښه وخت لري او کشرانو ته يې د تېر وخت کيسې کول ډېر خوښ هم دي، وايي چې داسې کشران له تېرو زمانو څخه خبرېږي. نو غلى ورپسې روان شوم، ويل مې ورو- ورو به ورلنډېږم چې ورنژدې شم، پوښتنه راڅخه کوي چې چېرته ځې، زه به ورته ووايم چې مازيګر دى، چکر لګوم، نو خامخا مې له ځان سره ملګرى کوي، کيسه راته پيلوي او په کيسه-کيسه کې به ترې د کيسې پوښتنه وکړم. زما او د ده تر منځ لا اتيا، سل قدمه واټن و، چې دى د سور مامور ځمکې ته ورسېد هغه يوې کوله، ده پرې د ښې چارې غږ وکړ. هغه ورته په چار دې ښه شه حاجي صاحب، ځواب ورکړ. دى لږ تم شو، چې هغه کيل پولې ته رانژدې کړ. ده يې يو غويي ته وکتل، موسکى شو ورته ويې ويل: -سرمامور صيب! عجيبه خبره ده. -هغه حيران شو: ولې؟ -ده يې خړ برګ غويي ته وکتل: -د دې غويي سترګې دې سرې دي اوشونډې يې تورې. -هغه ورته نه يوه کړه نه بله، ورته وې ويل: دا ستا ښځې ته ورته دي….د هغې هم سترګې سرې دي، شونډې تورې. زه پر پوله له ولاړو ګڼو ونو چې په کې تم شوى وم، ورووتم. حاجي صاحب چې وليدم، رنګ يې واوښت.کرار- روان شو ما ورپسې ځان ورساوه. خبره مې په بله واړوله چې ګوندې د سرو سترګو او تورو شونډو خبره مې نه ده اورېدلې، زه پوهېدم چې دا به پر حاجي صاحب ډېره بده لګيدلې وي، ځکه چې د ښځې شونډو يې رښتيا هم د تورو بانجانو غوندې رنګ لاره. حاجي صاحب پوهېده چې زه ځان هسې ناګاره کوم، نو سر يې ځوړند نيولى و، راته ويې ويل: دا خداى وهلى د سره له کليمې نه ډېر بد وړي. دى چې څه وخت سرمامورو، زما يو انډيوال هم هلته مامور و هغه راته کيسه کوله چې دى سرمامور شو، په دفتر کې ورسره يوه ماموره وه، چې ښه برابره نجلۍ وه، دنګه غړۍ، لوى وېښتان، غټې سترګې او سرې شونډې يې لرلې، ډېر سينګار به يې کاوه، ده ورته يوه ورځ کومه دوسيه ورکوله چې لاسونه يې سره وجنګېدل، د لاسونو له جنګېدو سره يې سترګې هم و جنګېدې، هغه سره شوه او د ده رنګ ژېړ شو. د دوى ترمنځ دغه د سترګو او غړو جنګېدل ورو- ورو ډېرېدل، کله يې سترګو ته په ځير کتلي، کله يې يو د بل لاس کښېکاږلى او کله غلچکي غوندې سکونډاره لګولې... خو دى يې سرو شونډو ته بېخي نه ټينګېده، بله ورځ چې هغه راغله دروازه يې بنده کړه، ده ته يې لاس ورکړ، ده يې لاس څه شېبه ونيو، د دواړو رنګونه والوتل، ده يې لاس پرېښود، ورو غوندې يې په نرۍ ملا کې ونيوله، ځان ته يې جوخته کړه شونډو ته يې شونډې ورنژدې کړې، هغې هم ورته خوله بوڅه کړه، سر يې شا ته تاو کړ. دى احساساتي شو، چپ لاس يې ورته څټ ته کړ، چې سر ونه خوځوي او د شونډو په رودلو يې پيل وکړ، چې دروازه خلاصه شوه، رئيس يې وليد، چې د دوى په ليدو بېرته ستون شو. لږه شېبه وروسته دوه فرمانونه صادر شول، چې په يوه کې يې پېغله سورکۍ د سرمامورۍ تر څوکۍ لوړه کړې وه او په بل کې يې ګل خان د سر مامور له دندې ګوښه کړى و. هغه پياده چې ورته فرمان راوړ غلي غوندې يې ورته وويل سرمامور صيب دا خوله مو پاکه کړئ، ټوله سره ده
رحيم الله بشارت بېرته شاته
|